نظــر

د حوثيانو ضد بريدونو په اړه د ايران دريځ

احمد جرس

يمن کې د ايران پلوو شيعه ملېشو پرمختګ سعودي عربستان له پخوا انديښمن کړی و او د حوثيانو پرمختګ د خليجي هېوادونو په ځانګړې توګه سعودي عربستان لپاره ډېر ګواښ و او د روان کال فيبروری مياشت، کې، چې حوثي شيعه ملېشو د يمن قانوني حکومت نسکور کړ، له هغې وروسته يې ډېر پرمختګونه وکړل، د سعودي سرحد ته نږدې سيمو ته ورسېدل او د حوثيانو مشر وويل، چې د سعودي شاهي نظام به د دوی پر لاسو ړنګيږي.

د عربي چارو څارونکي او ايراني چاواکو بار بار ويلي، چې يمن کې د حوثي شيعه ملېشو پرمختګ د ايران په مرسته روان دی.
د ایران د مذهبي مشر اية الله علي خامنايي د نړيوالو چارو سلاکار علي اکبر ولايتي ويلي، چې يمن کې د «انصار الله» شيعه ايران پلوې ډلې حوثيانو پرمختګ د يوې منظمې ستراتيژۍ له مخې روان دی او دوی د دغې ډلې تر شا ولاړ دي او هر ډول مرستې ورسره کوي.

علي اکبر ولايتي د ايران پلازمېنې تهران کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د انصار الله «حوثيانو» پرمختګ يو تاريخي نوښت دی او خلک هم بايد په دې پوه شي، چې دغې ډلې سره د ايران هر ډول مرسته او لاسنيوی شته.

د ايران رسمي خبري رسنۍ د ولايتي له قوله وايي:« انصار الله به يمن کې هغه شان د ایران د ګټو ملاتړ کوي، لکه حزب الله يې چې لبنان کې کوي.»
ايراني چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د سيمې هېوادونه تور لګوي، چې شيعه وسله وال حوثيان د ايران د ګټو لپاره يمن کې جګړې کوي.

د الجزيرې تلويزون د «الاتجاه المعاکس» سياسي پروګرام چلوونکی دکتور فيصل القاسم وايي، چې ايران د امريکا په مشوره سيمه کې د حکومتونو پر ضد په ګڼو پلانونو کار کوي او امريکا غواړي، چې ايران سيمه کې د يو مشر او قوي هېواد په توګه رول ادا کړي او د سيمې ټول هېوادونه د ايران تابع وي او د همدې لپاره يې عراق، سوريې، لبنان، بحرين، يمن او نورو هېوادونو کې خپل مستقيم او غير مستقيم عمليات پيل کړي او ايران د امريکا په مرسته تر ډېره په خپلو موخو کې بريالی شوی دی.

اوس چې سعودي عربستان د لسګوني ايتلاف په مشرۍ د دغو حوثيانو پر ضد عمليات پيل کړي، نو د ايران ګټې او پراختيا هم زيانمنوي او دا طبعي خبره ده، چې ايران به د دې بريدونو او بمباريو مخالفت کوي.

د ايران سياسي او امنيتي چارواکو د دغو بمباريو «پرېکنده تندر» پر ضد پرله پسې توګه ترخې څرګندونې او ګواښونه کوي، چې د دې بريدونو پايلې به د سعودي په ګډون د سيمې هېوادونو لپاره ډېر خطرناک وي او ايراني رسنۍ په يوه خوله لګيا دي او د دغو بمباريو مخالفت کوي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير دکتور جواد ظريف په خپل لومړني غبرګون کې وويل، چې يمن کې د حوثي شيعه ملېشو پر ضد د سعودي بمبارۍ د نړيوال قانون څخه سرغړونه ده او دغه بمبارۍ د ولسي وګړو وينې تويوي.

سعودي عربستان وايي، چې دا بريدونه يې د يمن د قانوني حکومت او يمني ولس د ژغورنې په موخه پيل کړي او دوی غواړي، چې سعودي عربستان ته پېښېدونکی ګواښ په يمني خاوره کې له منځه يوسي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند مرضيه افخم وويل، چې نظامي عمليات او هوايي بريدونه د يمن ستونزې او کشالې نورې هم زياتوي او له سعودي يې وغوښتل، چې د خبرو اترو له لارې بايد د ستونزې حل راوباسي او سعودي بايد ژر تر ژره د حوثي ملېشو پر ضد روان عمليات ودروي.

د ايران د نيوکې ژبه له سياسي او ډيپلوماسي يو څه تېزه شوې او د سعودي پر ضد يې تونده ترخه ژبه کارول پيل کړي دي.

د ايران د ملي امنيت او بهرنيو اړيکو د شورا مشر علاء الدين بروجردي وويل، چې سعودي عربستان سيمه کې يوه اوږدمهالې جګړه پيل کړې او ګواښ يې کړی، که سعودي دغه بريدونه او بمبارۍ ژر تر ژره ونه درولې، نو د سعودي او ټولو خليجي هېوادونو لپاره به ډېرې ناوړه پايلې ولري.

 

بروجردي زياته کړه، که د سعودي يرغل همداسې روان وي، نو يمني ولس او وسله وال ځواکونه به د خپل ځان د دفاع لپاره راپورته شي.

علاء الدين بروجردي، سربېره پر دې، چې د امنيت شورا مشر دی، د ايران لپاره د منځني ختيځ مهم سلاکار او کارپوه هم دی او د ده څرګندونې د عربي نړۍ په اړه د ايران رسمي دريځ بلل کيږي.
علاء الدين بروجردي، سربېره پر دې، چې د امنيت شورا مشر دی، د ايران لپاره د منځني ختيځ مهم سلاکار او کارپوه هم دی او د ده څرګندونې د عربي نړۍ په اړه د ايران رسمي دريځ بلل کيږي.

ايران له تېرو څو ورځو راهيسې يمن کې د حوثيانو پر ضد د سعودي بريدونو په اړه سلا مشورې پيل کړي، يمن کې د سعودي مداخله يرغل بولي او داسې ښکاري، ايران به د سعودي دغو بريدونو پر وړاندې لاس تړلی او پټې سترګې نه کيني.

دعلاء الدين برجرودي په مشرۍ د ايران ملي امنيت شورا د يمن د روانو حالاتو په اړه سلامشورې پيل کړي او راتلونکي ورځې په دې اړه ډېرې مهمې دي او په ځانګړې توګه، چې ايران پنځمه+يو هېوادونو سره د اتومي انرژۍ په اړه د مذاکراتو په وروستي پړاو کې دی او که دغه مذاکرات د ايران په ګټه سر ته ورسيږي، نو ايران به د سيمې په اړه په خپلې ستراتيژي کې قوي او بنسټيز بدلون راولي.

يمن کې د حوثي شيعه ملېشو پر مرکزونو د سعودي عربستان د بمباريو په اړه به د ايران دريځ راتلونکو ورځو کې ډېر روښانه شي او په دې اړه راتلوکې شپو شپور ورځو کې د ايراني چارواکو په ځانګړې توګه د علاء الدين برجرودوي څرګندونې ډېرې مهمې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x