افغانستان

غزني: د ملي اردو عملياتو کې له اوياوو زيات ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولايت اوسېدونکي وايي، چې اندړو او ده يک ولسواليو کې د ملي اردو له لوري د روانو عملیاتو په ترڅ کې له اوياوو زياتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اندړو او د ده يک ګڼو سپين ږيرو او قومي مشرانو نن د غزني ولايت مرکز کې د والي دفتر مخته مظاهره وکړه او د ملي اردو له لوري يې د ولسي وګړو مرګ ژوبله په سختو ټکو وغندله.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع لاريون ته وويل، چې ملي اردو په لوی لاس د عامو خلکو پر کورونو بريدونه کوي او د خپلو توپونو مخه يې د مخالفينو پر ځای ولسي وګړو ته اړولې ده.

د اندړو ولسوالۍ قومي سپين ږيرو وويل، چې د ملي اردو عسکر په لوی لاس ولسي وګړي وژني او تر اوسه يې څلويښت تنه وژلي او له اوياوو زيات يې ټپيان کړي دي.

د اندړو قومي سپين ږيرو وويل، چې د ملي اردو عسکر د ولسي خلکو پر کورونو د درنو توپونو ډزې کوي، چې له امله يې ګڼو حامله ښځو خپل اولادونه ضايع کړي دي.

د غزني سرپرست والي موسی خان اکبر زاده رسنيو ته وويل، چې دی په خپله ده يک او اندړو ولسوالۍ ته تللی و او په خپلو سترګو يې د ولسي خلکو کورونه وليدل، چې د ملي په راکټونو او توپخانو لګېدلي وو، مګر د مرګ ژوبلې په اړه د کره شمېر په اړه يې څه ونه ويل.

ملي اردو له تېرو نهو ورځو راهيسې د غزني ده يک او اندړو ولسواليو کې د مخالفينو پر ضد د «نصرت» په نوم عملیات پيل کړي او تر اوسه يې د پرمختګ هېڅ خبر نه دی راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابن شهید ين

زه وايم جي دواره جانبه كدايشي كرم وي وكه جي زه جي سونه خبر يم …..يو جانب خبل دشمن ته دخلكو له كو ن با غونو نه سو محدودي دزي وكري متقا بل لوري بيا دهوان دزي ورباندي كوي نه يل بريدي نه ياغي به منز كي غريب ملت مري كور يي ورانيزي باغونه يي ورانيزي حتي ما شو مان شزي او سري يي وزل كيزي …..قسم به الله ده له ملته نه نور ب لكل لاره وركه ده له هري خوا وزل كيزي هيسوك يي ملاتر نشته يوزاي الله عز وجل دي مل شي اوبس …نور سوك غمخور نلري… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x