نړۍ

مصري رژيم له ښوونيز نصاب څخه د اسلام د سترو فاتحينو نومونه وويستل

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۸مه ۱۳۹۴ل): د مصر حکومت له ښوونيز نصاب څخه د عقبه بن نافع او صلاح الدين ايوبي په څېر د اسلام د سترو فاتحينو او تاريخي سټو نومونه ويستي دي.

د مصر حکومت وايي، چې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د بيت المقدس د فاتحينو او سترو تاريخي اسلامي سټو نومونه يې له ښوونيز نصاب څخه ويستي دي.
د مصر معارف وزارت وايي، چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه يې د هغو شخصيتونو نومونه له درسي نصابه ويستي، چې د دوی په ګومان تاوتريخوالي ته خلک بولي.

د مصر معارف وزارت څخه په خپره شوې، خبر پاڼه کې راغلي، چې د نصاب د ارزيابي کميسيون په ښوونيز نصاب کې يې يو لړ بدلونونه راويستي او په دې لړ کې يې د بيت المقدس د فاتح صلاح الدين ايوبي او عقبه بن نافع رحمهما الله تاريخي کيسې له نصابه ويستي او دا وړانديزونه يې د معارف وزير محب الرافي ته کړي او هغه تصويب کړي دي.

مصري اليوم ورځپاڼې د مصري چارواکو له قوله ليکلي، چې د پنځم ټولګي له تاريخ څخه يې د صلاح الدين ايوبي او د شپږم ټولګي څخه يې د عقبه بن نافع تاريخي کيسې او د مېړانې داستانونه ويستي او لامل يې دا ښودلی، چې داسې کيسې په ځوانانو او زده‌کوونکو کې د تاوتريخوالي او ترهګرۍ«!» فکر پيدا کوي.

معارف وزارت وايي، چې د صلاح الدين ايوبي او عقبه بن نافع رحمهما الله د مېړانې او ژوند کيسې جهادي فکر را ژوندی کوي او دوی نه غواړي، چې دغه فکر په مصر ولس کې پاتې شي.

صلاح الدين ايوبي رحمه الله د بيت المقدس فاتح او صليبي جګړو کې يې صليبيانو ته مرګونې تاريخي ماتې ورکړي دي.

عقبه بن نافع د بن اميه ستر نظامي جنرال و، د افريقا تيونيس، الجزاير، مراکش او د ګڼو نورو سيمو فاتح دی.

له تيونس څخه ۱۶۰ کيلوميټره لرې قيروان ښار بنسټ عقبه بن نافع رحمه الله ايښټ دی.
۲۰۱۳ز کال کې، چې د پوځ سر لښکر، د مصر په ټاکل شوي ولسمشر کودتا وکړه او د پوځي کودتا په مټ يې د مصر چارې په لاس کې واخيستې، د اخوان المسلمين اوله، دوهمه او درېيمه درجه مشران اوزرګونو پلويان يې يا بنديان کړل او يا يې هم ووژل او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د عربي چارو کارپوهان وايي، چې مصر کې پر منتخب ولسمشر دکتور مرسي له پوځي کودتا وروسته پر غزه د اسراييلي ښکېلاک د بريد پر مهال د عبدالفتاح السيسي په مشرۍ کودتايي رژيم د غزې يوازينی «الرفح» سرحد هم تړلی و او په پټه يې د اسراييلو ملاتړ هم کاو.

سربېره پر دې مصري پوځ د مصر سرحد ته څېرمه د غزې بې دفاع ولس ګڼ کلي ويجاړ کړل.

د مصر اسراييل پلوي پوځ غزې ته غځېدلي هغه تونلونه هم ونړول، چې د غزې خلکو ترې درمل، خواړه او د سون مواد لېږدول.

د اسراييلو او مصر د ګډو ظلمونو له امله د غزې دوه ميليونه بې دفاع ولسي وګړي د ژوند له لومړنيو اسانتياوو بې برخې شوي دي.

د پېښو څارونکي وايي، چې مصري پوځ او اوسنی حکومت هر اسلام ضد عمل د اسراييلو په غوښتنه تر سره کوي او اوس يې، د اسراييلو په غوښتنه د سترو اسلامي فاتحينو نومونه له درسي نصابه هم وويستل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x