د جهاد فضائل

نوید صهیب
إنَّ أبوابَ الجنَّةِ تحتَ ظلالِ السُّيوفِ ( المسلم )
ترجمه: يقينأ د جنت دروازې د تورو تر سيوري لاندې دي .

عن ابنِ عَبَّاسٍ قال: سمعتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيهِ وسَلَّم يقول: (عينانِ لا تمسُّهُما النَّارُ عينٌ بكَتْ من خشيةِ اللهِ وعينٌ باتتْ تحرسُ في سبيلِ اللهِ (الترمذی )

ترجمه: دوې سترګې داسې دي چې د دوزخ اور هغه نشي مسحه کولی ، يو هغه سترګه چې د خدای د ويرې ژړيدلې وي او بل هغه سترګې چې د جهاد په پيره کې ويښې پاتې وي .

ما اغبرت قدما عبد في سبيل الله فتمسه النار(البخاری).

(داسې نشی کيدای چې د بنده قدمونه د الله په لار کې ګردجن او خړ شي او بيا يې د دوزخ اور وسوځوي)

د دي مطلب يو څه عام دی مجاهد فې سبيل الله او د حق د لارې نورې منډې او همدارنګه هغه کسان چې جومات ته د جَمعې لپاره ځي لکه په لاندې حديث شريف کې چې ورته اشاره شوې ده :

أدركني أبو عبس، وأنا أذهب إلى الجمعة، فقال: سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول: (من اغبرت قدماه في سبيل الله حرمه الله على النار)[ البخاری]

عن أبي هريرة قال:قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (من مات ولم يغز، ولم يحدث به نفسه، مات على شعبة من نفاق) [مسلم].

کوم بنده چه په داسې حال کې مړ شي چې نه خو چيرې په جهاد کې عملي حصه اخستې وي اونه يې د جهاد فکر او سوچ کړی وي نو دې به يو قسم د منافقت په حالت کې مړ شي .

عن أنس بن مالك رضي الله عنه،عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: (لغدوة في سبيل الله أو روحة، خير من الدنيا وما فيها) [المسلم].

يو سحر يا ماښام د الله په لار کې وتل له دنيا او مافيها نه غوره دي .

عن أبي هُرَيرَةَ قال : قال رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيهِ وسَلَّم: (ما يجدُ الشَّهيدُ من مسِّ القتلِ إلاَّ كما يجدُ أحدُكُم من مسِّ القرصةِ) [ الترمذی]

د الله په لار کې شهيد کيدونکی بنده ته د قتليدو دومره تکليف کيږي لکه څومره تکليف چې تاسو ته د ميږي په چيچلو سره کيږي .

من سأل الشهادة بصدق، بلغه الله منازل الشهداء، وإن مات على فراشه [مسلم]

(چې کوم بنده په رښتوني زړه دشهادت غوښتنه کوي الله به هغه ته د شهيدانو مقام او مرتبه ورکوي که څه هم په خپل فرش مړشي)