استرالیايي لوبډل مشر مایکل کلارک له یو ورځنیو لوبو استعفا کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وری ۸مه ۱۳۹۴ل): تیره ورځ د استرالیايي لوبډلې لوبډل مشر مایکل کلارک رسنیو ته وویل چې د نړیوال جام پایلوبه به د نوموړي وروستۍ یو ورځنۍ لوبه وي او غواړي له نړیوال یو ورځنیو لوبو استعفا وکړي.

د استرالیا دغه ۳۳ کلن لوبډل مشر رسنیو ته وویل چې دا زما لپاره تر ټولو غوره موقع ده چې له نړیوالو یو ورځنیو سیالیو استعفا وکړم خو بیا به هم په ټېسټ لوبو کې خپل هیواد لپاره لوبیږم.

مایکل کلارک تیره ورځ خبریالانو ته وویل:« د نړیوال جام پایلوبه به زما وروستۍ یو ورځنۍ لوبه وي.». مایکل کلارک غواړي خپل وروستۍ لوبه کې نړیوال جام د پنځم ځل لپاره د خپل هیواد په نوم کړي.

نننۍ لوبه به د مایکل کلارک ۲۴۵مه یو ورځنۍ لوبه وي. مایکل کلارک وویل چې دا زما لپاره د فخر ځای دی چې خپل هیواد لپاره مې دومره لوبې کړي.

کلارک د لومړۍ ځل لپاره د ۲۰۱۱ زیږیدیز کال نړیوال جام منځلوبه کې د ریکي پونټنګ پر ځای د استرالیايي لوبډلې لوبډل مشر وټاکل شو.

له دې وړاندې مایکل کلارک رسنیو ته ویلي و چې نه غواړي له یو ورځنیو لوبو استعفا وکړي خو تیره ورځ يي وویل چې له خپلې ښځې سره له خبرو وروسته خپله پریکړه يي بدله کړې او غواړي استعفا وکړي.

مایکل کلارک په یو ورځنیو لوبو کې د استرالیا لپاره ۷۹۰۷ منډې د ۸ سلیزو په مرسته جوړې کړې او د منډو جوړولو اوسط يي ۴۴.۴۲ دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د