د نړيوال جام په پایلوبه کې نیوزیلینډ له استرالیا څخه شرموونکې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وری ۸مه ۱۳۹۴ل): د نړیوال جام پایلوبه د نیوزیلینډ او استرالیا هیوادونو تر منځ وه چې دغه لوبه کې استرالیا د نیوزیلینډ لوبډلې ته ماتې ورکولو سره د پنځم ځل لپاره نړیوال جام په خپل نوم کړ.

نیوزیلینډ د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. نیوزیلینډ په ۴۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۳ منډې جوړې کړې.

نړیوال جام کې دا د نیوزیلینډ لوبډلې لومړۍ لوبه وه چې له نیوزیلینډ څخه دباندې د استرالیا په لوبغالۍ کې ترسره شوه چې په همدې اساس د نیوزیلینډ توپ وهوونکي د استرالیايي توپ اچوونکو په وړاندې مقاومت ونشو کړای.

نننۍ لوبه کې د نیوزیلینډ څلور لوبغاړي میککلم، انډرسن، رونکي او هینري له کومې منډې جوړولو پرته وسوځیدل خو نیوزیلینډ د ایلیوټ او ټېلر غوره توپ وهنې سره ۱۸۳ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د نیوزیلینډ لپاره ایلیوټ په ۸۲ توپونو د ۷ څلوریزو او یوې شپږې په مرسته ۸۳ او ټېلر په ۷۲ توپونو د دوه څلوریزو په مرسته ۴۰ منډې جوړې کړې.

د استرالیايي لوبډلې توپ اچوونکي یو ځل بیا ټوله نړۍ حیرانه کړه او د نیوزیلینډ په خلاف يي غوره توپ اچونه وکړه. نننۍ لوبه کې د استرالیا لپاره جونسن درې، فالکنر درې، سټارک دوه او میکسویل یوه ویکټه واخیسته.

جونسن خپل ۹ اورونو کې ۳۰، فالکنر خپل ۹ اورونو کې ۳۶، سټارک خپل ۸ اورونو کې ۲۰ او میکسویل خپل ۷ اورونو کې ۳۷ منډې ورکړې.

په ځوابي توپ وهنه کې استرالیا ټاکل شوی هدف په ۳۳.۱ اورونو کې خپل درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او نړیوال جام يي په خپل نوم کړ.

د استرالیا لپاره توپ اچونې په برخه کې مایکل کلارک په ۷۲ توپونو د ۱۰ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۴ او وارنر په ۴۶ توپونو د ۷ څلوریزو په مرسته ۴۵ منډې جوړې کړې. سمیت دغه لوبه کې په ۷۱ توپونو د درې څلوریزو په مرسته ۵۶ منډې جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د نیوزیلینډ لوبډلې توپ اچوونکي هم د توپ وهونکو په څیر ښه لوبه ونکړه. د نیوزیلینډ لپاره هینري خپل ۹.۱ اورونو کې ۴۶ منډې ورکړې او دوه ویکټې واخیستې.

دغه لوبه کې بولټ هم خپل ۱۰ اورونو کې ۴۰ منډې ورکولو سره یوه ویکټه واخیسته.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د