
مزار شريف کې د بهرنيو چاروز وزارت يو کارکوونکی وژل شوی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): مزار شريف کې د بهرنيو چارو وزرات د تشريفاتو رياست يو کارکوونکی وژل شوی دی.
د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني وايي، چې د عزيز غني په نوم د تشريفاتو رياست دغه کارکوونکی تېره ورځ له غرمې وروسته د نا څرګندو وسله والو له خوا ووژل شو.
ښاغلي مستغني زياته کړه، چې د پېښې په اړه ډېر معلومات نه دي تر لاسه شوي او د مزار شريف امنيتي مسؤولينو په دې اړه پلټنې پيل کړي دي، مګر د پېښې په اړه تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.