نړۍ

سوريه:جهادي ډلو ادلب ښار نيولی

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۸مه ۱۳۹۴ل): سوريه کې د بشارالاسد وسله والو مخالفينو القاعده پورې تړلې، جبهة النصرة، احرار الشام او ګڼو نورو جهادي ډلو د بشارالاسد مهم ستراتيژيک مرکز ادلب ښار په بشپړه توګه نيولی دی.

د الجزيرې تلويزون خبريال د ادلب له مرکزي بازاره په خپل راپور کې وويل، چې ادلب ښار په بشپړه توګه د د جهادي ډلو په لاس کې دی او د اسد ځواکونو پر امنيتي مرکزونو بريدونه او جګړې روانې دي.

مسار خبري اژانس وايي، چې وسله والو مخالفينو د ادلب او مسطومة ښار مرکزي يو ځای کوونکې لارې هم نيولي دي.
جهادي ډلو نن په يو ويډيويي پيغام ويلي و، چې وسله والو يې د ادلب ښار مرکزي سيمې يې نيولي، د اسد وسله والو او شيعه ملېشو څوارلس امنيتي پوستې يې فتحه کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو څلورو کالو ادلب ښار د اسد ملېشو په لاس کې و او مخالفينو يې څو څو ځله پر دغه ښار بريدونه کړي او له تېرو څلوورو ورځو راهيسې پر ادلب ښار د مخالفينو او اسد ملېشو تر منځ سختې خونړۍ نښتې روانې وې، چې بالاخره نن په څلورمه ورځ دغه ښار د مخالفينو لاس ته ولوېده.

د سوريې رسمي تلويزون وويل، چې وسله والو مخالفينو د ادلب ښار له ختيځ، سويل او شمال څخه د اسد پر ځواکونو بريدونه پيل کړل او له درې ورځې پرله پسې مقاومت وروسته يې دغه ښار ونيو.

المدينه نيوز وايي، چې د اسد مخالفينو له لوري د ادلب ښار له نيولو وروسته د دغه ښار خلکو خوښۍ وکړې، د اسد د ځواکونو ځپل او د مخالفينو بريا يې ولمانځله.

ادلب ښار سل زره اوسېدونکي لري او د پلازمېنې دمشق او حلب ښار تر منځ مهمه ستراتيژيکه سيمه بلل کيږي او همدا رنګه ادلب د بشارالاسد پلرني ټاټوبي او مرکز اللاذقية ته هم نږدې سيمه ده.

کارپوهانو په اند دا په تېرو څلورو کالو کې د جهادې ډلو تر ټولو قوي پرمختګ دی او کېدای شي راتلونکي لنډ وخت کې د اسد ټغر ور ټول کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Himmat

الله دی د ایران تباه او برباد کړی

عزیز

ایران داسلام په مقابل کی دوهم اسراِِِییل دی الله یی دی تباه او بربادکری

یتیم زابلی

سرحدی د استخباراتو فعال رکن ده د امریکایانو په وخت کی ترجمان و پلار یی مشهور قومندان شاخان چی د اس الله خالد نیزدی کس و زیات ظلمونه یی کری خپل ورور یی چیی له طالبانو سره ملگری و په شهادت ورساویشه ده چی د خپلو با ارانو لخوا وهل شوی د زرسوی نده

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x