
جنرال ظاهر: یو شمېر کړۍ د فرخندې د قتل ځينې تورن له قانونه ژغوري
نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې رییس جنرال ظاهر ظاهر وايي چې یو شمېر کړۍ هڅه کوي چې د فرخندې په قتل کې ښکېل ځينې کسان د قانونو له منګولو وژغوري.
نوموړي ځانکړې کړۍ یاده نه کړه خو ویې ویل چې د ځينو تورنو د خلاصون هڅې روانې دي.
جنرال ظاهر وايي چې دوی د فرخندې د قتل په تور ۴۴ تنه نیولي دي، چې د دویمې حوزې د امنیت امر په ګډون پکې ۱۷ پولیس هم شامل دي.
فرخنده چې د نږدې لس ورځې وړاندې د کابل ښار په شاه دوشمشیره زیارت کې د قران سوځونې په تور ووژل شوه، وروسته ځينو سرچینو بې ګناه ثابته کړه او د فرخندې د قاتلینو د نیولو لپاره يې لاریونونه وکړل.
جنرال ظاهر وايي چې دوی د ۴۴ تورنو کسانو دوسیې بشپړې کړې دي او لويې څارنوالي ته يې لېږلې دي چې په خبره يې پروسه به يې شفافه وي.
د نوموړي په خبره په دې پېښه کې ۱۰ تنه نور تورن کسان له سیمې تښتېدلي او پولیس يې د نیولو په هڅه کې دي.
نن د دې قضيې د څېړلو په موخه د جوړ شوي کمیسیون یو غړي خپلواک ساپی هم رسنیو ته وویل چې دوی د تورنو کسانو دوسيې تېره پنجشنبه لويې څارنوالي ته سپارلې او هغوی پرې نن رسمي کار پیل کړی دی.
جنرال ظاهر په داسې حال کې د ځینو کړیو له لوري د مداخلې خبر ورکوي، چې د فرخندې پر ملاتړ ګڼو ټولنو له دولته په کلکه غوښتي چې له ټولو تورنو کسانو سره قانوني چلند وکړي.