کانګریس ته د غني «تاریخي» وینا!

ذاکر جلالي
دا وینا ما هم ولیده؛ خو په لږ ځنډ، څو ورځې وروسته، داسې مهال چې ښې تبصرې پرې وشوې، چا “تاریخي” بلله، چا “کم‌سارې”، چا یې د “تفکر” ثبوت باله و چا څه و چا څه…د هر چا خپل نظر دی، خپله یې رایه ده، خو ماته نه تاریخي ښکاره شوه، نه دقیقه او نه هم دیپلوماتیکه!

دیپلوماسي او مشترکې ګټې خو د غني شعارونو وخوړل. اصلاً زموږ ګټې مشترکې نه دي، غني شخصاً امریکايي ملاتړ ته اړ دی؛ ځکه نو د متضادو ګټو د موازې ښوولو خامه هڅه یې کوله.

د ولسمشر غني د وینا طرز داسې و ته وا د عامو امریکایانو کومې ډلې ته وینا کوي او د دوی د حکومت هره کړنه ورته ستايي، د دوی د پوځیانو هر وحشت او بربریت ته د سړیتوب جامه وراغوندې چې دا خلک پر دې باور قانع کړي چې دا د دوی د چارواکو سیاستونه دي چې نن موږ سا کاږو، کنه خدایزده که ژوندي هم وو!

غني کانګریس ته وینا کوله، هغوی ته چې د افغانستان په تړاو د امریکا د سیاستونو په ترسیم کې پاموړ رول لري. څه ساده کوڅه‌ډب امریکایان نه وو چې ستا پر شعارونو وغولېږي. هلته مککین ناست و، هلته لنزي ګراهام ناست و، هغه چې ستا د هېواد د تجزیې طرحې سازوي، هغه چې د خپل هېواد او خپلو ملي ګټو لپاره هر کار کوي…

غني یوازې روانه انګلیسي وویله!

ناځوانه نیوکه!

غني د وینا په یوې برخې کې، هر څه د امریکایانو لمن ته وروغورځول، زموږ هر دار و ندار یې د امریکایانو د حضور له برکته وګڼل. که نن د ولسمشر کرزي تر یوه حده قدر دی، ښايي عمده لامل یې د امنیتي تړون رد وي؛ خو غني د کرزي پر دې رد هم د امریکایانو د “ښې” لپاره نیوکه وکړه!

لږ تر لږه سړی د حریف په وړاندې د خپل ورور سپکه نه وايي!

غني ویل، زموږ پخواني حکومت د امنیتي تړون له لاسلیکه نټه وکړه، چې دې رد زموږ و تاسو له لاسه ډېر چانسونه ضایع کړل، که څه هم تاسو کولای شوای چې افغانستان پرېږدئ، موږ یوازې پرېږدئ، خو تاسې دا ونه کړل!

کرزي له امریکایانو سره ښايي تر ده ډېر کار کړی وي. کرزي ښايي تر تاسو ټولو امریکایان او امریکايي سیاستونه ښه درک کړي وي.

غني د امریکا په ستاینو او قدردانیو کې دومره مخکې ولاړ، چې د افغانستان هر قشر یې د دوی د رحم و کرم پوروړي وبلل. “زه مو پوروړی یم، د “ملي یووالي” حکومت مو پوروړی دی، افغانان مو پوروړي دي، افغانې مېرمنې مو پورړوې دي، ماشومان مو پوروړي دي…”

لومړنیو دوو کې یې رښتیا وویل، دی او د دوی د “ملي یووالي” حکومت خو رښتیا هم پوروړي دي، حکومت خو جان کېري ورجوړ کړ، خو نور یې ولې پوروړي شي؟! افغان سړي، ښځې، ماشومان او په ټوله کې افغان انسان کم امریکايي وحشت وځاپه، ویې تاړه او بندي يې کړ چې پوروړي يې شي!

یوه سمه خبره، خو غلطه لار

غني یوه خبره له ټاکنو رانیولې تر اوسه سمه کوي، تخصصي يې کوي، خو غلط روان دی. غني د “اسیا پېړۍ” تصور بیانوي، داسې چې یوویشتمه پېړۍ ځینې پوهان د اسیا د پرمختګ او اقتصادي او سیاسي ودې پير ګڼي او په دې ستر او هراړخیز بدلون کې د افغانستان رول ډېر کلیدي ګڼل کېږي؛ ځکه یوازې افغانستان کولای شي چې اسیاوال له یو بل سره وتړي، چین له عربانو او اروپایانو سره ونښلوي او دلته معجزه‌آسا پرمختګونه رامنځ ته شي. مګر، ایا امریکایان چمتو دي چې دا پرمختګ ترسره شي؟ ایا امریکایان غواړي چې دا سیمه وغوړېږي، له زېرمو، موقعیتونو او فرصتونو یې استفاده وشي او د دې سیمې خلک د نړیوال بانک او وجهي صندوق له قرضو او پورونو پرته، په خپل کمال پر خپلو پښو ودرېږي او خپلو کې سره تجارتونه وکړي؟

امریکایان خپلې وروستۍ هڅې کوي چې د دې فکر مخه ونیسي. غني، لکه خپل اورېدونکي چې نه پېژني، د دې پرمختګ او ودې تصور امریکایي کانګریس‌مینانو ته بیانوي. ته وا هغوی زموږ د ودې او پرمختګ سخت ارمانجن دي او زموږ په دې فرصتونو راته خوشالېږي!

غني، دا پخه خبره په غلط ځای کې وکړه. خپله هم د یوه ښه هدف په عنوانولو سره په غلطو لارو درومي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د