ټکنالوژي

موزیلا کمپنۍ د فایرفاکس براوزر نوی او چټک ورژن وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وری ۸مه ۱۳۹۴ل): د موزیلا کمپنۍ د فایرفاکس براوزر نوی او چټک ورژن کاروونکو ته وړاندې کړ. دغه نوی براوزر د (HTTP/2) په مرسته به د دې کمپنۍ پخواني براوزرونو په پرتله ډیر چټک وي.

د موزیلا کمپنۍ دغه نوی براوزر ورژن ۳۶.۰.۴ دی او موزیلا دغه براوزر په خپل رسمي ویب پاڼه کې ځای پر ځای کړی تر څو کاروونکي وکولی شي په وړیا ډول يي ښکته کړي.

دغه براوزر د (HTTP/2) په مرسته کولی شي چې د پخوانیو ورژنونو په پرتله ډیر چټک کار وکړي او د کاروونکو د خوښې پاڼه په لږ وخت کې خلاص کړي.

موزیلا خپل د براوزر دغه نوې ورژن د وینډوز، مک، لینوکس او انډرایډ کاروونکو ته وړاندې کړی. د موزیلا فایرفاکس نوی ورژن په ټولو یادو شوو اپریټنګ سیسټمونو کې د کارولو وړ دی.

موزیلا توانیدلی چې د فایرفاکس براوزر په دغه نوی ورژن د دې براوزر پخواني یو شمیر خنډونه له منځه یوسي او په هر اپریټنګ سیسټم کې جلا ځانګړتیاوې لري.

همدا راز مویلا کمپنۍ خپل ویب پاڼه کې د فایرفاکس براوز نوی ورژن د ځانګړتیاوو یو لیست هم ځای پر ځای کړی چې کاروونکي له ښکته کولو وړاندې کولی شي د دې براوزر له ځانګړتیاو څخه ځان خبر کړي.

تاسې کولی شئ د فایرفاکس براوزر نوی بڼه یا ورژن له دې ځایه ښکته کړئ:

https://www.mozilla.org/en-US/firefox/new/#download-fx

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx