افغانستان

غزني:‌ د ښار منځ کې د لومړۍ حوزې مدير ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۴ل): د غزني د لومړۍ حوزې مدیر نن له غرمې وروسته د ښار په منځ کې ووژل شو.

د لومړۍ امنیتي حوزې مدیر نن ماسپښين شاوخوا یوه بجه د غزني ښار په کلاه سبز کې پر ډزو ووژل شو.

طالبانو د برید مسوولیت منلی او ویلي يې دي چې سید عارف د دوی په غلچکي برید کې وژل شوی، دوی رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړی د دوی له لوري نن ماسپښين په کلاه سبز کې ووژل شو.

د غزني سیمه ییزو چارواکو تر اوسه رسنیو ته رسماً څه نه دي ويلي، خو دا په غزني ښار کې له څه ځنډ وروسته یو بل داسې برید ګڼل کېږي، چې پکې دولتي چارواکي د ښار منځ کې په رڼا ورځ له منځه وړل کېږي.

تر دې وړاندې د همدې حوزې مرستیال قوماندان امان الله هم د طالبانو په یوه بمي برید کې وژل شوی و.

دا په داسې حال کې دی چې د غزني په اندړو او ده یک ولسواليو کې د طالبانو پر ضد پیل شوي عملیات نن پای ته ورسېدل، چې دولت يې له لاسته راوړنو ډک بولي، خو طالبانو د خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي چې دولتي عسکر په «تېښته بریالي شول.»

طالبانو ویلي چې نن يې هم د د شلګر په خارخشته سیمه کې د اردو ټانګ پر بم الوزولی اوپکې سپاره عسکر له منځه وړي.

یاده دې وي د دې عملیاتو په اړه ولسي وګړو څو ځلې شکایتونه وکړل، چې په خبره يې دولتي عسکر د خلکو کورونه په نښه کوي او ولسي وګړي د طالبانو د همکارۍ په نوم ځوروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x