کرزی:‌ په افغانستان کې د داعش شتون، یوازې رسنیز تبلیغات دي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې داعش وجود نه لري او زیاته يې کړه چې د داعش په اړه اوازې او نارې یوازي د میډیا نارې او تبلیغات دي، چې هیڅ ثبوت نه لري او نه تر اوسه په فزیکي توګه د داعش ثبوت چا وړاندی کړی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه خبري د امریکا د سي ان بي سي (CNBC) تلویزون سره په مرکه کې کړې او زیاته کړې يې ده چې داعش په افغانستان کې ملاتړ نه لري، ځکه یې نو په افغانستان کې د ودې او پرمختګ امکانات هم کم دي.

حامد کرزي دغه خبري په داسي وخت کې کوي چې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو (اشرف غني او عبد الله) تر څنګ د افغانستان میډیا د هرې وړې او لویې پيښي تر شا د داعش لاس بولي او دواړو مشرانو له امریکا پر ډېر ټینګار غوښتي چې د داعش د مخنیوي لپاره دي په افغانستان کې خپل پوځي ځواکونه په زیات شمېر پریږدي تر څو په هیواد کې د سخت دریځو په خلاف جګړو ته ادامه ورکړي.

حامد کرزي چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاته کیدو سره مخالف دی، ویلي چې د افغانستان جګړه یوازي په خبرو او مذاکراتو حل کېدای شي، جګړه د حل لاره نه ده او نه هم مونږ په تېرو ۱۳ کلونو کې توانیدلي یو چې پر جګړه باندې امن او سوله تامین کړو.

د هېواد پخواني ولسمشر همدا راز وویل چې کېدای شي د طالبانو سپين بیرغونه یو وخت په تور بیرغونو واوړي خو دا کار به ولسي ملاتړ ته اړتیا ولري، د کوم څرک چې د اوس لپاره نه لیدل کیږي.

نوموړي وویل چې په افغانستان کې د عراق او سوریې په څیر د داعش وجود تر هغو ناممکن دی، تر څو چې د هغوی تر شا د مرستندویه په توګه یو منظمه اداره موجوده نه وي، بې له هغه به هیڅ کله داعش ونه توانیږي چې په افغانستان کې پښي ټینګې کړي.

کرزي د یمن اوسنۍ جګړې ته په اشاره وویل چې ستونزې یوازې په خبرو او مذاکراتو حل کېدای شي، مونږ په افغانستان کې مثال لرو، هغه جګړه چې غربیان یې د تروریزم په خلاف جګړه بولي، تر اوسه نه ده توانېدلی چې سوله او امن راولي، همدا سي به په یمن کې کیږي.

حامد کرزي وویل چې د تروریزم په خلاف جګړه په جګړو نه بلکي د پالیسیو او سیاست په بدلون سره ګټل کیږي.

په عراق او سوریا کې د اسلامي دولت را پورته کیدلو تر شا ډیر عوامل و د امریکا له خوا د عراق اشغال، هلته یو ناقص حکومت جوړول او د هغه رژیم نړېدل، د واکمن رژیم له خوا مذهبي جګړو ته وده ورکول او نور عوامل شامل دي. «زه په ډیر شدت سره ټینګار کوم چې امریکا او د هغه غربي ملاتړي باید د تروریزم سره د جګړې لپاره خپله پالیسي بدله کړي.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل چې دی د امریکا د ولسمشر باراک اوباما له وروستۍ پریکړي سره موافق نه دی چې له افغانستان څخه يې د خپلو عسکرو د ایستلو په پلان کې سستوالی را وستی.

د ګډ حکومت د مشر اشرف غني او اوباما تر منځ له ملاقات وروسته د سپیني ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې وویل شول چې د اشرف غني په غوښتنه د امریکا ولسمشر اوباما د عسکرو د ایستلو په پخواني پلان کې بدلون راوستی او فیصله یې کړې چې د روان کال تر پایه به ۹۸۰۰ عسکر په افغانستان کې پاته کیږي او کیدای شي دغه حضور په راتلونکي کال ۲۰۱۶ کې هم دوام وکړي.

د اوباما مخکنۍ پلان وو چې په ۲۰۱۵ کې به د خپل عسکرو شمېر ۵۵۰۰ ته را ټیټوي.

حامد کرزي وویل چې امریکا تیر ۱۳ کاله په افغانستان کې د طالبانو په خلاف وجنګېده او نن ۱۳ کاله وروسته بیا هم هغه جګړه په افغانستان کې په هغه توګه روانه ده، د تروریزم په خلاف د امریکا جګړه په افغانستان او پاکستان کې ناکامه شوې.

حامد کرزي پوښتنه وکړه: کله چې په افغانستان او پاکستان کې یو سل او پنځوس زره امریکايي عسکر ونه توانیدل چې [تروریزم] ته شکست ورکړي، نو اوس به لس زره عسکر څرنګه وتوانیږي؟

او خپله یې په جواب کې وویل: د عسکرو وجود به بیا هم هیڅ تغییر رانه ولي، بدلون به هلته راځي کله چې په پالیسیو او سیاستونو کې تغییر راسي.

له امریکا سره اړیکي:

نوموړي وویل چې زه له امریکا سره د خرابو اړیکو غوښتونکی نه یم، خو زه د امریکا د جګړې له طریقې سره مخالف یم.

« مونږ د امریکا سره ډیر ژور، ټینګ او ستراتیژیک علاقات لرو، خو زه ګمان کوم چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو پاته کېدل هیڅ کله د افغانستان سره کومک نه شي کولای او نه هم په افغانستان کې د سخت دریځو په خلاف د جګړې لپاره هغه تګلاره سمه ده چې په تیرو وختونو کې کارول شوې.»

عصبي ناروغي:

کرزي د امریکا د استخباراتو او چارواکو هغه ادعاوي رد کړي چې ګواکې دی عصبي ناروغي لري او د عصبي ناروغی لپاره تر تداوي لاندې دی.

نوموړي وویل: «دوی په غلطه دي او دا یو ښه مثال دی چې څرنګه دوی زما په خلاف د پروپاګند په کار اچولو سره غواړي ما له ساحې وباسي، او ما بدنام کړي.»

مګر زیاته یې کړه چې «زما په خلاف د دوی پروپاګند عکسي تاثیر کړی، څومره چې دوی زما په خلاف منفي پروپاګند کوي، هغومره زه د ولس په منځ کې ځای نیسم.»

سیاست ته بیا راتګ:

نوموړي وویل چې ما خپل وخت تیر کړی، زه نه غواړم چې بیا د افغانستان په سیاست کې ولوبیږم، که زه راځم، نو دا به زما لپاره او د افغانستان لپاره یو شاتګ وي.

او زیاته یې کړه: «مونږ باید د افغانانو نوی نسل ولرو، مونږ باید نوی ولسمشر ولرو، تر څو له قانون سره سم سیاسي پروسه دوام وکړي، زما راتګ به د افغانستان د سیاست لپاره شاتګ وي، او دا به د افغانستان لپاره ښه زیری نه وي.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د