اظهر علي د پاکستاني لوبډلې نوی لوبډل مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وری ۸مه ۱۳۹۴ل): په نړیوال جام کې تر سختو ماتو وروسته د پاکستان کرکټ بورډ پریکړه کړې چې دغې لوبډلې کې ځینې بنسټیز بدلونونه راوړي.

د پاکستان کرکټ بورډ ادارې د پریکړې پر بنسټ اظهر علي د پاکستاني لوبډلې نوی لوبډل مشر او سرفراز احمد د دغې لوبډلې ویکټ ساتوونکی د لوبډلې مرستیال لوبډل مشر په توګه وټاکل شو.

د پاکستاني رسنیو راپورونو پر بنسټ دغه هیواد غواړي د کرکټ بورډ په اداره کې ځینې اصلاحات راوړي چې په همدې اساس يي د پاکستان کرکټ بورډ د ټاکوونکي کمیټې مشر معین خان هم له دندې ګوښه کړی.

معین خان وروسته له هغې له دندې ګوښه شو چې په استرالیا کې د نوموړي د قمار وهلو ویډیو رسنیو ته ورسید. پاکستاني کرکټ بورډ غواړي د نوموړي پر ځای هارون رشید د ټاکوونکي کمیټې مشر وټاکي.

له دې وروسته به بیا هم مصباح الحق په ټېسټ لوبو کې د پاکستاني لوبډلې لوبډل مشر وي او اظهر علي به په ټیسټ لوبو کې د لوبډل مشر مرستیال دنده په غاړه ولري.

د راپورونو پر بنسټ پاکستان به د مې په میاشت د بنګله دیش په وړاندې لوبې ترسره کړي چې دغو لوبو کې محمد حفیظ، سعید اجمل او جنید خان ته چانس ورکړل شوی خو احمد شهزاد او عمر اکمل له لوبډلې ویستل شوي.

د بنګله دیش خلاف لوبو کې شعیب ملک، کامران اکمل او عمر ګل ته ځای نه دی ورکړل شوی.

امکان لري چې د پاکستان کرکټ بورډ اداره د شل اوریزو سیالیو لپاره سرفراز احمد د لوبډل مشر په توګه وټاکي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د