دار الافتاء

خپله مېرمن له ځان سره بهرته بوولی شم؟

محترم مفي صاحب !زه د روزګار (کاروبار) په خاطر په لندن کي اوسېږم، او ما په پاکستان کي واده کړی ده، اوس زه غواړم چي خپله کورودانه له ځان سره لندن ته بوزم، مګر زما خسر ګنۍ هغه له ماسره نه پرېږدي، ایا زه شرعا دا حق لرم چي هغه له ځان سره بوزم اوکه نه؟

الجواب حامدا ومصلیا:

که ستا کور ودانه (مېرمن) له تاسره په خپله خوښه ځي، نودهغې مور، پلار او نور خپلوان یې دمخ نیوي حق نلري، او که بیا هغه (مېرمن) تلل نه غواړي، نو د مفتی به قول له مخې ته هغه په تلو سره نه شې مجبوره کولای.

”قال العلامة ابن عابدین رحمه الله تعالی: لکن فی النهر والذي علیه العمل فی دیارنا أنه لایسافر بها جبراً علیها وجزم به البزازي وغیره وفي المختار وعلیه الفتوی “.(الدر المختارعلی هامش رد المحتار،کتاب المهر:2495)

(کذا في فتح القدیر،باب المهر:3250)

(فتاوی حقانیه، کتاب النکاح:4310)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x