fbpx

د اسلام تر مخه د عربو وحشيانه کارونه

ليکوال علامه شبلي رحمه الله : ژباړه سميع الحق (حماس)

په عربو كې پر له پسې سختو جنګونو ډير وحشيانه دودونه او رواجونه را پيدا كړي و چې يو څو دودونه يې په دې ډول بيانيږي:

1_ هر كله چې به دوى د جنګ بنديان وژل نو د هغوى كوچنيان او ښځې به يې هم ورسره وژلې بلكې په اور كې به يې سوځول .

2_ دوى به په دښمن باندې د بې خبري او يا د خوب په حالت كې چپاو ور ووړ او لوټ او تالان به يې كاوه، دې كار په عربو كې ډېررواج درلود، دوى به زړور او توريالى هغه څوك باله چې ډير غل او لوټ مار او په كار كې به غښتلى و او دى به يې د فاتك يا فَتَاك په نامه ياداوه، “تابط شراً اوسليك بن السلكه” له همدې ډول كسانوڅخه و.

3_ دوى به ژوندي انسانان په اور كې سوځول، هر كله چې بنو تميمو عمرو بن هند (د عربو د يو بادشاه) ورور وواژه، نو دغه بادشاه دا لوړه وكړه چې زه به د يو په بدل كې سل تنه وژنم، لكه چې بيا يې په بنو تميم حمله وكړه، دوى وتښتيدل او يوه زړه ښځه ورنه پاتې شوه چې نوم يې حمرا و، هغه يې ونيوله او ژوندۍ يې په اور كې واچوله، اتفاقاً په دغه وخت كې يو سپور را پيښ شو چې عمار نوميده، عمرو ورڅخه پوښتنه وكړه چې څنګه راغلې خير دى؟ عمار ورته وويل : زه د ډيرو ورځو وږى يم، دليرې مې د اور لوګى وليد، نو دا ګمان مې وكړ چې دلته به ډوډۍ پخيږي، عمرو حُكم وكړ چې داسړى دې هم په دې اور كې واچولى شي، دغه حُكم عملى كړى شو او عمار يې هم په اور كې واچاوه، جرير په خپل يو شعر كې دې واقعې او پيښى ته اشاره كړي ده.

واخزاكم عمرو كما قد خزيتهم  وادرك عماراً شقى البراجم.

4_ كوچنيان به يې نخښه كول او په غشو به يې ويشتل، “د واحس او غبرا” په جنګونو كې قيس بنو ذبيان ته خپل بچى د ضمانت په توګه وركړى وو، حذيفه چې د بنو ذبيان رئيس و ؛ په دغه كوچنيان يوې كندې ته بوتلل اوهلته به يې ورنه نښه جوړوله او په غشو به يې ويشتل اوكه په اوله ورځ به كوم كوچنى مړ نه شو نو د بلې ورځې له پاره به يې ساته او بيا به يې دغه ساتيري جوړوله او خلكو به يې ننداره كوله .

5_ د وژلو يو ډول دا و چې د يو سړي نه به يې لاس پښې او نورغړي پرې كول او بيا به يې پريښوده، چې په پړكيدو پړكيدو يې ساه ووځي. د غطفان او عامر په جنګونو كې د همدې تكليف له ويرې حكم بن الطفيل په خپله، خپل ځان ته زندۍ اچولې وه، لكه چې په عقد الفريد كې دا واقعه په پوره ډول ذكر شوې ده. د عرينه خلك چې په ظاهر كې مسلمانان شوي و او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم حضور ته راغلي و، دوى د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم يو مريى د ځان سره په زور بوت پښى او لاسونه يې ور څخه غوڅ كړل، بيا يې ورته په سترګو او ژبه كې اغزى چوخول تر څو چې په دغه تكليف كې مړ شو .

6_ د يو چا د وژلو نه وروسته به هم د دوى د بدل او انتقام جوش په ډيرو بد رنګو شكلونو كې ځان ښكاره كاوه او د مړي نه به يې لاسونه او پښى پوزه او غوږونه غوڅول، لكه چې داُحد په جنګ كې هندې د عربو د دې دود او رواج سره سم دحضرت حمزه رضی الله عنه او نورو شهيدانو غړي پرې كړي وو او د غاړې اميل يې ترې جوړ كړى و.

7_ دوى به دا لوړې كولې چې كه په دښمن مو لاس برشو نو د هغه د سر په ككرۍ كې به شراب چښو، د “سلافه” دوه زامن د اُحد په جنګ كې د عاصم دلاسه وژل شوي و، له دې كبله سلافه دا لوړه كړې وه چې زه به د عاصم د سر په كوپړۍ كې شراب چښم، په عربو كې دا رواج هم و چې دمړي يَنَه ( جيګر )  به يې ايستله او هغه به يې خوړله، هندې چې د سيد الشهداء حضرت حمزه رضي الله عنه يَنَه ويستلې او خوړلې وه د هغې حال وړاندې تير شوى دى.

8_ دوى به د اميدوارو ښځو نسونه څيرل اوپ ه دې كار به يې فخر كاوه، عامر بن طفيل د عربو يو مشهور زړور او د هوازن رئيس وايي:
بقرنا الحبالى من شنوءة بعدما   خبطن بضيف الرمح نهدا وخشعما.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د