نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په مرکزي زندان کې لسګونو زندانیانو له څلورو ورځو راهیسې د دې زندان د مسوولینو د بد چلند له امله د نه خوړو اعتصاب کړی او خپلې خولې يې ګنډلې دي.
اعتصاب کوونکي وايي چې دولتي مسوولین دوی دومره په تنګ کړي چې قانون ورکړی حق هم نه ورکوي.
د دوی په خبره د زندان مسوولین ورسره ناسم چلند کوي او دوی به تر هغو خپل اعتصاب ته دوام ورکوي تر څو يې دولتي مسوولین غږ واوري.
په هلمند کې خپلواکې سرچینې هم د زندانیانو د اعتصاب او د زندان د مسوولینو ناسم چلند تاییدوي خو د زندان مسوولین بیا دا نه مني چې زندانیانو سره دې بد چلند شوی وي.
د هلمند د مرکزي روغتونو مسوولین هم وايي چې دوی ته ځينې زندانیان د درملنې په موخه ور وړل شوي چې خولې يې ګنډلې وي.
دا په داسې حال کې دی چې د ګډ حکومت له پیل سره په زندانونو کې د ناسم چلند او زور زیاتي پېښې ډېرې شوې دي.
په ورته وخته کې له تېرې پنجشنبې راهیسې د پروان ولایت په ښځینه زندان کې هم مېرمنو خپلې خولې ګنډلې دي.