افغانستان

کابل ښار کې چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۴ل): د کابل ښار اتمې حوزې اړوند شاه شهيد سيمه کې يوه درنه چاودنه وشوه.

لومړني راپورونه وايي، چې ماخستن څه د پاسه شپږ بجې شاهد شهيد سيمه کې د ولسي جرګې د وکيل ګل پاچا مجيدي کور ته څېرمه يوه درنه چاودنه وشوه، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د وزير اکبر خان روغتون ډاکټران وايي، چې روغتون ته دوه مړي او شپږ ټپيان وروړل شوي دي.

نا تاييد شوي راپورونه وايي، چې چاودنه کې د ولسي جرګې وکيل ګل پاچا مجيدي هم ټپي شوی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې امنيتي ځواکونو له پېښې وروسته سيمه کلا بنده کړې او د پېښې ځای ته څوک نه پرېږدي.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x