نړۍ

اروپا ته تلونکي قاچاقي افغانان ترکیه کې نیول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۴ل): د ترکیې پولیسو «۷۷» تنه قاچاقي کډوال په داسې حال کې نیولي چې په غیر قانوني ډول یې له دې هیواد څخه اروپا ته د تېریدو هڅه کوله.

دغه کسان د ترکیې په «ادرنه» ولایت کې، چې له یونان او بلغاریا سره ګډه پوله لري، نیول شوي دي.

ترکي رسنۍ وايي چې نیول شوي قاچاقي کډوال د افغانستان، پاکستان، سوریې او یو شمېر نورو هیوادونو اوسیدونکي دي، خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

سرچینې زیاتوي چې نیول شوي قاچاقي کډوال د اړوندې سیمې امنیتي حوزې ته د قانوني اجراءاتو لپاره سپارل شوي دي.

ترکیه اروپا ته د قاچاقي مهاجرت یوه تر ټولو مهمه لار ګڼل کیږي، ډیری افغانان چې غواړي له دې لارې ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي، د ترکيې امنیتي ځواکونو لخوا نیول کیږي او یا یې کښتۍ یونان ته له رسیدو وړاندې په اوبو کې ډوبیږي.

د تېر جنوري میاشت په وروستیو کې «۳۰» تنه ناقانونه کډوال چې د افغانستان، ایران او سوریې اتباع وو، په داسې حال کې د ترکیې سرحدي پولیسو لخوا ونیول شول چې هڅه یې کوله په قاچاقي ډول یونان ته واوړي.

دغه راز د تېر کال په نومبر کې «۴۰» تنه افغانان، چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، هغه مهال اوبو ډوب کړل چې غوښتل یې له دې هیواد څخه د تورې بحیرې له لارې د کښتۍ په وسیله یونان ته ننوځي.

د یوې تر سره شوې احصائيې له مخې په ۲۰۱۴ کال کې په ترکیه کې د قاچاقي کډوالو د نیول کیدو ۵۲۴ پیښې ثبت شوي چې په ترڅ کې يې تر «۱۲۰۰۰» زیات کسان د دې هیواد د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

د ترکیې له لارې اروپا ته د تلونکو قاچاقي پنا غوښتونکو زیاته برخه د افغانستان، ایران او سوریې اوسیدونکي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x