پرمختګ

دادمحمد ناوک
انسان پرمختګ کړی، دا پرمختګ په ټولیز ډول شوی ډېرو منفي کړنو هم په هماغه خپل جهت کې پرمختګ کړی، وړاندې تللي او سره له دې چې منفي بلل شوي خو هر وخت منفي پالونکي هم و او هغوی ته هم همدا منفي لاره او په هغې کې ټاکلي اصول ورته ارزښتونه ښکارېدل، ويې پالل او منفي اړخونه يې هم له ننه څو کاله وړاندې په پرتله لا وپړسول. د ځینو منفي اړخونو پر ضد مبارزې بریا تر لاسه کړه او چورلټ له منځه لاړل، مګر ځينې يې لا هم پخپل ډول یا د شکل په بدلون دوام لري.

مثبت لوري هم خپل پلویان درلودل، کش يې ورکړی او دې اړخ هم پرمختګ وکړ، پر مختګ پر دې مانا چې په دواړو خواو کې همدا اغښل شوی تصور وپالل شو، خو يايي يې د پاللو ډول بدل شو، يايې پلویان ډېر شول چې په دواړه ډول کې يې پلویان ورته پرمختګ وايي.

دې ډول تقریباً ټول منلو تبصرو ته په کتو انساني ټولنې هغه انسان ستایلی چې پخپل وخت کې د منفي تصور، اړخ، څرګندونو او د پلویانو پر ضد يې یو ډول نه یو ډول مبارزه کړې ده؛ دوی اوس هم د هغوی فکر لولي، پرې ویاړي او ان ځينې وړې ټولنې د لوی انسان ځانته منسوبول یو ډول ویاړ بولي او کوشش کوي چې په تېر وخت کې له منفي تصور سره مبارزین دي هم د دوی له ډلې وي.

که دا سره ومنو، نو راځئ سر په ګرېوان کې کړو، نږدې څوارلس سوه کاله شاته لاړ شو:

جګ سړي کلنګ په غاړه کړی، وړې نجلۍ يې د لاس ګوته نیولې او د عربو په شګو کې اوږده اوږده ګامونه اخلي، یو ځای يې خوښ شو، سینګار کړې نجلۍ يې ورته کېنوله، ده د ځمکې پر کېندلو پیل وکړ، لور به يې په وړه ژبه خبرې ورته کولې او د ده له ږېرې به خاورې پخپلو وړو لاسونو څنډلې، د سړي د کاڼي غوندې زړه هم دربی شروع کړی و، خو د قوم د شرم مخ يې ځان ته نه شوای ور اړولای، باید دا ګلالۍ تر خاورو لاندې کړي. ستړی ستومانه يې کډي ته وکتل، دې ته يې وکتل، زړه يې دربی شروع کړ، سترګې نمجنې شوې، دا ګلالی بدن په دې ژور ځای کې نور پټېدلای شوای، سل زړونه يې یو کړل، ژور ځای ته يې ور وویشته او په ستړې سا يې را ایستلې خاوره پرې واړوله.د نجلۍ وړې سلګۍ ورو ورو ډوبېدې.

کولنګ يې اوږې ته کړ، زړه يې په خاورو کې ورسره خښ شو، خو پر دې خوښ و، چې قوم ته به خړ مخی نه وي.

دې ته ورته لسګونه نور انساني ضد اړخونه و، که دې اړخونو څوارلس سوه کاله وخت طی کړی وای، اوس به يې پرمختللی شکل څومره او څنګه و؟؟؟

بې له شکه د داسې انساني ضد اړخونو پر ضد د ستر مبارز کامل انسان حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر امتي کېدو ستر ویاړ او په لاره ستره بریا ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د