fbpx

معما

ليکوال : جاويد چودري – ژباړن : محمدالله احساس

—————–

د مړو او ژوندیو ولسونو ترمنځ څه توپير وي ؟ د دې پوښتنې ځواب څو ورځي وړاندې د هند،امریکا او هالینډ ساینس پوهانو په ګډه ورکړ.

ځواب به څه وي؟

د دې لپاره موږ ته ښایې چي ۳۲۳ کاله وړاندې لاړ شو. ۳۲۳کاله وړاندې په ایرلینډ کي د(مولي نیو) په نوم یو فیلسوف ژوند کاوه. د نوموړي مېرمن مورنۍ ړنده وه، هغې به د هر څېز بڼه او نوم لمسولو وروسته ښودل . موږ یانې روغ انسانان چي د شیانو تر لیدلو وروسته ورته شکل او نوم ټاکو،مګر ړانده او نابینایان بیا د څېزونو په نومونه کي له (بویولو او لمس کولو) غبرګو قواوو څخه کار اخلي . ګوتي د ړندو کسانو سترګي بلل کېږي ګواکي دوی له ګوتو څخه هغه کار اخلي لکه موږ و تاسو چي یې له سترګو څخه اخلو.

(مولي نیو) به تل خپله مېرمنه لېدله،چي تر کښېکښلو وروسته به یې شیان محسوسول .

نوموړی یوه ورځ ناست ؤ او د خیالي نړۍ په ګام کولو لګیا ؤ،چي ذهن ته يې یو نادره او عجیب فکر را والوت. سوچ یې وکړ چي که مي مېرمني په لیدلو پیل وکړ نو آیا هغه به یوازې د شیانو په لیدلو سره ګرد ته ګرد،مربع ته مربع او مکعب ته مکعب وایې ،که څنګه ؟!

دا یو نوی خیال و چي له دې وړاندي يې له فلسفي،ساینس او طب سره هیڅ ځواب نه ؤ.

مولي نیو په دې اړه خپل ټول ملګري وپوښتل . د آیرلینډ ټولو عالمانو او ساینس پوهانو فکر وکړ؛خو له هېچا سره یې ځواب ونه موندل شو.

جان لاک هغه مهال د بریتانیې نوموتی فیلسوف و. میولي نیو هغه ته هم خپله پوښتنه ورولېږله . جان لاک یې هم تر ډېر ژور فکر او مطالعې وروسته ځواب ته پړ شو،که څه هم د خپل پېر (عصر) له نوموتو عالمانو او پوهانو څخه یې هم په دې باب مرسته وغوښته ،مګر ټول يې د کره او سم ځواب په ورکولو کي پاتې راغلل. له دې وروسته له پوښتنې څخه یوه معما جوړه شوه او (۳۲۳کاله) د (مولي نیو کویسچن) په نوم خوله په خوله کېده او د نړۍ د ګوټ- ګوټ د فیلسوفانو،ساینس پوهانو او د روحیاتو د پوهانو ترمنځ تاوبلا کېده.

دوی له ډېرو هڅو او هاند سره – سره بیا هم یو کره ځواب ترلاسه نکړای شو،بلاخره د (۲۰۱۱ز) کال په راتلو سره دا سوال له ۳۲۳کلن واټن وهلو وروسته د امریکایې ساینس پوهانو مېزونو ته ځان ورساوه . هغه هم ځوان ساینس پوهـانو ته؛ هغوی وانګېرل چي که په یووېشتمه پېړۍ کي هم دې پوښتنې ته ځواب ونه مومو؛نو ګواکې موږ او پوهه به مو دواړه بې ګټي یو.همدې ساینس پوهان د هندوستان او هالنډ له هم مسلکو سره په اړېکه کي شول او په پای کي د درې واړو هیوادونو ساینس پوهانو،متخصصینو او څېړونکیو په ډلیېزه توګه د مولي نیو (۳۲۳) کلني معما ته د ځواب ویلو په تکل مټې را بډ وهلي او په څېړنه يې پیل وکړ او یوازې د یوې اوونۍ په جریان کي يې شاوخوا (۳۲۳) کلنه معما حل کړای شوه .

ساینس پوهانو په دې لړ کي د درې واړو هیوادونو په هغو نابینایانو او ړندو ماشومانو چي عمرونه یې له (۸ کلنۍ نه تر ‍۱۷ پورې وو) څېړنه ترسره کړ.د دې څېړنې سرچېنه د (پرکاش) په نوم یوه پروژه وه ،چي په مټ يې د مورني او پيدایشي ړندو کسانو د لیدلو ځواک فعالېږي .

ساینس پوهانو ټولو ماشومانو څخه ازموینه واخیسته ، د دوی د بصارت تر فعالولو وړاندي يې د هغوی په وسېله ګرد،مربع او څور اړخېز جسمونه وټاکل ،بیا یې دهغوی د سترګو عملیات ترسره کړل .تر سمېدلو وروسته یې د هغوی مخې ته هماغه ګرد او مربع ډوله توکي کېښودل او ترې ویې غوښتل ترڅو په دوی کي ګرد او مربع شیان په ګوته کړي.

هغوی ګرد او مربع شیان سره بېل نکړای شول ،بیا یې دا شیان هغو ته په لاسونو کي ورکړل ،ماشومانو تر کښېکښلو وروسته سمدستي ګرد او مربع شیان سره بېل کړل .

له دې تجربې څخه وروسته جوته شوه چي د ړندو کسانو تر سمېدلو وروسته هغوی د شیانو په لیدلو د هغوی بڼه ټاکلی نشي ځکه دماغونه یې د لامسه حس سره په تماس کي وي ،ترڅو چي هغه یو شی بوی نکړي او یایې خوند ونه څکي تر هغو هیڅ شی نشي پېژندلی.

د نابینایانو دماغونو تر (۱۲۰ساعتو) پورې ګرد،ګرد او مربع مربع بلل او وروسته له دې يې بیا د هغوی په ټاکنه کي کښېکښلو ته اړتیا نه درلوده وروسته له دې چي هرڅه ویني بس سمدستي پرېکړه کوي او له دې سره جوخت (۳۲۳)کلنه معما حل شوه.

دا د ژونديو ولسونو کردار دی.همدا ژوندي ولسونه (۳۲۳) کلني ساینسي معما ته ځواب موندلای او ورکولای شي.دوی دا توان لري چي د تاریخ په پاڼو کي کنګل شوی ځواب هم ویلې کاندي،بل پلو ته مړه ولسونه بیا د تاریخ د پاڼو د اړولو پر ځای له دا ډول ځواب څخه چاړه جوړوي او د یو و بل سرونه پرې غوڅوي.

تاسو د مسلمانانو د ګڼو ډلو-ټپلو او فرقو شالېد وګورئ. دوی ټولو د تاریخ داسي پوښتني راټوکولي او زېږولي چي د دې پېر (عصر) پوهـانو او دانایانو ورته تر دم ګړیه هیڅ کره او پوخ ځواب لټولی نه دی.

موږ نن هم په لمانځه کي د نامه نه کوز او بر لاس نېولو پر سر د یو او بل سر غوڅوو،موږ نن هم په لمانځه کي د دوو پښو ترمنځ د واټن په ټاکلو جګړې کوو،موږ نن هم پر دې خبره یو و بل وژنو چي د حضرت محمد (ص) تر رحلت وروسته د خلافت حقدار حضرت ابوبکر صدیق (رض) و، که حضرت علي (رض)؟! موږ نن هم پر دې ګړېږو او بحثونه کوو، چي حضرت علي (رض) ستر شخصیت و،که حضرت عمر فاروق(رض)؟ موږ نن هم د حضرت علي (رض) او بي بي عایشه (رض) او حضرت علي (رض) او حضرت معاویه (رض) ترمنځ د شخړو اوجګړو په اړوند یو و بل واجب القتل ګڼو ؛په داسي حال کي چي وژونکئ او وژل شوئ دواړه مسلمانان وي،لمونځ کوونکي هم او حاجيان هم وي او کله ناکله خو د قرآن عظیم الشان حافظان هم وي. موږ تر اوسه پورې دا پرېکړه ونشوای کولی چي په پرلپسې دري طلاقه اچولو طلاق واقع کېږي که يې ترمنځ وقفه حتمي ده؛ موږ دا هم ونشوای ټاکلی چي د بیا عقد لپاره حلاله لازمي ده که په صدقې سره الله (ج) راضي کولای شو.

لنډه داچي زموږ له کلمي نه نیولي تر حجه او له وحی نيولي تر خلافته هر ځای داسي یو (۱۴۰۰) کلن هسې نه هسې یو داسي سوال شته دی چي موږ يې د ځواب موندلو پر ځای یو وبل قتلوو.

دا موږ ولي پرونیو سوالونو ته د ځواب لټون نه کوو؟! موږ یو په بل پسې لمونځ نه کوو؟ موږ مسجدونه او هدیرې سره ویشلي خو لا هم د یو بل له پښو خاوري باسو .

د هغه دین په اړوند چي الله (ج) او د هغه رسول (ص) د بشپړ دین او د ژوند هر اړخ ته د شامل نظام دعوه کړي وه،موږ په یووېشتمه پېړۍ کي هم دغو سوالونو ته نه ځواب لټوو او نه يې هم خاورو ته سپارو.

موږ په دې هم پوهېږو چي له چا سره چي جنګېږو هغه زموږ همزولئ دی او په موږ دواړو کي هیڅ یوه ته د تاریخ د هیڅ یوې شخړې او جګړې مستقیم مسؤلیت را تر غاړي نه دی،موږ دواړه (۱۴۰۰)کاله وروسته زېږیدلي یو،مګر پر دې ټولو حقایقو تر پوهېدا وروسته هم موږ د یو وبل دښمنان یو،د یو بل وینو ته تږي یو،یو و بل ته مو سنګر نیولی او زموږ همدې مفکورې او سوچ موږ د مړو ولسونو په هدېره کي دفن کړي یو .

کاش ! موږ د ماضي له قبرونو څخه د خښو معماوو ځواب موندلائ او یا مو د ابد لپاره خاورو ته سپارلائ او د يوه ژوندي ولس په څېر مخ په وړاندي تللائ.په یووېشتمه پېړۍ کي مو د همدې پېړۍ د خلکو په شان ژوند کولائ.

کاش! نور موږ راوېښ شو.لمر راختلئ، نور مو باید پر دې حقیقت سرونه خلاص وي، چي پر حقایقو د سترګو پټولو او پردې غوړولو وخت تېر او دا لومه مو له ورایه خامه بريښي.

والسلام

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د