
پولیسو د زابل د ازادو رسنیو د ټولنې مشر سخت ډبولی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۹مه، ۱۳۹۴ل): راپورونه وايي، چې د زابل پولیسو د دغه ولایت د خپلواکو رسنیو د ټولنې مشر او یو فعال خبریال احمد ولي سرحدي سخت وهلی ډبولی دی.
ښاغلي سرحدي په خپله فیسبوک پاڼه د ځان څو داسې انځورونه خپاره کړي، چې د پولیسو د وهلو ټکولو نښې -نښانې له ورایه پکې جوتې دي.
د زابل د امنیه قومندانۍ پولیسو ښاغلی سرحدي وروسته له هغې تر وهلو ډبولو لاندې نیولی،چې تېره ورځ یې د زابل ښار د یوه هټۍ وال (دکاندار) په اړه،چې ویل يې، نوموړی هم د پولیسو له لورې لومړی نیول شوی او بیا وروسته زښت زیات شکنجه شوی او ډبول شوی دی، راپور او د هغه عکسونه خپاره کړي.

ویل کېږي،پولیسو د دغه ځايي خبریال پښتۍ، پښه او غاښونه هم ور مات کړي او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د زابل امنیتي چارواکو د پولیسو د ناوړه چلند د دغو دواړو پېښو په تړاو تر دم ګړیه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې د شهباز کوچي په نوم د کلات ښار یو اوسېدونکی، چې تاسو یې دلته پر وجود باندې د پولیسو د سختو شکنجو نښې نښانې ګورئ، نن د زابل ولایتي شورا ته هم ورغلی و او له ده سره د شوي ظلم او زیاتي په اړه یې ورته شکایت رسولی.
دا پېښه د نوي لمریز کال د را د بره کېدو سره له ژورنالستانو سره د تاوتریخوالي لومړۍ پېښه ده، چې پيل یې د حکومتي چارواکو او پولیسو له لورې کېږي.