ملا محمد رباني دطالبانو داسلامي امارت دواکمنۍ دمهال رئیس الوزراء

پیژندنه:

ارواښاد مرحوم ملامحمد رباني  دالحاج ملاامیرمحمد زوي دنیک محمد لمسی  په ۱۳۷۷هجری قمري  کال کې دکندهارولایت د مركز په یوه علمي  اوجهادي کورنۍ کې دې فانی دنیاته  سترګې غړولې .

کورنۍ یې  :

دمرحوم ملامحمد رباني والد صاحب دکندهار ولایت  د علماو و اومنورینوله جملې څخه دیوه فاضل اومتقي  شخصيت په توګه دخلګو په منځ کې شهرت درلود؛

له  همدې امله   ده دخپل زوی دعلمي  اوجهادي روزنې په   هکله ډیراهتمام درلود ؛داچې ملامحمد رباني  هم دخدای ورکړي  سرشار علمي استعدادله امله  دښه لیاقت  څښتن  وه  ،نو والدصاحب یې هم    ددیني علومو دزده کړې اوحصول لپاره انتخاب  اودشرعي  تعلیماتودترلاسه کولولپاره یې  د  يني مدرسې ته شامل کړ.

معمولاپه افغانستان کې ددیني علومودحصول طریقه  درسمي اوحکومتي مدارسوله لارې نه بلکې  ددې هیواد دمشهوروعلمي استاذانواومشایخوپه وسیله په خصوصي توګه  په داسې ډول   ترسره کیږي چې هرعالم اوفقیه په خپل مسجدکې یومعلوم شمیرزده کوونکي (طالبان) راټولوي اوبیاهغوﺉ ته  دمروجه شرعي علومو تدریس  اوزده کړه ورکوي.

په دغومروجه علومو کې صرف،  نحو ، معاني ، فقه ،اصول الفقه، علم التفسیر او حدیث شامل وي.

دغه سلسله تقریبا له کال  ۲۰۲ هجري  څخه په افغانستان کې داسلامي نړۍ دسترو مشاهیرو او دپخواني خراسان له اعلامو لکه امام ابو داود السجستاني، شیخ الاسلام محمد بن محمد بن بکرالخلمي  اوامام ابواللیث  السمرقندي  البلخي . . . څخه په میراث پاتې ده .

که څه هم چې په دې وروستیو دورونو کې په رسمي اوحکومتي لحاظ دغه سلسله تر ډیره حده له پامه لویدلې  او د چارواکو له خوا به ورته ډیره توجه نه کیده ،خونوموړې سلسلې په علمي  اوجهادي لحاظ  دمتدینوعواموپه مرسته تردانن ورځې پوري په افغانستان کې داسلامي علوموپه ترویج اودافغانستان په تاریخ کې دجهادي تحریکونود قیادت اودهغوﺉ په ژوندي ساتلوکې اساسي رول لوبولی .

دمثال په توګه په کال  ۳۷۷ هجري کې سلطان محمود غزنوي دهند لویه فتحه دهمدغوعلماوو په هدایت اولارښوونه ترسره کړه.

په کال ۵۵۹ هجري کې چې سلطان شهاب الدین غوري له افغانستان څخه دهندپه نیمه وچه حکومت کاوه همدغوعلماوو دهغه دحکومت په لوړومناصبوکې مهم مسؤلیتونه درلودل   .

همدارازکله چې دافغانستان سترواكمن احمدشاه ابدالي په کال  ۱۱۶۰ هجري کې دهندي مسلمانانودمرستي لپاره هندته خپل پوځونه ورولیږل  ؛ ددغه جهادي اقدام  دترسره كولو   لامل یې دهمدغودیني علماو توجیه اولارښوونه وه .

په کال ۱۲۵۴ هجری کې په  افغانستان باندې دانګلیسي یرغل  په مقابل کې  دمقاوت کوونکومجاهدینومسؤلیت دهمدغوجهادي عالمانوپه غاړه وه .

ارواښادملامحمدرباني دهمدغوجهادي اوعلمي کوادرو چې دهغوﺉ له جملې څخه داسلامي امارت دحاکمیت دوخت سترمفتي اومتبحرعالم شیخ عبدالعلي دیوبندي حفظه الله هم دی ترعلمي روزنې اوتربیې لاندې خپل  دیني تعلیمات ترلاسه کړي  .

جهاد اومبارزه يي :

نوموړي  لادعلم اوتحصیل له بهیره نه وه فارغه شوی چې په کال ۱۳۵۷ هجري شمسی  کې كمونستانو دپوځي کودتاله لارې دافغانستان سیاسي قدرت ترلاسه کړ.

په افغانستان کې  دکمونستانوله واک ته رسیدوسره سم  په ټول هیوادکې دهغوﺉ په خلاف جهادي پاڅون  پیل شو ،اوددغه جهادي پاڅون دقیادت اومشرۍ مسؤلیت  بیاهم  دافغاني دیني علماوو په غاړه وه ،ملامحمدرباني  چې  مخکې ترمخکې  لادعلم اوجهادپه مدرسه کې له خپلواستادانوڅخه دجهاد ،قربانۍ اوسرښندنې تربیه حاصله کړې وه  ترټولوله مخه  دجهاد اوله وطن څخه ددفاع وسنګرونوته ولاړی.

نوموړی  دامهال یویشت کلن وه  خوپه جهاداوفداکارۍ کې دټولومجاهدینوپه منځ کې په يوه ډیرزړور،غیرتي اوفداکاره مجاهدسره مشهوروه .

نوموړي  دقندهار ولايت له څوتنو نورو مشهورومجاهدینوسره  دخپل جهادي فعالیت  پیل  دهیواد په جنوب لویدیځ زون کې دجهاد دمؤسس شهید ملاموسی کلیم له جهادي جبهې څخه پیل کړ له هغه وروسته دکندهارولایت دارغسان ولسوالۍ ته راغی اوهالته یې  دروسانوخلاف دسیمې دمجاهدینو په انسجام اوترتیب لاس پوري کړ.

د ارغسان ولسوالۍ په چغنی نومي غره کې جهادي مرکز تأسیس اوله همدغه ځایه څخه یې دکندهار ولایت په مختلفو سیموکې جهادي فعالیت شروع کړ.

دارغسان ولسوالۍ په چغني ،تورتاک  شابیګ اوسنګرنومي سیموکې  دروسانوپه مقابل کې مرحوم  ملا محمدرباني په ډیروسختوعملیاتوكې په خپله ګډون درلود .

که څه هم چې دچغني دجبهې قیادت  دقومندان عبدالرازق په غاړه وه، خودجګړې په مهال به دمجاهدینومشري  دمرحوم ملامحمدرباني په غاړه وه    .

په ټولوجهادي اوپوځي عملیاتوکې دمرحوم ملامحمد رباني دهمیشني مشارکت  له امله په وروسته کې  د دغې جبهې دمجاهدینو دمرستیالۍ مسؤلیت ورته  وروسپارل شو چې له هماغه وخته را هیسیې یې دمجاهدینوپه منځ کې دحاجي معاون صاحب په نوم شهرت پیداکړ.

په جهادي بهیرکې یې پوځي اواداري مسؤلیتونه

له روسانواودهغوئ له لاسپوڅوکمونستانوسره دقندهاراوجنوب لویدیځې حوزې دفاتحومجاهدینوکلک مقاومت دغې سیمې ته دافغاني مقاومت دیوه مضبوط جهادي سنګرحیثیت ور کړاو الحاج ملامحمدرباني دنورومجاهدینوترڅنګ ددغې سیمې دیوه ډیرماهر،مجرب جهادي اوعسکري شخصیت په توګه پکې ښه تبارزوکړ.

نوموړی دخپل همدغه جهادي اوعسکري مهارت اونبوغ له مخې دټول جنوب لویديځ زون دمجاهدینودیوه تکړه قومندان په توګه له ۱۳۶۰ تر۱۳۶۹  هجري شمسي کال پورې  دروسانوپه ضد دډیروبریالیوپوځي عملیاتوقومانده په غاړه لرله  چې له امله یې روسانوته دسراومال ډیردرانه تلفات ورسیدل اوخپله ملامحمدرباني هم تر۳ ځله زیات پکې سخت ټپي شویدي.

په دغوپوځي عملیاتوکې دنوموړي فاتحانه قیادت ددې لامل شوچې هغه  په ملي کچه دافغانستان دجهاد دمشهورو عسکري قومندانانوپه کتارکې شامل اودهغه وخت دجهادي تنظیمونودرهبرانودپاموړشخصیت  وګرځي .

داهغه وخت وه چې  دافغانستان دجهاد  د (۷)جهادي تنظیمونورهبرانو په پاکستان کې  دمجاهدینوعبوري جلاوطنه حکومت اعلان کړی وه .

په دغه عبوري حکومت کې دجهادي رهبرانوترمنځ داپریکړه وشوه چې  دهیواد دداخل مشهوروجهادي قومندانانوته به   هم  په دغه حکومت كي فعال  سهم ورکول کیږي .

دمجاهدینودغه عبوري حکومت په ریس  اولومړي وزیرسربیره مکمله حکومتي کابینه لرله چې په هغې کې   مرحوم ملامحمدربانی ته دحج اواوقافودوزارت دمرستیالۍ  دنده سپارل شوې وه.

که څه هم چې ملامحمدرباني په دغه وخت کې په تنظیمي لحاظ دمرحوم مولوی محمدیونس (خالص)تر رهبري لاندې  له اسلامي حزب سره تعلق درلود خوپه جهادي لحاظ یې دټولوجهادي رهبرانوپه زړه کې خاص ځای درلود.

نوموړي له دغه لوي اداري مسؤلیت سره سره بیا هم دهیوادپه داخل کې  دخپلومربوطه مجاهدینودجهادي فعالیتونواوددښمن په ضددنظامي عملیاتوقومانده شخصاپه خپله غاړه لرله  چې په ډیروځایونوکې یې دوزارت دمرستیال په توګه   له دښمن سره په مخامخ جګړه کې برخه اخیستي.

ماپه لومړي ځل   په ۱۳۶۸ دعقرب دمیاشتې په ۱۸ تاریخ نوموړي هغه وخت ولیدوچې کله دمجاهدینوله خوادزابل ولایت مرکزقلات ښارترسختې محاصرې لاندې وه اومجاهدینو ددې ښارشمال ختیځ پلوته دتبسخرقوي  مرکز له حکومتي ځواکونوڅخه تازه فتح کړی وه . دتبسخردغه مرکزچې دیوې هسکې استراتیژیکې غونډۍ  په سریې موقعیت درلو ؛ دملاولي محمداوشهیدعزیزخان په مشري  دشهید ملامحمدمددجبهي اړونده مجاهدینولخوا فتح اوملامحمدرباني مرحوم یې دفتح کیدوپه هماغولومړیوشیبوکې  ددغوفاتحانه عملیاتودلیدلوصحنې ته ځان راورساوه.

دطالبانوداسلامي تحریک په تأسیس کې دده رول :

په ۱۳۶۹ هجري لمریزکال کې  له افغانستان څخه دروسي ځواکونوله تیښتې اوبیا په ۱۳۷۱هجري شمسي کال کې دهغوﺉ دلاسپوڅي حکومت ترسقوط وروسته ملامحمدرباني دهیواد دیوه مخلص اومصلح شخصیت په توګه دتنظیمي ډلوټپلو دخپل منځي شخړوپه هوارولوکې خپلې ټولې هڅې په کارواچولې اوپه دې لاره کې یې   نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې.

جنوب لویدیځ زون چې یومهال دروسانوپه ضددجهاد اومقاومت ترټولومحکم اوپیاوړی جهادي سنګربلل کیدوله بده مرغه چې دروسانوله عقب نشیني  اود ډاکترنجیب په مشرۍ دکمونستي حکومت ترړنګیدو وروسته  دتنظیمي اختلافاتو اوجګړه ماروډلودخپل منځي جګړوپه میدان بدل شو.

دغه خپل منځي اختلافات اوجګړې یواځې په جنوب لویدیځ زون کې نه بلکې په تدریجی ډول   دهیوادله مرکزنه پیل اوپه  ډیرلیږوخت کې  دهیوادشمال ،جنوب،ختیځ اولويدیځ ته وغزیدې ،چې له امله یې دمقدس څوارلس کلن اسلامي جهادپایلې اوپه هغه کې دیونیم ملیون سورکفنه شهیدانوټولې هیلې اوارمانونه دنفاق اواختلاف په كورورانوونكي اورکې وسوځیدې .

دغه زړه دردوونکی حالت هیڅ مسلمان ته دتحمل اومنلووړنه وه خودهغه دمخنیوي توان بیا هیچاهم په ځان کې نه لیدو .

یوشمیرهغوکسانوچې دخپل اسلامي جهادپه حقانیت یې ایمان اوباوردرلود؛ دالله تعالی په دغه مقدس ارشاد باندې په باور  : (ان الله لایضیع اجرالمحسنین) اوله هغه  څخه په الهام اخیستلوسره داسلامي جهاد دنیمګړیوآرمانونودتحقق لپاره بیا خپله مجاهده اومبارزه پیل کړه .

دغو دالله دلارې نه ستړي کیدونکومجاهدینوپه داسې حال کې چې دپخواني جهادله ستړیاوواوستومانیوڅخه لا نه وه هوساشوي اوهمداراز دهغه جهادپه مهال کې په صورت لګیدلي زخمونه لاپوره نه وه جوړشوي  ، بیایې په  هغه ستړي اوستومانه حالت کې دخپل رنځیدلي ولس دآرامۍ په غرض دمفسدینواومنافقینوپه خلاف جهاد پیل کړ.

ددغوباعزمه مجاهدینوپه جمله کې دطالبانوداسلامي  تحریک دمشرتابه ترڅنګ دملامحمدرباني رول اوفعالیت دهغه  یو نیږدې ملګري  محترم ملامحمد اخوند چې داسلامي امارت دحاکمیت په مهال یې هم دهغه ترڅنګ مهم اداري مسؤلیتونه سرته رسولي    داسې بيانوي ..

مرحوم ملامحمدرباني يوداسې علمي اوجهادي جامع شخصیت وه چې دهغه دجهادي کارنامو اواجتماعي خدمتونوتشریح په دغوڅو محدودوجملوکې نشي کیدلای.

نوموړی دخپلوتیروجهادي فعالیتونوترڅنګ دطالبانو داسلامي تحریک له مؤسیسینوڅخه هم ګڼل کیږي.

دطالبانوداسلامي تحریک دتأسیس پرمهال به چې کله دکوم ولایت یاکومې سیمې دتصفیه کیدوموضوع رامنځته شوه نوملامحمدرباني به لومړی شخص وه چې دهماغې سیمې دسوله اییزې تصفیې په ترسره کولو به یې غورکاوه .

نوموړي به همیشه ددې کوشش کاوه چې څرنګه وکولای شي هماغه سیمه په سوله اییزه توګه دطالبانوترکنترول لاندې راشي.

کله چې په   10/10/1995   طالبان دکابل تردروازو ورورسیدل ملامحمدرباني دمخالفینومشر احمدشاه مسعودته دخبرو دعوت ورکړ هماغه وه چې مسعود هم د ده په دعوت باور وکړ اوله  ده سره دخبرو لپاره  له کابل څخه میدان ښارته راغی .

د ملامحمد رباني  لومړۍخبره له مسعودسره داوه چې په دې وطن کې داسلامي حکومت دنافذیدولپاره یونیم ملیون شهدانو قربانۍ ورکړي باید دهمدغو شهیدانو دوینو درناوی وشي اوپه افغانستان کې بی له کوم قید اوشرط څخه اسلامي حکومت عملي شي ،

اود دې کاردترسره کیدولپاره دطالبانواسلامي تحریک ټینګ عزم کړی لهذا ته هم باید ورسره خپله ټوله همکاري ترسره اوپه افغانستان کې دیوه مستحکم اسلامي حاکمیت لپاره دعملي کیدوزمینه میسره کړي.

ملا محمد اخوند زیاتوي:

له شمالي ولایاتونه بغیردافغانستان  نورټول مرکزي ، جنوب لویدیځ ،جنوبي اوختیځ ولایتونه دمرحوم ملامحمد رباني په صلح امیزه هلوځلو دطالبانوترکنترول لاندې راغلي.

دطالبانوپه اسلامي تحریک کې دده مسؤلیتونه

سره له دې چې مرحوم ملامحمدرباني ته  دطالبانوپه تحریک کې ټولولوړرتبه مسؤلینواومجاهدینودجهادي استاذ اودتحریک له مشرتابه راپه دیخوا ددوهم مسؤل  شخص په سترګه کتل خو ده   بیادخپل میل اومزاج له مخې په هیڅ صورت دمسؤلیت اومشرۍ نشه په سرکې نه ساتله .

کله چې په کال ۱۳۷۳5/11/1994 کې طالبانود دکندهارولایت ترخپلې ولکې لاندې راوست نومرحوم ملامحمدرباني  ته په دغه وخت کې   دطالبانودعالي شورا  مسؤلیت وسپارل شو.

په ۱۳۷۴3/4/1996_کال دحمل دمیاشتې په ۱۳ـ ۱۴نیټه چې کله دهیواد۱5۰۰علماوله لوري دطالبانوداسلامي تحریک مشرته دامیرالمؤمنین لقب اعطاء اواسلامي امارت بنسټ کیښودل شو  بیاهم دملامحمدرباني رول ځانګړی اهمیت درلود اوداسلامي امارت دامیرترڅنګ یې   په پور ه اخلاص اوصداقت خپلو جهادي اواصلاحي فعالیتونوته دوام ورکړ.

په  9/5/1995چې دطالبانوفتوحاتودجنوب لویدیځ زون دنورولایاتوهلمند،اروزګان،فراه اوهرات په لوري مخه کړه نوملامحمدرباني په دغوټولوفتوحاتوکې دیوه برمیال فاتح په توګه  سهم درلوداو دټول جنوب لویدیځ  په  تصفیه کولوکې  دده تکتیکي  هڅې  دځانګړي اهميت لرونكې  وې .

همداراز په 11/9/1996  چې کله دهیواد دختیځ زون ولایتونه ننګرهارکونړاولغمان داسلامي امارت ترولکې لاندې راغلل نوبیاهم ملامحمدرباني ته   دختیځ زون دعمومي مشر مسؤلیت وسپارل شو.

په 27/9/1996۱۳۷۵کال دتلې دمیاشتې په شپږمه نیټه چې کله دهیوادپلازمینه کابل په بشپړه توګه داسلامي امارت ترحاکمیت لاندې راغی نوداسلامي امارت دمشرتابه له خوا په کابل کې ددولتي چارودتنظیم اوترتیب په غرض شپږ  کسیزه سرپرسته شوراتأسیس اومشري یې بیاهم دملامحمدرباني په غاړه ورواچول شوه.

اوکله چې سرپرسته شوراپه حکومتي تشکیل  بدله اوداسلامي امارت په چوکاټ کې ریاست الوزراء تأ سیس شو نوملامحمدرباني دریاست الوزراء درییس په حیث وټاکل شو.

عقیده اوفکري انتماء یې:

مرحوم ملامحمدرباني په عقیدوي لحاظ داهل سنت والجماعت اوسلف صالحینودسپیڅلې لاري پیروي کوله.

نوموړي له خرافاتواوبدعتونوڅخه ډیره کرکه کوله اوتل به یې خلګ دقرأن اوسنت نبوي  پیروي ته دعوتول.

تقوا او پرهیزګاري یې :

مرحوم ملامحمدرباني دخپلونوروحسنه اخلاقو اوفضایلوترڅنګ دزهد،تقوی اودیندارۍ یوه نمونه وه،

دشپې قیام اللیل اودورځې دڅاښت  لمونځ  دده له خصوصیاتوڅخه وه.

دپخواني جهادپه دوران کې ماته ډیرلیږوخت له نوموړي سره دزابل په ولایت کې دمصاحبت اوملګرتیا اعزازحاصل وه .

دامهال نوموړی دمجاهدینودعبوري حکومت  دیوه مسؤل په توګه دزابل ولایت دجهادي اونظامي چارودانسجام په خاطر دغه ولایت ته راغلی وه.

لومړۍ شپه مودتبسخرترڅنګ دسیدجان نومې کلې دمجاهدینوپه یوه مرکزکې تیره کړه .

دمجاهدینودغه مرکز دکلي دمسجدترخواجوړشوی وه ، په  پخواني اوهمداراز اوسني جهادکې  په کلیوالوسیموکې دمجاهدینو داوسیدنې ځایونه  مساجد دي .

مرحوم ملامحمد رباني به هم دنورو عادي مجاهدینوپه څیر له مجاهدینوسره یوځای په همدغومساجدوکې  بي له کوم امتیازه اوسیده .

په همدغه ورځ هم ملامحمدرباني دنورومجاهدینوپه څیردمرکزمسجدته ولاړی  اودماخوستن  له لمانځه وروسته  يي استراحت هم هالته وو.

په مسجدکې دپیره کوونکومجاهدینو دشورماشوراوحرکت له امله ماته هیڅ خوب نه راتو  خوچې هرځل به مې  دحاجي معاونصاحب   لوري ته وکتل نوهغه  به په هماغه توره شپه کې په ډیرأرام سره په لمانځه ولاړوه.

ایثاراوخودګذري یې:

په ۱۳۶۶  هجري شمسي کال کې دکندهارولایت ته دمجاهدینودجهادي فعالیتونودشنډولوپه غرض دروسانوډیره درنه قوه راغله ،اودکندهارولایت دمحله جات په سیمه کې دملامحمدرباني په ګډون یوزیات شمیر مجاهدینومخامخ جګړه ورسره پیل کړه په دغه جګړه کې چې تقریبایوه میاشت یې دوام درلود دجګړې دواړوخواته درانه تلفات وواښتل چې  خپله ملامحمدرباني هم په دغې جګړې کې سخت ټپې شو.

دملاعبدالقیوم په نامه یوه مجاهدچې په دغوعملیاتوکې برخه درلوده ماته وویل چې دحاجي معاون صاحب په شمول زمونږدجبهې څلورتنه مجاهدین زخمیان شول .

کله چې نورمجاهدین دجګړې له میدانه څخه دټپیانودراپورته کولوپه نیت راغلونولومړی حاجي معاون صاحب ته ورغلل ،خوحاجي معاون صاحب دوﺉ ته وویل  چې زه ښه یم ترماهغه دری تنه نورمجاهدین سخت زخمیان دي لومړی هغه درواخلي .

مجاهدینوچې کله هغه راپورته کړل اوبیاحاجي معاون صاحب ته ورغلل نوهغه دومره سخت زخمي وه چې بلکل دپورته کیدلواوحرکت کولونه وه خوده بیاهم دجنګ له صحنې څخه ترځان له مخه هغه نورمجاهدین چې زخمونه یې هم دده په نسبت ډیرکم وه  وایستل .

داسلامي نړۍ په قضایاو یې اهتمام:

داسلامي امت اړوندې  قضیې ملامحمدرباني مرحوم دخپل ژونداهمې قضیې بللې اوداسلامي امارت دحاکمیت په مهال یې دفلسطین ،چیچین ،کشمیراونورواسلامي قضایاؤپه هکله ځانګړې بیانیې صادرې کړې .

ساده ګي اوبی تکلفه ژوند یې :

مرحوم ملامحمدرباني سره له دې چې دژوندزیاته برخه یې په لوړواداري اوپوځي مسؤلیتونوکې تیرشوی خوله دې هرڅه سره سره  یې په طبیعت اومزاج کې دتکبراوغرورهیڅ نوع نښانې نه لیدل کیدې..

دهغه ناسته ولاړه ،حرکات اوسکنات ټول دیوه ډیرعادي شخص کړو وړوته ورته ول، اود خپلونوروملګرو په مقابل  کې ځان ته په  هیڅ امتیازنه وه قائل.

درسمي کاراو وظیفې پرمهال به هرعادي سړي له ده سره ډیرپه اساني سره لیدلای شول په خپله دروازه کې به یې مسؤل پیره داریواځې دمراجعینودنوبت دمراعاتولوپه منظوردراوه .

دمجاهدینوپه عبوري حکومت کې  د وزارت له مرستیالۍ نه بیاداسلامي امارت دریاست الوزراء ترمشرۍ پوري نوموړي  شخصي محافظین اوباډي ګارډان نه لرل .

هغه څوک چې له ده سر ه په سفراوحضرکې یوځای اوسیدل اوګرځیدل هغه دده جهادي ملګري اودرسي شاګردان ول ..

یوځلې دریاست الوزراء دمسؤلیت په مهال کې دځینورسمي کارونودترسره کولوپه غرض دننګرهارولایت ته راغلی وه،هالته له سهاره ترماسپښین پورې دهماغورسمي اجراآتوپه لیدلوبوخت وه ، دماسپښین په یونیمه بجه دجلال ابادښار دقصرپه جامع مسجدکې كوم چې دننګرهارولایت مقرته په لنډه مسافه کې موقعیت لري  لمونځ کیده،ده چې ساعت ته وکتل دجماعت دلمانځه وخت ته ډیرکم وخت پاتې وه.

سمدستي دهماغه رسمي کارله منځه په ډیره چټکۍ سره راولاړاونیږدې دمنډې په حالت کې یې  دجماعت لومړي صف اوتکبیر اولی ته ځان راورساوه.

هغه نور مسؤلین چې ترده دعمراومسؤلیت په لحاظ ډیرکشران ول ډیروروسته مسجدته په رسیدوبریالي شول.

له خپلوملګروسره یې تعامل اوبرخوردډیر بي تکلفه اوپه خوراک ،څښاک ،ناسته اولاړه کې له هغوﺉ نه هیڅ امتیازنه درلود.

دریاست الوزراء دمسؤلیت په مهال کې به له وزیراکبرخان مینې څخه دکابل دارګ ترماڼۍ دریاست الوزراء تردفترپوري ډیروخت دخپلو دریوـ څلوروملګروسره  پیاده روان وه .

له خپلوملګروسره به یې په ټولوجهادي اوسپورتي فعالیتونوکې په ډیره خوښۍ ګډون کاوه ،اودهغوئ دسپورتي لوبوله جملې څخه  یې دچغ په نامه محلي لوبه ډیره خوښه وله.

دشخصي ژوند اقتصادي حالت یې:

سره له دې چې مرحوم ملامحمدرباني دخپل  مسؤلیت او وظیفې له مخې  داسلامي امارت په بودیجه کې دهرقسم استعمال اختیاردرلود خونوموړي به دومره اندازه له دغې بودیجې څخه استفاده کوله چې په  ډیره عادي توګه یې خپله دژوندګذاره ورباندې کوله.

دژوندتراخیره پورې یې په خپل هماغه پلرني عادي کوراكتفاوكړه او دبیت المال له بودیجې څخه  یې ځانته شخصي کورجوړنه کړ.

كله چې په ۲۰۰۰ میلادي کال کې دملګروملتونودامنیت شوراله خوا په افغانستان ظالمانه اقتصادي بندیزولګیدو اودهمدغې شوری له لوري داسلامي امارت دچارواکوبانکي حسابونوبند اعلان شول په دغوچارواکوکې ملامحمدرباني مرحوم هغه شخص وه  چې په نامه یې  هیڅ بانکې حساب شتون نه درلود.

دخلګوپه زړونوکې یې محبوبیت :

مرحوم ملامحمدرباني دخپلو نیکو اسلامي اخلاقو له وجې دهرچا په زړه کې ځانګړی حیثیت درلود.

دده دوفات په مهال  دصوبه سرحد مشهورژورنالیست رحیم الله یوسفزی له بي بي سي راډیوسره  دمرکې په وخت  وویل :

نن دطالبانودحکومت ترټولولوړرتبه مسؤل ملامحمدرباني په حق ورسیدو…

اوملامحمدرباني دطالبانوپه منځ کې  داسې یوجامع جهادي شخصیت وه چې دده په مړینه نن هم  دطالبانودوستان اوهم دهغوﺉ مخالفین خفه دي ….

وفات یې:

بالآخره دغه دجهاداومبارزې دلارې نه ستړی کیدونکی لاروی ،دتقوی اوزهدنمونه ،دایثاراوفداکارۍ سمبول  ،داخلاقو،شرافت اوفضیلت څلی دالهي تقدیراوفیصلې سره سم دسرطان داوږدې ناروغۍ له امله  دپاکستان دروالپنډۍ    ښارپه یوه   روغتون کې د۱۴۲۲ هق کال د محرم الحرام دمیاشتې په  لومړۍ نيټه خپله روح خپل حقیقي مالک ته وسپارله اودتل لپاره یې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

روح دې ښاده اویاد دې تل وي

شاهد غزنیوال