افغانستان

د المانۍ ژورناليستې وژونکی پوليس په شل کاله بند محکوم شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان سترې محکمې هغه افغان پوليس په شل کاله بند محکوم کړی، چې تېر کال يې د اسوشيټيټد پريس يوه عکاسه وژلې او يو خبرياله يې ټپي کړې وه.

ستره محکمه وايي، چې د پخواني پوليس نقيب الله دوسيه يې محکمې ته سپارلې او تېر کال محکمې نوموړی په مرګ محکوم کړی و.

د نقيب الله په نوم دغه افغان پوليس تېر کال د اسوسيټيټد پريس عکاسه انجا نيډرينګ هواس وژلې او د اسوشيټېټد پريس خبرياله کيتي کنن يې د هېواد سويل خوست ولايت ټپي کړې وه.

نيډرينګ هواس المانۍ عکاسه وه او د خپلو رسنيزو خدمتونو له امله يې ګڼ انعامونه اخيستي وو.

د عيني شاهدانو له قوله تېر کال د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال نيډرينګ هواس او کينن خوست کې روانې وې، چې د خلکو په منځ کې پرې افغان پوليس ډزې وکړې، عکاسه يې ټپي کړه او خبرياله يې ووژله.

۲۶کلن نقيب محکمې ته په خپلو خبرو کې په خپل جرم اقرار کړی، مګر دا يې نه دي ويلي، چې ولې يې دا خبرياله وژلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عزیز

دآلمانی وزونکی په شل کاله بند محکومیزی خو دبیگناه افغانانو قاتیلینوته مدالونه اوانعامونه ورکول کیزی

فعتبرویا اوللابصار

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x