
د اپل کمپنۍ مشر «ټیم کوک» خپل سرمایه خیراتوي
نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۷مه ۱۳۹۴ل): د ځینې راپورونو پر بنسټ د آی فون جوړونکې اپل کمپنۍ مشر ټېم کوک (Tim Cook) هم د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ او د مایکروسافټ کمپنۍ مشر بېل ګیټس (Bill Gates) په څیر وعده وکړه چې خپل سرمايې ډیره برخه به د خیریه کارونو لپاره مصرفوي.
ټېم کوک خپل د ژوند د قصې تر بیانولو وروسته وویل چې نوموړی څنګه وتوانید په لږه موده کې ډیر بریا ترلاسه کړي او اپل کمپنۍ په یوه مثالي کمپنۍ بدله کړي. نوموړی وویل چې زه غواړم د اوبو په ډنډ کې هغه کوچنۍ ډبره اوسم چې په ټول ډنډ کې څپې جوړوي.
د فارچون (Fortune) مجلې راپور پر بنسټ کوم چې د اپرېل په میاشت کې به خپره شي ویل شوی چې ټېم کوک غواړي خپل یوه اندازه سرمایه د خپل وراره د کالج په تعلیم مصرف کړي، او پاته برخه به ټوله د خیریه موسسو لاري خیراتوي.
د ځینې راپورونو پر بنسټ ټېم کوک اوسمهال ۱۲۰ میلیونه ډالره سرمایه لري. او د اپل کمپنۍ د اسهامو خاصه برخه د ټېم کوک په نوم دی کوم چې ۶۶۵ میلیونه ډالره ارزښت لري.
کوک د فارچون مجلې ته ویلي چې غواړي خاصه اندازه سرمایه په خیریه کارونو له ډیر احتیاط سره استعمال کړي. نوموړي ویلي چې غواړي دغه سرمایه په منظم ډول او تر یو خاص سیستم لاندې د خیریه کارونو لپاره مصرف کړي.
نوموړی ندي ویلي چې دغه سرمایه به د کومو موخو لپاره استعمال کړي. خو د نوموړي له څرګندونو څخه داسې ښکاري چې هغه به د خپلي سرمايې زیاته برخه په بشري حقوقو، ایډز ناروغۍ، مهاجرت او د طبیعت ساتنې لپاره استعمال کړي.
کوک دغه مقالې کې ویلي چې اپل کمپنۍ تل نړۍ ته مثبت بدلون ورکولو ته تر پیسې ګټلو ترجیح او ړومبیتوب ورکوي.
په دې وروستیو کې د بېل ګیټس او وارن بفېټ څرګندونې د نړۍ ډیر شمیر مالدار دې ته تشویق کړي چې خپل د سرمايي یوه اندازه د خیریه کارونو او د بشر پالنې په موخه مصرف کړي.
اول باید ایمان راوړی مسلمان شی وروسته دی خیرات اوخیریه کارونه وکړی. دا کار هم داسی معنی ورکوی لکه د یوی بد فعله ښځی .چی مسجدونه به یی جوړه ول.