افغانستان

لویه څارنوالي د فرخندې پر قتل د تورنو دوسیه څېړي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۴ل): لویه څارنوالي نن د فرخندې پر قتل د تورنو کسانو دوسیه څېړي.

دغه څرګندونې د فرخندې د وژلو د قضيې د څېړنې کمیسیون غړو کړې دي او ويلي دي چې لویه څارنوالي نن پر دې دوسيې رسماً کار پیل کړ.

د دې کمیسیون غړي خپلواک ساپي رسنیو ته ويلي چې دوی په دې قتل کې د ښکېلو کسانو دوسیه تېره پنجشنبه لویې څارنوالي ته سپارلې وه، خو په خبره يې د پنجشنبې او جمعې رخصتیو له امله لویې څارنوالي نن پر دې دوسیې کار پیل کړ.

نوموړي وویل چې په دې قضیه کې ښکېل ځینې نور تورن کسان تښتېدلي او هیله يې وښوده چې هغو به هم ونیول شي.

فرخنده د تېر کال د کب په ۲۸مه په کابل ښار کې د شاه دوشمشیره زیارت کې د خلکو له لوري ووژل شوه چې وروسته يې جسد ته اور هم ورکړ، دولتي او ځينې ازادو سرچینو نومړې بې ګناه بللې او د هغې د قاتلینو د نیولو او سزا ورکولو غوښتنه يې کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x