نړۍ

سعودي عربستان: کېدای سي موږ هم اتومي وسلې جوړې کړو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۴ل): امريکا لپاره د سعودي عربستان سفير عادل الجبير يمن کې د ايران پلوو شيعه ملېشو پر ضد له روانو هوايي بريدونو يوه ورځ وروسته امریکايي «سي ان ان» تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، که ايران اتومي وسلې تر لاسه کړي، نو دوی هم دا امکان نه شي ردولای، چې سعودي عربستان به هم اتومی وسلې جوړې کړي.

عادل الجبير د يو سوال په ځواب کې، چې ايران اتومي وسلې جوړوي، نو د سعودي غبرګون به څه وي وويل، چې دی نه غواړي، په دې اړه په عام محضر کې خبره وکړي، مګر دا امکان نه شي ردولای، که ايران اتومي ځواک شي، نو سيمه کې د توازن ساتلو په موخه کېدای شي سعودي عربستان هم اتومي وسلې جوړې کړي.

ښاغلي جبير زياته کړه، چې سعودي عربستان د خپل امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا لپاره په هېڅ ګام سرپه نه کوي.

«زه بايد سپينه خبره وکړم، چې موږ په دوو شيانو خبرو ته نه يو تيار زموږ دين او زموږ امنيت»

ښاغلي جبير سي ان ان ته وويل، چې سپينې ماڼۍ ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه دوی ته ډاډ ورکړی، مګر دوی تر هغو نه شي ډاډه کېدای، تر څو چې د دغو مذاکراتو له تفصيله نه وي خبر شوي.

د عادل الجبير په وينا سعودي او د سيمې هېوادونه اندېښمن دي، که ايران اتومي وسلې جوړې کړي، نو دا به سيمه کې د ځواک توازن سره ګډوډ کړي او عربي هېوادونو کې د ايران مداخلو د سيمې ټول هېوادونه له ګواښ سره مخ کړي دي.

«سيمه کې د ايران هڅې او فعاليتونه په دقت څارو او د سيمې هېڅ هېواد د ايران له کړنو خوښ نه دی او اوس، چې د سعودي په مشرۍ لسګوني ايتلاف يمن کې د توند لارو شيعه ګانو پر ضد هوايي بريدونه پيل کړي، ايران يو ځل بيا د حوثي شيعه ملېشو ملاتړ کړی او هڅه کوي، چې د پردې تر شا د حوثي ملېشو ملاتړ وکړي.»

د عادل الجبير له څرګندونو څه موده وړاندې د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر ترکي الفيصل هم ويلي و، که امريکا او نړيواله ټولنه ايران سره د اتومي انرژۍ تړون لاسليکوي، نو سعودي عربستان او د سيمې نور هېوادونه هم ورته غوښتنې لري.

«موږ په زغرده وايو او پخوا مو هم ويلي، چې د ايران او شپږو سترو قوتونو تر منځ د اتومي انرژۍ د تړون په پروسه د دوی نيوکې شته او نړۍ بايد د دوی اندېښنو ته متوجه شي.»

له تېرو څو کلونو راهيسې امريکا، چين، فرانسه، روس، برتانيا او المان ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه خبرې اترې پيل کړي او کېدای شي د روانې مياشتې تر پايه ايران دغو هېوادونو سره يوې پرېکړې ته ورسيږي او په مقابل کې به پر ايران لګېدلي بنديزونو کې نرمي راځي.

څو ورځې وړاندې د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کيري د ايران اتومي انرژۍ په اړه له خبرو اترو وروسته سعودي عربستان ته ولاړ، تر څو رياض ته ايران سره د اتومي تړون په اړه ډاډ ورکړي.

ايران سره د اتومي تړون له امله خليجي هېوادونه ډېر اندېښمن دي.

ترکي الفيصل وايي، چې ايران عربي نړۍ کې ستونزو او لانجو ته لمن وهي، سوريې، عراق، فلسطين، يمن او بحرين کې د ټولو کشالو تر شا د ايران لاس دی او له همدې امله نړۍ بايد ايران ته اجازه ور نه کړي، چې په لويه کچه د ټول وژنې او اتومي وسلې جوړې کړي.

سعودي له ايرانه په دې هم ګيله من دی، چې د اسلامي دولت پر ضد روانه جګړه کې د شيعه ملېشو ملاتړ کوي او تکريت کې اسلامي دولت سره د جګړې مسؤوليت او د ايراني جنرالانو ګډون، همدا رنګه يمن کې د حوثي شيعه ملېشو ملاتړ سعودي عربستان اندېښمن کړی دی.

اوس چې د سعودي عربستان په مشرۍ لسګوني ايتلاف يمن کې د ايران پلوو شيعه ملېشو پر مرکزونو بریدونه پيل کړي، ايران په دې اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي او وايي، چې د يمن ستونزه بايد د خبرو اترو له لارې حل شي او ګواښ يې کړی، که سعودي خپلې بمبارۍ ونه دروي، نو پايلې به يې د سعودي په ګډون د سيمې لپاره ډېرې خطرناکې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x