د تیر ویستلو “اینجینري”

د انساني طبیعیت په اړه لومړنۍ څیړنه پروفیسر زیګمونډ فرایډ وکړه، دی موږ ته د مغزونو  نا څرګندې برخې راپیژني چې  د”لاشعور” unconscious mind  په نامه یادیږي،  په بله وینا، څه ډول،  د غوصې او د جنسي اشتیاقsexual pleasure   نه کنټرولیدونکی ځواک دانسان دمغزو په منځ کې پټ دی.

” د ده تیوري ټینګار کوي چې انسان یو لاشعور unconsciousness لري چې په هغې کې جنسي غوښتنې اود  ویجاړولو ارمانونه

د یو بل د نیواک لپاره  په پرله پسې ډول په جګړه او دفاعي حالت کې دي. له  لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته فرایډ دغه تیوري دهنر، ادبیاتو او بشر پوهنې anthropology په برخه کې وکاروله”.1  

دی  پر 1873 کال په ویانا کې وزیږیده،  د ویانا په پوهنتون کې يې د پروفیسر په توګه کار وکړ . په کال 1923 کې يې د انسان طبیعت human nature په درې برخو وویشه چې ده ورته د  ”ای ډي”، ”ایګو”، او ”سوپر ایګو”  نومونه ورکړل چې لږ ترلږه یوه عقلي برخه يې انسان د جنجالي حرکاتو ترسره کولو ته هڅوي:

1.  “ای ډي”  د عقلي انرژۍ لومړنۍ سرچینه او په ټولیز ډول د لاشعور ټولګه ده، په بله وینا نا خبره عقلي برخه چې د خوند اخیستلو سرچینه ده، لکه د جنسي روږدیدنې او فزیکي تیری په څیر اعمالو څخه خوند اخیستل.

2.  ”ایګو”  د انساني طبیعت او چاپیریال ترمنځ د دریمګړي په توګه د پریکړو هغه سرچینه ده چې د انسان پر پاتې وجود حکومت کوي، د انسان شخصیت کنټرولوي،  منظموي، او دا برخه د حقایقو او نورمالو کړنو سرچینه ده.

3.   ”سپر ایګو”  قضايي برخه ده، ددې لپاره چې د دومې برخې ”ایګو” فعالیتونه سمبال او  ترلاسه کړل شي د حقایقو تر ادارې لاندې هڅې بریالۍ کوي.  داد اخلاقو یا تلن لارې سرچینه ده.

د ایډوارډ برنایز ” د رضایت اینجینري”

ټولنیزو ساینسپوهانو لکه ایډوارډ برنایز چې د پروفیسر فرایډ  امریکايی خوریه کیده، دخپل ماما د ارواپوهنې تیوري يې  پرمخ بوتله او ان د امریکا د حکومت د جګړیزو، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کولتوري  تګلارو د جوړولو پر سرچینې يې  بدله کړه.   په 1914 کال کې هغه مهال چې ايډوارډ  د ولسي مالوماتو د همغږۍ په دولتي کمیسون کې د فعال غړي په توګه دنده ترلاسه کړه،  د ولسمشر ویلسن د جګړیز کمپاین مخکښ جارچي propagator وټاکل شو. ده وپتیله چې سیاسي او پوځي حالات باید د خلکو له ناخبره احساساتو  او ارمانونو سره وتړل شي، لکه ویره اچول، د حقارت احساس  اومرګ ژوبله چې د حکومت د بهرنۍ تګلارې پخلاف د خلکو د ممکنه پاڅون مخه ډب شي او ددغسې تګلارې ملاتړ ډیر شي.

د بیلګې په توګه باید خلکو ته وویل شي چې ستاسې هیواد او چاپیریال له خطر سره مخامخ دی، پلانکی هیواد یا پلانکۍ ډله غواړی چې بریدونه وکړي، په دې توګه خلک پارول کیږي. دولسي مالوماتو د همغږۍ کمیسون د امریکا موخې په رسنیو کې په پرله پسې ډول خپرې کړې، په دغه وخت کې”ولسمشر ویلسن  اعلان وکړ چې د جرمني او هنګري پخلاف جګړه کوي، او هدف يې په اروپا کې د زړو  امپراتوریو  ژوندي کول نه،  بلکې د سولې راوستل او د اروپايي هیوادونو دفاع ده”.2   

ایډوارډ د امریکا له ولسمشر سره پاریس ته لاړ او هلته يې  په هغو  ټولو غونډو کې ګډون وکړ چې ولسمشر ویلسن پکې ویناوې وکړې. ده د نړۍ د خوندي کولو او ډیموکراسۍ د ټینګولو شعار په رسنیو کې عام کړ چې د لومړۍ نړیوالې جګړې لامل وګرځيده. داسې پروپاګنډ وشو چې د پاریس په سلګونو زره اوسیدونکي د امریکايي ولسمشر هرکلي ته په داسې حال کې راووتل چې د امریکا جنډې يې رپولې .

” په رسنیو کې د ایډوارډ او د هغه د همکارانو له خوا د متحدو ایالاتو د نوي جګړیز نیت په اړه پراخ  پروپاکنډ وشو او د امریکا ولسمشر يې دازادۍ نښه وباله چې یو رښتینی مشر معرفي شي، د ایډوارډبرنایز دلیل دا وو چې  ده ژمنه کړې  چې نوې نړۍ به جوړوي چې د ټولنې غړو ته  ازادي ورکړي.”3

د پاریس په زړه کې خلک د ویلسن په خواو شا کې راغونډ شول او هڅه يې کوله چې هغه ته له نژدې څخه درناوی وړاندې کړي. دلته ایډوارډ  ولیدل چې د “لاشعور” تیوري ډیره بریالۍ ده.  کله چې  دی امریکا ته ستون شو نو په دې فکر  کې ولوید : ” که تاسو پروپاګنډه د جګړې لپاره کارولی شئ، نو د سولې لپاره يې هم تولیدولی شئ.”4

ایډوارډ د امریکا لپاره د سیاسي پروپاګنډ لارې چارې ولیکلې چې د ګوټیمالا د انتخابي ولسمشر جیکابو ګوزمن د حکومت د نسکوریدو لامل وګرځيدې. په 1954  کال کې د سي ای اې په ملاتړد ډګرمن کارلوس کاسټيلو په مشرۍ کودتا وشوه او په دغه هیواد کې يې یو پوځي حکومت رامنځته کړ،  لیرې کړل شوی ولسمشر د میکسکو هیواد ته وتښتیده.  

دا د نولسمې پیړۍ هغه وخت وو چې امریکا پر لوی صنعتي هیواد بدله شوې وه  او پر ښارونو دعامو خلکو سیلاونه ورمات وو چې کارونه پیدا کړي.  ددې لپاره چې په ټولنه کې لویو سوداګرو او دولتي ادارو ته د پانګې د جوړولو لارې په لاس ورشي، ايډوارډ کیناست او د فرایډ  د اروا پوهنې  د تیورۍ پر پیژاند Introduction يې کار وکړ. اوس نو نوره له ده سره د انسان په وجود کې د “لاشعور” د ځواک یو انځور وو، او دده پام يې ځانته اړولی وو.  دغه هڅونکی، خوځونکی ځواک باید د دولتي کنټرول او د تولیداتو د خرڅلاو لپاره کارول شوی وی.

په دې توګه  دولتي  اشخاصو  د فرايډ تیورۍ ته پام واوښت چې د یوې الې  په توګه يې د ډیموکراسۍ په اوږدو کې د خلکو د لاریونونو او ټولنیزې غوصې د کنټرول لپاره  وکاروي.  دغې تیورۍ د امریکا پانګوالو او پالیسي جوړونکو  ته وښوده چې  څه ډول خلک  چمتو کړي چې په پوره شوق  سره هغه څه وغواړي چې دوی يې نه غواړي،  په بله وینا د سرمایه لرونکو تولیدات د خلکو له ناخبره یا “لاشعوره” غوښتنو یا ارمانونو سره وتړل شي.

د “ځان” self خرڅلاوو

ایډوارډ  یوه نوې سیاسي مفکوره رامنځته کړه چې  خلک پرې  کنټرول کړي، ده  د فرایډ  تیوري تحلیل کړه او هغو اشخاصو ته چې دولتي او اقتصادي کنټرول يې درلوده،  داسې نقشه  په لاس ورکړه چې څه ډول د ټولنې د غړو” لا شعور” تل فعال وساتل شي چې  ټولنه په دوه برخو وویشي، یوه برخه يې وار له مخه په جنسي روږدیدنې  او مستویو بوخته ده، بله چې تل شر جوړونکې بلل کیږي،  د ساعت تیرۍ او د اقتصادي تولیداتو د پیر او پلور په چارو کې سرګردانه وساتل شي.

د ایډوارډ کتاب ” د رضایت اینجنري” په خلکو کې یو حرکت راووست او دېته يې مجبور کړل چې د څو تنو قدرت لرونکو اشخاصو د ګټو لپاره ځانونه وپلوري،  یانې  دغه  وخت  نورو ته  د” ځان ”  د پلورلو consume  د پيل  په مانا وو. هغه څه چې نن يې د هر انسان نړۍ ترنیواک لاندې راوستې ده او هر څوک په یو نه یو ډول ددغسې ناڅرګند ښکیلاک په وړاندې په مقابله بوخت دی.

د بیلګې په توګه یو څوک په یوه اداره یا دفتر کې ارومرو د یو بل شخص تر لاس لاندې کار کوي، دغه دفتر ځانګړې کړنلاره او اصول لري چې د دندې پرمهال یا له دندې بهر باید په پام کې ونیول شي. دا اصول  د ځانګړو مالوماتو او ټرمینالوژۍ  پربنسټ په لوی لاس تولیدیږي. ددې تولید موخه داده چې ددفتر د کارکونکو کړه وړه کنټرول شي او هغه څه وکړي چې د دفتر  مشر يې خوښوي، یانې لاس لاندې کسان خپله ازادي له لاسه ورکړي. دلته بیا د دفتر مشر د ځانګړو سیاسي او ټولنیزو اړیکو له مخې هڅه کوي چې پر لاس لاندې کسانو خپله خوښه ناخوښه عملي کړي.

ددې لپاره چې د لاس لاندې کسان د خپلې ازادۍ د پښو لاندې کولو په بدل کې یو ټاکلی معاش اخلي نو په دې مجبوریږي چې ځانګړي دفتري فعالیتونه ترسره کړي.  که دغه کارکونکي زړه وکړي د دفتر د مشر خوښه ناخوښه تر پوښتنې لاتدې راولي نو د قدرت لرونکو اشخاصو کړه وړه تر پوښتنې لاندې راځي.  او دا شئ د چا نه خوښیږي، ځکه چې د یو څه د بیانولو مانا داده چې ویناوال تر ځانګړې پولې هاخوا خپلواکي غواړي چې  ”ځان”  ته د خپلې کچې امپراتوري جوړه کړي.

یا د بیلګې په توګه، که یوه ښځه له ژور خپګان سره مخامخ وي، هغه حق نلري چې خپل خپګان بیان کړي، یا  په ازاد ډول د نارینه سیال پر  وږه سر کیږدي چې د ارامۍ ساه واخلي، یا کلي ته لاړه شي او خپله ستونزه ووايي. ښځه ویریږي که  خپل احساسات ووايي  نو درنښت به له لاسه ورکړي، که داسې  یو څه تجربه کړي نو پخپل چاپيریال کې خپلې نورې چارې تر پوښتنې لاندې راولي.  داد تولید شوو قوانینو یا کړنلارو ځواک دی چې انساني لاشعور له خوزښت پاتې یا فعال وساتي، او په یو نه یو ډول له دفتري چارو او له دفتره بهر فعالیتونو سره ونښلول شي.

د ښځینه وو له خوا د سیګریټ څښکولو سیاسي اړخ

د اې اې بریل په نوم یو امریکايی اروا پوهه اډوارډ  ته سلا  ورکړه چې کولی شي د ښځو ترمنځ سیګریټ عام کړي، بریل سپارښتنه وکړه چې ” سیګریټ د نارینه د تناسلي الې سمبول دی او ښځینه به دا ډیر خوښ کړي”5.  که یو څوک “ايډوارډ ته د بریل پیغام”6  چیرته لولي مطلب يې همدا سپارښتنه ده چې په پورتنۍ جمله کې مو یاده کړه.

له دې مخکې د  ”فریډوم” په نامه د تمبکو د یوې کمپنۍ مشر له ایډوارډ  وغوښتل چې پر داسې نقشه کار وکړي چې د ښځو ترمنځ د سیګریټ څښکول عام شي.  له دې،  سم لاسي وروسته يې د سینګارتونو په مرسته  لسګونو ځوانې ښځې راغونډې کړې او په داسې حال کې يې پر یو عمومي واټ قدم  وواهه چې سیګریټ يې په لاسونو کې بلیدل.

ایډاوارډ بیا د خبریالانو د کیمرو او مایکونو په وړاندې دغو ښځو ته وویل چې سیګریټ د ازادۍ نښه او بل شوی سیګریټ د ازادۍ څراغ دی چې ګړۍ په ګړۍ ستاسې په لاسونوکې سوزیږي، په دې توګه يې داسې انګیرنه ورکړه چې د سیګریټ په څښکولو سره به ښځې ځواکمن احساس پیدا کړي او له نارینه وو سره به د سیالۍ جوګه شي. ددې غونډې او پروپاګنډ موخه دا وه چې د ښځينه پوړ ترمنځ سیګریټ دود کړي چې د ”فریډوم” د کمپنۍ د تمبکو تولیدات وپلورل شي.

د نادولتي ادارو او رسنیو ونډه

د خلکو د ذهنونو د اړولو تدابیر په ډیرو مهمو او جیګپوړو دولتي غونډو کې نیول کیږي، دکورنيو او بهرنيو چارو سلاکاران او پالیسي جوړونکي دنده لري چې دعامو خلکو زامن مجبور کړي چې ددوی د پریکړو د عملي کولو لپاره قرباني ورکړي. دا د یوې ځانګړې ژبې د کارولو په پایله کې شوني او ارواپوهنې او د سیاسي علومو د ګډ ترکیب له لارې رامنځته کیږي. دوی دعامو خلکو “لا شعور”  ته لاسرسئ پیدا کوي،  د خوند اخیستلو او د تاوتریخوالي له لارې د ټولنې دغړو په زړونو او ذهنونو کې پرتو کینو او دښمنیو د تازه ساتلو لارې چارې برابروي چې په ټولنه کې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه بیثباتي رامنځته شي او د قدرت او شتمنۍ خاوندان ترې ګټه اخلي.

ددغې ګډوډۍ په پرمختیا کې ددولتي ادارو سربیره له رسنیو نیولې تر نادولتي ټولنو پورې ډیری ادارې برخه اخلي. رسنۍ د تاوتریخوالي یوغاړه ښه ( قانوني) او د خپلو خبري توکو سرچینه ګڼي او ددې لپاره چې بل اړخ ددوی له سرچیني سره سیاسي، اقتصادي او کولتوري اختلاف لري مخالفه ډله ګڼل کیږي اود خپلو راپورونو په محتوا کې لږ یا هیڅ استازیتوب نه ورکوي.

نا دولتي ټولنې له کړکیچن سیاسي او ټولنیز حالت څخه ناوړه ګټه پورته کوي، د بیلګې په توګه، کله چې دوی د تاوتریخوالي قربانیانو ته مرسته رسوي، د بیا رغاونې وړې یا لوې پروژې اخلي،  د جګړې د درولو یا يې د ملاتړ  (لکه ملګري ملتونه) دډيرولو لپاره مرسته غواړي، یو شمیر خلک ددې لپاره استخدامیږي او  په لوړه کچه معاش ترلاسه کوي. که  دغه تاوتریخوالی ودرول شي، سوله راشي ډیرې رسنۍ او نادولتي ټولنې خپل فعالیتونه بندوي، او ډیر شمیر کسان بې روزګاره کیږي. په دې حساب د یو شمیر خلکو لپاره  تاوتریخوالی د ژوند د کچې د وچتولو او د معیاري ژوند د برابرولو په مانا دی.

اسانه بیلګه يې د نادولتي مرستندویه ټولنو فعالیتونه دي، تر هغې دوی کولی شي په جګړه ځپلو سیمو کې قربانیانو ته یوه یوه بوجۍ وړه ورکړي چې تاوتریخوالی روان وي، یا تر هغې کولی شي له بهرنیو هیوادونو څخه مالي ملاتړ ترلاسه کړي چې جګړه روانه وي، که جګړه ودریږي ددوی  مالي ملاتړ کمیږي. دغه ټولنې بیا نشي کولی چې ځان ښودنه او سیالي وکړي، یا په رسنیو کې وځلیږي او ټولنیز- اقتصادي- سیاسي  نوم او نښان ولري. دغسې ټولنې په یو نه یو ډول هڅه کوي چې جګړه روانه پاتې شي چې تاوتریخوالی د ګټې وټې د اوزارو په توګه وکاروي. دغه ډول شرایط  دیولړ ځانګړو مالوماتو د تولید له لارې شوني کیږي، لکه ټولپوښتنې، احصايي، یا کلني راپورونه.

د مالوماټو ځواک  

دا ځانګړي مالومات دي چې انسان عمل ته تحریکوي، د بیلګې په توګه که یو څوک غواړي چې له یوې هټۍ خوراکي توکي راونیسي، خپل “ځان” ته  له مالوماتو ډک  یو انځور جوړوي. کوم خوراکي توکي به رانیسي او څه ډول به يې رانیسي؟ دا نقشه د یو شمیر مخکینیو مالوماتو په نتیجه کې تولیدیږي او بیا دغه له مالوماتو ډکه نقشه دې شخص ته د عمل کولو لاره برابروي چې کومې هټۍ ته لاړشي؟  کوم تولیدات راونیسي،  څومره پیسې ولګوي او  څنګه پیرل شوي توکي کور ته ورسوي؟

یا، د ملکي خلکو مرګ ژوبله درواخلۍ، کله چې د ناټو الوتکي  پر یوټاکلي ځای بمبارۍ ته ځان چمتو کوي، پیلوټ مخکې  له مخکې تولید شوي مالومات ترلاسه کوي. په دې مالوماتو کې هغه لاسلیک او اوامر هم شامل دي چې دعسکرو د قومندان، وزیر یا د ولسمشر له خوا تولید شوي دي. دغه مالومات بیا ددې سبب کیږي چې ځانګړي عملیات پر یوه  ځانګړې سیمه ترسره شي، د مالوماتو تولیدونکو ته مهمه نه ده چې څوک وژل کیږي بلکې دوی ته مهمه ده چې پر مالوماتو عمل وشي او ددوی پوځي ځواک نندارې ته وړاندې شي اوخلکو ته ددوی مشرتوب ورپه زړه کړي.

“ددې لپاره چې سیاستوالو انګیزلې ده چې د عامو خلکو لیدلوری بیخي لنډ یا له هیڅ سره برابر دی او تر هغې خطر نشي لیدلی چې ځنګلونه يې  ورسوزولي نه وي. دوی (سیاستوال) دغه ډول شرایط رامنځته کوي چې په غبرګون کې يې د خبرتیاوو پر مهال (د رسنیو له لارې) خلک تیرباسل شي”7.  یا  “هغه څه چې مخالف لوری یې کوي ترهګري ده او هغه څه چې موږ يې کوو د ترهګرۍ ضد مبارزه ده”8.  په دې توګه، په لوی لاس سیاسي او ټولنیز انډول له منځه وړل کیږي. دوی ته د ماشومانو، ښځو او بیګنا ملکي خلکو وژل ډیره د اندیښنې وړ مساله نه ده ځکه چې دغه ډول پوځي ټکټیک ددې لپاره کارول کیږي چې په سیمه کې ویره واچول شي او مخالفین د خپلوخپلوانو او کلیوالو بیرحمانه وژنه وګوري او بي زړه شي.

ځکه چې دا کونټر ټیروریزم counter terrorism دی، که هرڅوک وژل کیږي مرګ يې قانوني بڼه لري او نیول شوي کسان په دې تور زندان ته اچول کیږي چې امنیتي کسانو  اټکل ته رښتینې بڼه ورکړي،  هغه دا چې که یو څوک لس کاله یا پنځه کاله وروسته د ” ترهګرۍ” عمل کوي نو ښه داده چې سره اوسه په زندان کې واچول شي. د یو بیګنا انسان،  په هیڅ ډول تاوتریخوالي کې لاس نلري، خو ددې لپاره چې د خپلو خپلوانو مرګ ژوبله يې لیدلې،  نو ښايي لاشعور يې دی انتقام اخیستلو ته وهڅوي  ددې لپاره باید په زندان کې واچول شي. دا په اوسنيو حالاتو کې د کونټر ټیرویریزم مرکزي تګلاره ده، له ګونټانامو نیولې، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې بیګنا خلک په زندانونو کې ځورول کیږي.

په سویلي افریقا کې د اپرتایډ apartheid   له قانون څخه ورته کار اخیستل کیده چې ځانګړي اشخاص خپلې ځانګړې اوږدمهالې ګټې پر عامو خلکو وتپي، تر دې چې یو شمیر خلک مجبور کړي چې پرې شوي ظلمونه هیر او ځانونه د ځواکمنو اشخاصو په وړاندې ګناګار وګڼي.


اخځلیکونه

1: بکمور. س. (2010)، شعور، روم: هوډر ایجوکیشن.

2: چامسکي. ن. (2002)،  د رسنیو کنټرول، نیویارک: سیون سټوریز پریس.

3: برنایز. الف  او  کټلر. و. و. (1952)،  د رضایت اینجینري،  اوکلاهوما: د اوکلاهوما د پوهنتون پریس.

4: برنایز. الف  او  کټلر. و. و. (1952)،  د رضایت اینجینري،  اوکلاهوما: د اوکلاهوما د پوهنتون پریس.

5: برنایز. الف  او  کټلر. و. و. (1952)،  د رضایت اینجینري،  اوکلاهوما: د اوکلاهوما د پوهنتون پریس.

6: سټؤبر. جي. سي. (1994)، Smoke and Mirrors: How Tobacco and PR Grew Up Together ، ( پر لیکه)، په دې لینک کې وګورئ،  http://www.prwatch.org/prwissues/1994Q3/smoke.html  (موندل شوې: 22/.12.2011).

: 7  لاک. ج. (1986)، د ملکي حکومت پر چارو دوم پوهن لیک،  نیویارک: پرومتیوس بوک.  

8: چامسکي. ن. (۲۰۰۵)، د امپراتورۍ حرص ، لندن: کلای لمیټیډ.

د حنان حبیب زي بلاګ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د