fbpx

دتفکر تصفیه یا د اندود پاکول

tafkeerپه پیاز باندې یو پر بل ګڼ شمیر پوټکي وي که دا پوټکي لرې کول پیل کړو په آخر کې به د پیاز وروستی برخي ته ورسیږو چې هغه دپیاز مغز بلل کیږې انسان هم داسي وبولئ ، انسان چې کله پیدا شي نوپه اصلي فطرت پیدا کیږې له دي وروسته دچاپیریال په اغیز دده ذهن په باندنيو افکار وکې راګیر شي تردي پورې چې فطري شخصیت یې دچاپیریال نه په راغلیو افکاروکې پټ شي په دي وخت کې دانسان اندود او تفکر له تعصب نه ډک شي

او له دي وروسته ټول عمر د دي تعصباتو ښکاروي او دهمدي تعصب په لارښوونه فکر کوې لکه چې ویل کیږې : من شبَّ علي شئ شاب عليه يعني انسان چې په کوم شي کې دځواني پړاوته ورسیږې په هماغه شي به سپینږیری کیږې .

ددي ستونزي په شتون کې انسان نشي کولی داشیاوپه اړه داسي سوچ اوفکر وړې لکه څنګه چې هغه دي ، دچاپیر له اغیز نه پاک داشیاوپه اړه داسي فکر کول لکه څنګه چې هغه دي ډیر مهم او خورا ګټور کار دی او که یوڅوک دا ځواک ولرې هغه کولی شي ډیر ژر داشیاو هغه حقایق ترلاسه کړي کوم چې په واقعه او نفس الامر کې هغه لرې , په دي اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته هم یوه دعا منسوب شوي ده اوځیني علماو دعمربن الخطاب دعابللي ده :

“اللهم أرنا الحق حقاً، وارزقنا اتباعه، وأرنا الباطل باطلاً، وارزقنا اجتنابه، ولا تجعله ملتبساً علينا فنضل، واجعلنا للمتقين إماما “

ای خدایه موږ ته حق ښکاره کړه اودپیروي توفیق یې راکړه اوباطل راته ښکار کړه او له هغه نه دځان ژغورني توفیق راکړه اوته حق اوباطل له موږ نه مه پټوه چې بیا به بیلارې شواوموږ دنیکانوسرلاري وګرځوه ! او په یوه روایت کې ددي دعاپه پآی کې دا جمله هم راغلي ده : وارنا الأشیاء کماهي یعني هرڅه چې په واقعه کې په کوم دول دي هماغه ډول یې راته وښیه !

دچاپیریال له لوري پرانساني ذهن خپاره پوټکي له فطري ذهن څخه لرې کول ستونزه غواړي او داډول اندو د کول اسانه کار ندی ددي علاج داسي شونی دی چې کله یوانسان پاخه عمر ته ورسیږې نوباید دخپل ځان پوره جائزه واخلي اوپه دقیقه توګه دخپل ذهن اوتفکر تطهیر او صفایې وکړې پرخپل ذهن دپرتو ټولو پوټکو دلرې کولو کوښښ دي وکړې ترڅو خپل فطري شخصیت ښکاره اوخپل تفکر داسي پاک کړې چې وکولی شي پرته له کوم تعصب نه داشیاوپه اړه سوچ او فکر وکولی شي دا له خپل مصنوعي شخصیت نه دحقیقي شخصیت جوړولو پروسه ده اود هرچا له پاره لازمي ده .

موږ وویل دا کار اسانه ندی ډیر سخت دی په دي کار کې به انسان د خپل ځان پرخلاف سخت ذهني کوښښ کوې په دي لاره کې به انسان خپل مانوس او محبوب فکر ذبحه کوې او پر خپل ځان به بلډوزري چلوې ځکه دا یواځنی لاره ده چې انسان کولی شي په برکت سره یې رشتیني او واقعي تفکر کولو ته ځان ورسوې .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د