دار الافتاء

په ستن(انجکشن)لګولوسره اودس ماتيږي که نه؟

په ستن(انجکشن)لګولوسره اودس ماتيږي که نه؟

دمسئله ډېره اورېدل کيږي چي په ستن لګولوسره روژه نه ماتيږي،خودانه ده راته مالومه چي په ستن لګولوسره اودس ماتيږي که نه .

دحنفي فقې په رڼاکي ځواب راته وليکۍ،کورموودان.

ستاسومخلص :جان محمدزړه سواند

 

الجواب حامدا ومصليا:

په ستن (انجکشن)لګولوسره اودس نه ماتيږي،خوپه رګ کي دستن لګولوپه وخت کي ډېرځله لومړی په بمبه کښي وينه راايستل کيږي،بيابيرته له دواسره هغه وينه پيچکاري کيږي،نوپيچکاري(بمبې)ته له وېنې په راتلوسره سمدستي اودس ماتيږي.(کذافي أحسن الفتاوی:223)

دغه ډول په غوښه ياپوست کي ترستنه لګولووروسته هم کله ناکله وينه راوزي،که داوينه دبهېدلوپه مقدارکي وي نواودس په ماتيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x