افغانستان

پېښور کې د پاکستاني پوځ ډګروال ووژل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۴ل): د خيبر پښتونخوا ايالت مرکز پېښور ښار حيات اباد سيمه کې د پاکستاني پوځ يو ډګروال طاهر عظيم د نا څرګندو وسله والو له لوري ووژل شو.

د پېښور پوليس وايي، چې طاهر عظيم د پېښور حيات اباد سيمه کې هغه مهال ووژل شو، چې د ماسپښين له لمانځه وروسته له جوماته خپل کور ته روان و او په ټپي حالت کې د حيات اباد دولتي روغتون ته ولېږدول شو، مګر روغتون ته پر لار يې ساه ورکړه.

چارواکي وايي، چې وژل شوی ډګروال د پېښور د بډه بېرې و، دنده يې په راولپينډۍ کې وه او کور يې حيات اباد کې و.

د پېښور پوليس وايي، چې کېدای شي دا پېښه د کورنۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x