fbpx

بهر ميشتې افغانان!

ځيني افغانان وروڼه چې د لوړو زده کړو، لنډ مهاله کورسونو او يا نورو اړينو موخو لپاره بهرنيو هيوادونو ته ولاړ شي، طبعي ده چې د نا اشنا چاپيريال، کلتور، ارزښتونو سره مخامخ کيږي. مهمه داده، چې څنګه په دغه ډول پردي چاپيريال کې خپلو اسلامي او افغاني ارزښتونو ته ژمن واوسو او له پردي کلتور او اغېز څخه ځانونه او ملګري ليري وساتو.

ډيری ځوانان داسې احساس کوي، چې ګواګې له هيواد څخه په ليري کيدو سره، له خپلو ارزښتونو هم ليری شوی دی.

ډيرو هغو خبرو او ټکو ته هيڅ پام نه کوي، چې زموږ په اسلامي او افغاني ټولنه کې ناروا او محکوم ګڼل کيږي. د بېلګې په ډول؛ په هغو ميلمستياو (پارټيو) کې ګډون کول، چې هلته حرام او ناروا خوراک، څښاک او حرکتونه، په دې موخه برابر شوي وي، چې دوی يې د ذهني ستړيا ليري کول ګڼي. کيدای شي ځيني دا دليل وړاندې کړي، چې موږ دغه يو هم نه خورو، نه څښوو او نه ترسره کوو. خو آيا په داسې  ډول ميله کې ګډون کول، چې پيغلې نيمه يا ډيری لوڅې وي، د شرابو په څښلو سره نشه او بې هوښه وي، د موسيقي په مينه کې مستې او په ګډا وي، د يوه مسلمان لپاره روا دی؟ سالم وجدان تاته په دې ډول ميله کې د ګډون اجازه درکوي؟

خوند واخله (Enjoy it)

ځينې افغانان خو بالکل داسې فکر کوي، چې اسلام او افغانيت يواځې په افغانستان پورې محدود دی او د افغانستان څخه په راوتو سره بايد هرڅه هير کړل. (دغه دوه کاله دي، Enjoy it! [خوند ترې واخله]) دا د يو افغان د خولې خبره ده. د دې پرځای چې موږ پر دوی باندې خپل اسلامي او افغاني ارزښتونه ومنو ولې دومره زر د دوی رديدوونکو ارزښتونه ته ځانونه تسليم کړو؟

دوه کلنه موخه!

ډيری افغانان خارج ته د ليسانس، ماسټري او دوکتورې رتبو ترلاسه کولو په موخه ځي، چې موده يې له دوو کالونو نيولي تر درو کالونو پوري وي. په دې دوره کې دوی طبعاً دوه/درې کلنه موخه لري، يانې د يادې رتبې په برياليتوب سره ترلاسه کول. خو که موږ يو څه له دې هاخوا فکر وکړو، زموږ د ټول ژوند موخه د الله تعالی رضا، د اسلامي ثقافت پلي کول دي. نو آيا موږ بايد په دې دوه کلنې موخې سره د ټول ژوند موخه هيره کړو؟ او دغه ټول دوه کاله يواځې مطالعې او اړونده کارونو ته وقف کړو؟ داسې چې له دې دوه کلنې موخې زما تقوا، عبادتونه او نور ټول اسلامي ارزښتونه قربان شي؟

د ميلې لپاره وخت خو د لمانځه لپاره…!؟

د ټولو مصروفيتونو سره سره، بيا هم د هغې ميلې لپاره وخت پيدا کيږي، چې وړاندې يې يادونه وشوه، خو د عبادت؛ لمانځه او تلاوت لپاره! دا ځکه چې موږ هرڅه په افغانستان کې پريښولي دي! ايا دا ناشوني ده، چې په ټولګي کې د درس پرمهال له پنځو دقيقو لپاره دباندې ووځو او لمونځ وکړو؟ نه، هيڅ کله هم نه، خو که ته يې رښتيني اراده وکړې او خپلو اسلامي ارزښتونو ته ژمن وې.

مسلمان يم دا نه خورم!Not Halal

دا ډيره ښه خبره ده، چې ته له حرامو خوراکونو څخه ځان ساتې او بايد ويې هم ساتې، خو له هغې بيا دا ډيره بده خبره ده، چې ته خپل ځان د مسلمان ثابتولو لپاره صرف دغه يو سمبول لرې، چې دا ډوډۍ حلاله نه ده. ته ډير لوړ ارزښتونه لرې، بايد ويې پيژنې او ژمن ورته واوسې. دا ستا اسلامي دنده او وجيبه ده، چې ټول پردي ارزښتونه چيلينج کړې او د اسلام رښتيني بڼه دوی ته په عمل کې وړاندې کړې.

نو اې وروه !

د حلال او حرام ترمنځ ته له هرچا ښه توپير کولای شې، ځکه د ليسانس، ماسټري او دکتورې رتبې ته رسيدلی يې. ستا سالم وجدان په دې اړه ښه پريکړه کولای شي. له دغه ډول پارټيو څخه په کلکه ځان وساته. دا موقتي او پيښمانيدونکي کارونه دي. د ټول ژوند موخه په دې دوو کالونو کې مه زيانمنوه او کوښښ وکړه، چې تر بل هر وخت اوس خپلو اسلامي ارزښتونو ته ژمن واوسې، ځکه ته اوس په لوی امتحان کې يې او ستا وفاداري او ژمنتيا تر لوی ازماښت لاندې ده. د لوی متعال خدای شکر ادا کړه، چې ته يې دغه مقام ته راورسولې او دغه شکر په عمل کې ورته وښايه. لمونځ د کفر او اسلام ترمنځ بيلوونکي نښه او سمبول دی. په هر وخت، هر حالت کې دغه سمبول له لاسه مه ورکوه.

کوښښ وکړه چې ډير وخت په اودسه سره وګرځيږي، دغه کار لمونځ درته اسانه کوي. د ځان دپاره داسې مهال ويش درته وټاکه چې ټول اسلامي او دنياوي کارونه دې په وخت په کې ترسره شي. د شپې تر ناوخته مه پاتې کيده، چې دغه کار دې د راتلونکي ورځې ټول کارونه در ګډوډوي. د ټول ژوند موخې ته ژمن او وفاداره پاتي شه!

ليكوال: ح.ب

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د