افغانستان

ایوبي: له مطیع الله خان وروسته د جنرال رازق وار دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی او د افغان متحد ملت ګوند مشر عبدالرحیم ایوبي وايي چې د روزګان د امنیه قومندان له وژل کېدو وروسته د کندهار د امنیه قومندان وار دی.

ایوبي له سرنوشت ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي چې د روزګان امنیه قومندان مطیع الله خان له وژل کېدو وروسته د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وار دی.

مطیع الله خان د تېر کال د وروستۍ میاشتې په ۲۸مه ورځ ماښام مهال د کابل ښار په زړه کې ووژل شو.

عبدالرحیم ایوبي د نوموړي وژنه یوه معما بولي او وايي چې مطیع الله خان له پاکستان سره د معاملې قرباني شو، د نوموړي په خبره مطیع الله خان په بې غږه تومانچه ویشتل شوی دی.

ایوبي وايي چې د ګډ حکومت له لوري له پاکستان سره د پیل شوې معاملې بل قرباني به د کندهار امنیه قومندان چې د بشري حقونو پر نقض هم تورن دی، جنرال عبدالرازق وي.

مطیع الله خان چې په روزګان کې د بهرنیانو لپاره کلک ملاتړی او د هغوی د اکمالاتي کاروان ساتندوی و، په اړه يې ځینو شنونکو وړاندې هم ویلي و، چې ښايي بهرنیان نور هغه کسان له مخې لرې کړي چې نور يې په درد نه خوري.

له پاکستان سره د ګډ حکومت د سیاست په اړه شنونکي او ځینې سیاسیون کلک مخالف دي او وايي چې اشرف غني د پاکستان د خوښۍ لپاره تر ډېرو ارزښتونو ور تېر شوی دی.

عبدالرحیم ایوبي له پاکستان سره د معاملې وضاحت نه دی کړی، خو د سیاسي چارو شنونکي وحید مژده له نن ټکی اسیا سره په مرکه کې ویلي و، چې ګډ حکومت ان د پاکستان استخباراتي کړیو ته اجازه ورکړه چې په افغان زندانونو کې وګرځي او د خپلې خوښي زندانیان له ځانو سره بوزي.

د دوی په خبره له پاکستان سره د پردې ترشا داسې څه هم منل شوي دي، چې شپږ میاشتې يې دواړو خواو په نه رسنیز کېدو ژمنې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x