نړۍ

عرب سرمشريزه کې د ګډ دفاعي ځواک د جوړولو پرېکړه وشوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۴ل): د مصر شرم الشيخ کې د عرب ليګ غونډې په دوهمه ورځ د عربي هېوادونو چارواکو پرېکړه وکړه، چې شريک دفاعي ځواک به جوړوي.

عربان دا پرېکړه په داسې حال کې کوي، چې د ليبيا، سوريې، عراق او يمن په ګډون ګڼ عربي هېوادونه له داخلي او بهرنيو بحرانونو سره مخ دي.

د عرب ليګ په سرمشريزه کې پرېکړه وشوه، چې دوی به ژر تر ژره د ګډ پوځ د جوړولو لپاره ګامونه پورته کوي او دغه پوځ به د عربي هېوادونو امنيت، ځمکنۍ بشپړتيا او د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره جوړيږي.

د غونډې د نننۍ ناستې رييس او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي وويل، چې دوی به د ګډ عربي پوځ د جوړېدو لپاره د عربي هېوادونو د لوړپوړو نظامي چارواکو يو لوړپوړی کميسيون وټاکي او د ګډ پوځ د جوړېدو په ګڼو اړخونو، ستونزو او چانسونو په اړه به سلامشورې او وروستي وړانديزونه د عربي هېوادونو مشرانو ته وړاندې کړي.

د عربي چارو کارپوهان وايي، چې کېدای شي، عراق د عربي هېوادونو له دې پرېکړې سره همغږي ونه ښيي.

د غونډې ګډونوالو وويل، چې د ګډ عربي پوځ د جوړولو کميسيون به په درې مياشتو کې د خپلو څېړونو پايله او د کار طريقه د عربي هېوادونو مشرانو ته وړاندې کوي او له هغې وروسته د عربي هېوادونو ګډ دفاعي ځواک جوړوي.

عرب ليګ دا پرېکړه په داسې وخت کې وکړه، چې له تېرو درې ورځو راهيسې د سعودي عربستان په مشرۍ لسګوني ايتلاف يمن کې د ايران پلوو شيعه حوثي ملېشو پر مرکزونو درانه هوايي بريدونه پيل کړي دي.

د عرب ليګ مشر نبيل العربي غونډې ته وويل، چې د حوثيانو پر ضد روان عمليات به تر هغو روان وي، چې تر څو چې حوثي شيعه ملېشو وسلې پر ځمکه نه وي ايښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x