عاجزي الله جل جلاله ته تر ټولو لنډه لاره

ډېره موده له يوه ملګري سره په ادبي ناستو پاستو کي کښينستم ولاړيدم، دا زما لپاره کمه نوې خبره نه وه ځکه له کوچني والي څخه بيا تر لوي والي زما د ادبي ملګرو سره سر او کار وو، خو قسمت په چا باند داسي چاري کوي چي چا به يي فکر لا نه وي کړى. بخت ما او ملګري ته يو بله موقعه هم برابره کړل، ما او ملګرى په يوه اسلامي مدرسه کښي متعلمين وو، هر وخت به مو د درس د زده کولو لاري چاري لټولې،

همېشه به مو يو او بل ته قناعت ورکونکي مشهورې ورکولي. کله کله به مو يو او بل ته شعرونه د کره کتني لپاره وړاندي کول، په نظرنو کي مو ډېر لږ اختلاف ‌ؤ، يوه ورځ ما ته زما ملګري عجبه مشهوره راکړل، راته وې ويل: غواړې چي الله جل جلاله ته ځان نيژدې کړې؟ ما ورته وويل هو ولي نه. په جواب کي يې داسي راته وويل: څوک چي د الله جل جلاله په لټه کي وي هغه يي موندلای سي. بيا يي د عبدالرحمان بابا هغه بيت راته ووايه:

چي غوټې پسي وهې په لاس به درسي

چا ويل چي په درياب کي گوهر نسته

ددې پر ځاى چي زه ورڅخه پوښتنه وکړم چي څه ډول و خداى ته ورنيژدې کيدلا ى سم څه مي ونه ويل ځکه چي ټولو ته معلومه ده څومره چي د الله جل جلاله عـبادت کوې هغومره و الله جل جلاله ته ورنيژدې کېدلاي سي. ما هم هڅه کول چي مقصد ته ډېر ژر ورسيـږ م ، هره شپه به مي په سل ګونه رکعته نوافل کول هره ورځ به مي شـپـږ يا اوه ځله د زيتون لرګي څخه جوړي سوي تسبيحات د الله جل جلاله په بيلا بيلو نومونو اړه ولې خو بيا هم پر دغه لار چي خداى ته زه ور تلم زما څخه مخکي ډېر زيات خلک پر دغه لار ولاړول ، فکرمي وکړ راسه ددې تر څنګ يوه بله لاره هم انتخاب کړه. دا ځل خپله ټوله شتمني د الله جل جلاله په لاره کي صدقه کړه، حجونه وکړه پا ته يي پرکونډو، يتیمانواو مسکينانو تقسيم کړه ګوندي دغه کار ستا په دغه کار کي نور هم مرسته وکړي او مقصد ته ډېر ژر ورسيـږې. تاسو پوهيـږی دغه مزل چي څومره لنډ وي هغومره خوږوي خو کله چي ما دغه کارهم سرته ورسوه بيا هم پر دغه لا ر دومره زيات خلک ولاړول چي د سترګو اوعقل له کابووالي څخه وتلي ول.

مايوسۍ زما سره هيڅ ډول ملګر تيا نه سواى کولاي ځکه زما هدف سپېڅلي ؤ، ما ته به هر وخت د خپل مسجد د امام دغه خبره را يادېدله چي ويل به يي چي له الله جل جلاله څخه هرمسلمان يو څه وغواړي هغه يې ورکوي، ليکن هو چي جايز وي. که يي الله جل جلاله ژر ور نه کړي وروسته يي ورکوي نو بايد څوک ما يوسه نه سي. په سوچ کي وم چي څه ډول به مقصد ته رسيـږې په هر صورت زما له پاره مهمه داوه چي زه بايد بريالي سم خو يو ه ورځ بيا هم بخت څنګ ته را نيـژدي سو او يوار يي بيا خپل کندهارى لاس په لا س کي را کړۍ اوله خپل ملګري سره يي مخامخ کړم ملګري ته مي خپله ټوله کيسه وکړه هغه په مينه راته وويل هوهو هغه ما چي در ته ويلي وه؟ ما ورته وويل هوهو هغه، په مينه يي راته وويل ليونیه الله جل جلاله ته در ټولو اسانه لار چي څوک الله جل جلاله ته ژر ورسيدلای سي او پر دغه لار و الله جل جلاله ته ډېرکم خلک ورځي هغه عاجزي ده.

محمد شريف حليم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د