ټکنالوژي

سامسنګ غواړي خپل تولیداتو کې وینډوز وکاروي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وری ۸مه ۱۳۹۴ل): مایکروسافټ کمپنۍ د ساتیا نادلا تر مشری لاندې ډیر بدلون کړی. داسې ښکاري چې د سامسنګ کمپنۍ غواړي له دې وروسته د انډرایډ پر ځای خپل ټېبلیټونو کې د مایکرواسافټ کمپنۍ له اپریټنګ سیسټم یعني وینډوز څخه استفاده وکړي.

د راپورونو پر بنسټ سامسنګ له اوږدې مودې راهیسې غواړي چې د انډرایډ پر ځای له یو نوی اپریټنګ سیسټم څخه استفاده وکړي چې د همدې موخې لپاره سامسنګ کمپنۍ یو اپریټنګ سیسټم د تایزن په نامه هم جوړ کړی.

مایکروسافټ کمپنۍ هم د ساتیا نادلا تر مشری لاندې ډیر بدلون کړی او مخ پر وړاندې روان دی. اوس مایکروسافټ کمپنۍ هم خپل ډیر شمیر خدمتونو په بدل کې له کاروونکو څخه پیسې نه اخلي او خپل ډیر شمیر خدمتونه په وړیا ډول وړاندې کوي.

د ټکنالوژي برخې څیړونکو په وینا ډیر ژر به مایکروسافټ او سامسنګ یوې موافقې ته ورسیږي چې په مرسته به يي سامسنګ کمپنۍ په خپل تولیداتو کې د مایکروسافټ کمپنۍ اپریټنګ سیسټم یعني وینډوز کاروي.

دغه موافقه به ډواړو کمپنیو ته ګټور وي ځکه له یوې خوا به مایکروسافټ کمپنۍ وتوانیږي د ډیر شمیر کاروونکو توجه جلب کړي او له بلې خوا به د سامسنګ کمپنۍ یوې نوې مرحلې ته داخل شي او د ګوګل کمپنۍ څخه به ځان خلاص کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x