اوروپايي قضايي ارګانونه: خپل فیسبوک اکاونټونه بند کړئ

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۷مه ۱۳۹۴ل): د اوروپا یوې قضايي کمیسون د دغې وچې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې د فیسبوک استعمال ته دې د پای ټکی کیښودل شي.

د دغې قضايي کمیسون په وینا امریکا د فیسبوک او نورو انټرنیټي پاڼو څخه د خلکو شخصي معلومات غلا کوي او اروپا هم نشي کولی چې د دې عمل مخه ونیسي.

«برنارد اسکیما» چې د قضايي کمیسون وکیل دی رسنیو ته وویل چې د اوروپا موجوده قانون اوروپا ته د دې اجازه نه ورکوي چې د امریکا له انټرنیټي پاڼو څخه د جاسوسي مخه ونیسي.

د اسپوتنیک خبري کانال راپور پر بنسټ یوې قضایی غونډې کې چې د لوګزامبورګ په ښار کې ترسره شو وویل شو چې د فیسبوک ټول کاروونکي دې باید خپل فیسبوک اکاونټونه بند کړي.

د اوروپايي قانون پر بنسټ هیڅ اوروپايي هیواد حق نلري چې د هماغه هیواد د اسیدونکو شخصي معلومات له اوروپا څخه خارج کړي خو فیسبوک د کاروونکو شخصي معلومات امریکايي جاسوسي شبکو سره شریکوي.

ډیر شمیر اوروپايي کاروونکي د اپل (Apple)، فیسبوک (Facebook)، مایکروسافټ (Microsoft) او سکایپ (Skype) کمپنیو په خلاف د اوروپا په مختلفو قضايي ارګانونو کې خپل شکایتونه ثبت کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د