دار الافتاء

داودس کولوپه وخت کي به کوم ذکرکوم؟

داودس کولوپه وخت کي به کوم ذکرکوم؟

محترم مفتي صاحب پوښتنه داده چي داودس کولوپه مهال مې دبېلابېلواذکاروپه هکله اورېدلي دي،خونه پوهيږم چي کوم به سم اوکوم به ناسم وي،که موپه دې هکله رهمنايي وکړئ.الله جل جلاله به ثوابونه درکړي.

ګلاخان،کابل

الجواب حامداًومصليا:

په ځيني کتابونوکي داوداسه په مهال پرهراندام باندي بسم الله ويل،دشهادت کملې اودرود ويل مستحب بلل شوي دي،په همدې ډول دهردپاره دبېلې بېلې دعاوې ويل ذکرشوي دي،خوله دې ټولوڅخه يوهم په حديث ثابت نه دي؛ځکه نودا په شرعي لحاظ مستحب بلل صحيح نه دی،خوکه يې داعقيده نه وي اويوڅوک دا ذکرونه ياکوم بل ذکرکوي نوڅه بده خبره نه ده،په صحيح حديثونوسره يوازي لاندي څه ثابت دي:

په شروع کي بسم الله ويل.(أبوداؤد)

په منځ کي ((اَللّهُمَّ اغْفِرْلِيْ ذَنْبِيْ وَوًسِعْ لِيْ دَارِيْ وَبَارِکْ لِيْ فِيْ رِزْقِيْ))ويل (نسائي،ابن السني.)

له اوداسه څخه ترفارغېدلووروسته دشهادت کلمه ويل.(مسلم،أبوداؤد).

په دې وختونوکي دادعاوې ويل هم ثابت دي: ((اَللّهُمَّ اجْعَلْنِيْ مِنَ التَّوَابِيْنَ وَاجْعَلْنِيْ مِنَ الْمُتَطَهَّرِيْنَ)).(ترمذي )

(سُبْحَانَکَ الَّلهُمَّ وَبِحَمْدِکَ اَشْهَدُاَنْ لَّااِلهَ اِلَّااَنْتَ اَسْتَغْفِرُکَ وَاَتُوْبُ اِلَيْکَ)(نسائي،مستدرک حاکم)

(سُبْحَانَکَ الَّلهُمَّ وَبِحَمْدِکَ اَسْتَغْفِرُکَ وَاَتُوْبُ اِلَيْکَ)(معجم اوسط للطبراني).

دشهادت دکلمودويلوپه وخت کي اسمان ته کتل هم ثابت نه دي،اوله دې سره ګوته پورته کول خوبې بې معنااوفضول کارده،تراودس کولووروسته سورت قدر ويل هم په څه دليل ثابت نه دی.

(واحاديث الذکرعلی اعضاء الوضوء کلهاباطل،ليس فيهاشيء يصح (منارالمنيف:ص: 120) وأماالحديث الموضوع في الذکرعلی کل عضوفباطل أيضا.ص:122.)

ثم رفع نظره إلی السماء وهذه الزيادة منکرة لأنه تفردبها ابن عم أبي عقیل وهومجهول.(تعليق عمل اليوم واللیلة لابن سني:ص:18)

وکذا قرأة إناأنزلناه عقب الوضوء لاأصل له.(المقاصدالحسنة للسخاوي رحمه الله تعالی:ص:424)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x