يمن: حوثي شيعه ملېشې خپل ټانکونه او توپونه د سعودي عربستان سرحدي سيمو ته لېږدوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): يمن کې د ايران پلوو حوثي شيعه ملېشو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د لسګوني ايتلاف «پرېکنده تندر» بريدونه په څلورمه ورځ هم روان دي او تر اوسه يې د شيعه ملېشو ګڼ مرکزونه او د وسلو ډيپو ګان نړولي دي.

عربي رسنۍ وايي، چې حوثي ملېشې خپل ټانکونه، توپونه او درنې وسلې د يمن شمال کې د سعودي عربستان سرحدي سيمو ته لېږدوي او هڅه کوي، چې پر سعودي بريدونه وکړي.

رياض کې د الجزيرې تلويزون خبريال عبدالمحسن القباني د حوثي ملېشو ضد «پرېکنده تندر» عملياتو د وياند جنرال احمد العسيري له قوله وايي، چې دوی دا هوډ نه لري، چې يمن کې ځمکني پوځ داخل کړي او زياته يې کړه، چې دوی حالات څاري او سعودي عربستان ته د ګواښ پېښېدو په صورت کې به دوی خپل اړين ګامونه پورته کوي.

بل پلو د يمن د بهرنيو چارو وزير رياض ياسين وړمه ورځ ويلي و، چې د ايران پلوو شيعه ملېشو د ځپلو لپاره د ځمکنۍ جګړې تياری هم نيول شوی او د حالاتو له مخې به دوی پرېکړه کوي، مګر تېره ورځ يې د مصر شرم الشيخ کې عرب ليګ غونډې ته وويل، چې د سعودي په مشرۍ «پرېکنده تندر» هوايي بريدونو له يمن څخه د ايران لاس پرې کړی او اوس د حوثي ملېشو لپاره مرستې نه شي رسولی او ايراني الوتکې يمن ته د سفر کولو جوګه نه دي.

د عربي چارو يمني کارپوه ياسين تميمي وايي، چې حوثي ملېشې دا توان نه لري، چې پر سعودي بريد وکړي او يا هم سعودي عربستان عملا څه ګواښ متوجه کړي.

ياسين تميمي زياتوي: «’پرېکنده تندر’ عملياتو د حوثيانو ملا ورماته کړې، ملېشې او ځواک يې دړې وړې شوی، قيادت په مېدان کې نه شته او په داسې حال کې د دوی ګواښونه يوازې د خولې خبرې دي»

يمن کې د ايران پلوو حوثي شيعه ملېشو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د لسګوني ايتلاف بريدونه نن په څلورمه ورځ هم روان دي او تر اوسه يې د حوثي ملېشو ګڼ مرکزونه، د سکاټ توغنديو ډيپوګان او نور مهم ستراتيژيک ځايونه نړولي دي.

د يمن د بهرنيو چارو وزير رياض ياسين عرب سرمشريزې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې دا بريدونه به د يمن د قانوني حکومت تر قايمولو او حوثي ملېشو تر نسکورولو روان وي او له هغې وروسته به هېواد کې د سياسي خبرو اترو لړۍ پيليږي.

ښاغلي ياسين پر ايران تور ولګاو، چې غواړي، يمن خپله مستعمره وګرځوي او د همدې موخې لپاره يې يمن کې د حوثي کودتاچي ملېشو ټينګ ملاتړ کړی، مګر اوس، چې د دغو شيعه ملېشو پر ضد «پرېکنده تندر» عمليات روان دي، نو د ايران د مرستو او مداخلې لاس يې هم ور پرې کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د