په افغانستان کې له زاړه او سنتي سیاسي فرهنګ سره ټولیزې او جدي مبارزې ته اړتیا ده!

لیکوال: خوشحال آصفی

سیاسي فرهنګ (د اندونو، اعتقاداتو او احساساتو هغه ټولګه ده چې سیاسي پروسې ته نظم او معنې او پر سیاسي تګلارو حاکمې فرضیو او قاعدو ته ځانګړتیا وربخښي او یا سیاسي فرهنګ د یو وګړي د ارزښتونو، اعتقاداتو او احساسي امتیازاتو یوه نمونه ده)
سیاسي فرهنګ په ټولیزه توګه درې ډوله توګه دی:

لیکوال: خوشحال آصفي

لیکوال: خوشحال آصفي

لومړی:

محدود سیاسي فرهنګ؛ هغه کسانو پورې اړه لري چې د سیاسي نظام په هکله د ډیرو معلوماتو درلودونکي نه وي. دا ډول خلک په هره ټولنه کې تر سترګو کې خو په سنتي او شاته پاتې ټولنو کې یې شمیر ډير دی.

دویم:

د اتباعو سیاسي فرهنګ؛ هغو کسانو ته چې د حکومت له بیلابیلو رولونو لکه د مالیې اخیستل او قانون جوړونې څخه خبر وي سیاسي اتباع ویل کیږي.

دریم:

ګډ سیاسي فرهنګ؛ هغه ته وایې چې په ډیرو پرمختللیو هیوادونو کې تر سترګو کیږي او په ترڅ کې یې خلک په سیاسي ژوند کې ګډون کوي. سیاسي ګډونکي هغه کسان دي چې د هیواد د سیاسي نظام جوړښت او څرنګوالي او غوښتنو څخه خبر وي او د کارونو په تصمیم نیونه کې مداخله کوي. د عصري سیاسي فرهنګ او سنتي سیاسي فرهنګ په نوم د عمومي او ټولیزې تقسیم بندۍ یو بل ډول هم شتون لري چې عصري سیاسي فرهنګ، ګډ سیاسي فرهنګ ته ورته دی او سنتي سیاسي فرهنګ محدود سیاسي فرهنګ ته ورته والی لري.

عصري سیاسي فرهنګ په پرمختللیو ټولنو، او سنتي او زوړ سیاسي فرهنګ په وروسته پاتې ټولنو کې په ځانګړي توګه په لوړه کچه  د دریمې نړۍ هیوادونو لکه افغانستان، چې یوه برخه یې ده ، شتون لري.

د عصري سیاسي فرهنګ او سنتي سیاسي فرهنګ ځانګړنې کولاي شو په څو بیلګو کې بیان کړو:

په عصري سیاسي فرهنګ کې په حکومتي او دولتي ادارو کې د کار ویش شتون لري خو برعکس په زوړ او سنتي سیاسي فرهنګ کې بیا په دولتي ادارو کې د کار ویش شتون نه لري او ټول کارونه یو شخص ترسره کوي. په عصري سیاسي فرهنګ کې »کل«  پر  »جز« لومړیتوب لري په دې معنا چې ملي ګټې په شخصي ګټو غوره والی لري خو برعکس په زوړ او سنتي سیاسي فرهنګ کې »جز«  پر  »کل«  لومړيتوب لري او شخصي ګټې پر ملي ګټو غوره والی لري او د خلکو د شخصي ګټو خوندي کول په کې د ملي ګټو خوندي کول وي. په عصري سیاسي فرهنګ کې ټول خلک اصلي پریکړه کوونکي وي خو برعکس په سنتي سیاسي فرهنګ کې ځینې ځانګړي خلک پریکړه کوونکي وي او د هیواد په لویو مسالو کې سیاسي واک او قدرت د څو محدودو افرادو په لاس کې وي.

په عصري سیاسي فرهنګ کې وړتیا او ښایسته سالاري په نظر کې نیول کیږي خو برعکس په سنتي سیاسي فرهنګ کې قوم، قبیله، او ژبه په نظر کې نیول کیږي. په عصري سیاسي فرهنګ کې عام وګړي سیاسي پوخوالي او سیاسي ودې ته رسیدلي وي خو برعکس په سنتي سیاسي فرهنګ کې عام وګړي سیاسي پوخوالي او سیاسي ودې ته نه وي رسیدلي او له سیاسي خبراوي څخه ابتدايې او لومړني معلومات لري. په عصري سیاسي فرهنګ کې قانون او اصول غوره والی او ارزښت لري خو برعکس به سنتي سیاسي فرهنګ کې د افرادو او اشخاصو خبرې او د دوي شخصي سلیقې ارزښت لري. په عصري سیاسي فرهنګ کې وګړي د ضوابطو، خو برعکس په سنتي سیاسي فرهنګ کې د روابطو پر اساس ګمارل کیږي.

په عصري سیاسي فرهنګ کې کارونه د اصولو او قانون پر بنسټ په لږ وخت کې، خوبرعکس په سنتي سیاسي فرهنګ کې د پیسو، واسطې، روابطو او کاغذپرانۍ پر اساس په اوږد مهال کې ترسره کیږي. افغانستان له همدغه ډول هیوادونو څخه یو هیواد دی چې په سخته توګه له زاړه، سنتي او شلیدلي سیاسي فرهنګ څخه زیان ویني او له بده مرغه دغه فرهنګ اوس هم په ا فغانستان کې شتون لري. خو پوښتنه دا ده چې څنګه کولای شو له دغه ډول فرهنګ سره جدي او ټولیزه مبارزه وکړو او د حل لاره څه ده…؟

لومړی: د ټولنې سیاسي ټولمنښټ؛ هغه ښوونیزه پروسه ده چې له یو نسل نه بل نسل ته د مستقر سیاسي نظام د منل شویو لارو چارو په انتقال کې مرسته کوي. د ټولنې سیاسي ټولمنښت موخه، په داسې ډول د وګړو روزل دي چې د سیاسي ټولنې ګټور غړي واوسي. په افغانستان کې باید خلک د سیاست په برخه کې وروزل شي، سیاسي پوخوالي او ودې ته ورسول شي او له خپلو سیاسي حقونو، سیاسي ارزښتونو، سیاسي اصولو او قوانینو په اړه و پوهولی شي او په ټوله کې د خلکو د سیاسي پوهې کچه لوړه شي چې دا کار باید دولت او په ځانګړي توګه حکومت ترسره کړي. د ځانګړو میکانیزمونو پر مټ ټولنیزې رسنۍ هم کولای شي په دې برخه کې مهمه ونډه ولري. د خلکو په پوهاوي کې جوماتونه او منابر، ښوونځي او پوهنتونونه او بلاخره کورنۍ، ټول کولای شي په دې برخه کې اغیزمن واوسي.

دویم: سیاسي پراختیا باید رامنځته شي چې دا د حکومت او په ټوله کې د دولت دنده ده یعنې د برابرۍ رامنځته کول، متوازن پرمختګ، د ظرفیتونو لوړول او د انساني ظرفیتونو ته ارزښت ورکول دي، تدریجې بدلون، یعنې بدلون باید ورو ورو او قدم په قدم په سیستماتیک ډول د ټولنې په بیلابیلو برخو کې رامنځته شي و بلاخره سیاسي پراختیا د سیاسي نظام له کړنو سره ارتباط لري. که سیاسي نظام د ولسواکۍ پروسه چټکه کړي نو د سیاسي پراختیا د تحقق په برخه کې به پرمختګ وکړي.

دریم: ملي فکر باید رامنځته شي او په لویو او ملي هیوادني مسالو کې له ملي ګټو څخه دفاع، ملي موخې، ملي غرور، سیاسي خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي هویت، او د هیواد په غوره مصلحتونو کې باید د ټولو غبرګون یو وي تر څو ملي ټولنه رامنځته او له فکري انارشیزم څخه واوزو او د خپلې ټولنې اصلي تضادونه ومومو او بلاخره باید د فکر کولو ځواک ترلاسه کړواو د دروغو او جاهلانه احساساتو پرځای عقلانیت ته مخه کړو. دا ټول موارد کولای شي لاسونه سره ورکړي او له زاړه سنتي سیاسي فرهنګ څخه عصري سیاسي فرهنګ ته د تیریدو لار شي.

ومن الله توفیق

خوشحال آصفی

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د