نظــر

خبریالان باید په ځان پوی شي!

ډاکټر عطامحمد رحیمي
د تېرکال په پیل کې چې ناندریزې ټاکنې پیل شوې، ما هغو وختو کې هم همدا نظر درلود، چې دا ټاکنې یوازې ډرامه ده خو د دې ډرامې تمثیل د دومره افغانانو په وژنه نه ارزي، خو ډيموکراسۍ ته ژمنو به ملامتولم او پر اشرف غني زیات باور د دې ډرامې تمثیل ته اړ کړي و، په لومړي ځل ټاکنو کې طالبانو د سلګونو بریدونو دعوه وکړه او دولتي سرچینو هم د خپل عادت له مخې ورو – ورو مستقیم یا غیر مستقیم اعتراف کاوه، چې د دې ډرامې د ښه تمثیل لپاره څومره طالبان، څومره دولتي عسکر او څومره ولسي وګړي له منخه لاړل.

د دویم ځل ټاکنو لپاره د «نی» په مشرۍ رسنیو له دولت سره ژمنه وکړه چې د ټاکنو په ورځ به هیڅ د تلفاتو او برید راپور نه ورکوي، رسنیو چې په سر کې همدا «نی» راځي داسې استدلال کاوه چې دا دویم ځلې ډرامه خو د ولس په ګټه ده او د دې لپاره چې ولس له خپلې ګټې بې برخې نه شي نو باید په دې ورځ د تلفاتو او بریدونو خبرونه نشر نه شي، تر څو خلک په دې ګټې کې له برخه اخیستو څخه پاتې نشي؛ خو واقعیت داسې نه و اصلاً رسنیو خپل ورپاتې یو ذره باور هم بشپړ له لاسه ورکړ او خلک يې کاڼه، ړانده او ګونګي په خښ کړل شویو بمونو، بریدونو او راکټونو ور پرېښودل، دوی دا د دوی په حق کې لوی ګټور کار باله چې ولس يې د امریکايي اشغال د اوږدېدو او حق ثابېتدو په خاطر دې ډرامې کې د برخه اخیستو جوګه کړ، خو اصلاً يې داسې ولس په لوی لاس د ویر په ټغر کېناوه.

سره له دې چې رسنیو پرلپسې یو طرفه تبلیغات کړي، خلک يې ګنګس کړي او تل يې د واقعیت ښودلو پر ځای دروغ د رښتیا په بڼه د دولت لپاره وړاندې کړي، خو تېر کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و، چې په خونړي کېدو کې يې لومړۍ درجه هغه دولت لاس درلود چې دوی يې د دولتي اشخاصو د شخصي ګټو ساتلو لپاره ډېره موده پرېمانه دروغ ويلي و.

په هېواد کې د خبریالانو د ټولنې له لوري په اعلاميو کې ویل شوي و چې تېر ۱۳۹۳ لمریزکال د وړم ۱۳۹۲ لمریز کال په پرتله څلوېښت سلنه خونړی و چې دولت پکې لومړۍ درجه، طالبان دویمه درجه او ځينې زور واکي په درېیمه درجه کې راتلل. سره له دې ټولو سره سره لا هم خبریالان د دولت پر جنایاتو سترګې پټوي او دا خبره په کلي توګه سمه ده، له خبریالانو سره باید ځینې ونه ویل شي، بلکې په مجموع کې د یوې ازادې رسنۍ خبریال هم داسې تصور کوي چې دی باید د دولت هر جنایت ته یو پرتوګ ور واغوندي، پر دې خدمت(!) سربېره د خبریالانو په ټکولو، وژلو او بې عزته کولو کې دولت لومړۍ درجه لري.

جالبه داده چې د افغان خبریال د بې عزتۍ، ډبولو او ان وژلو  پوښتنه په کلونو- کلونو نه کېږي، خو د بهرنۍ خبریالي په وژلو یو دولتي عسکر پر شل کاله بند محکوم کېږي، خو لا هم زموږ خبریالان سر نه خلاصوي.

سږ کال هم له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د پیل مقام دولت وګاټه او په زابل کې يې د ازاد خبریال احمد ولي سرحدي ډبول د دې کال د خبریالانو په وړاندې سور څراغ کړ، احمدولي سرحدي دا جرم (!) کړی و، چې د زابل د پولیسو له لوري د یو بې جرمه کوچي د وهلو خبر يې خپور کړی و، ځکه خو دی هم د پولیسو تر کنداغونو لاندې راغی.

نو خبریالان باید پر ځان پوی شي او د دولت لپاره حقایق تحریف نه کړي، د نمونې لپاره به پژواک یاد کړو سره له دې چې پر پژواک تبصره د امریکا په سفارت تبصر ده او د امریکا له سفارته ګیله هسې د وخت ضیاع ده، خو سیمه ییز خبریالان يې باید سترګې وغړوي، څو ورځې وړاندې چې په غزني کې د پولیسو له لوري په قاضي کلا سیمه کې پنځلسو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته، نو د پژواک خبریال  سمدستې راپور ورکړی چې دا چاودنه د چاودېدونکو توکو له امله شوي چې د ماشومانو د لوبې په ځای کې په بایسکل کې ځای پر ځای شوي و، ده په خبر کې دا خبره د غزني د کوم امنیتي مسوول له خولې را اخیستې وه او سرلیک يې هم همدا ډول ور کړی و، چې ماشومان د چاودنې له امله شهیدان شوي دي، ما فکر وکړچې لومړی خو د سیمې ټول خلک شاهدان دي بل د کوم معیار په اساس د دولتي سرچینې قول د خبر سرټکی ټاکل کېږي، په داسې حال کې چې له واقعیت سره بشپړ تضاد دی؟

خو کله چې مې په غزني د پژواک د خبریال فیسبوک ته سر ورښکاره کړه د نر زوی همدا خبره بې له کومې سرچینې کړې ده او داسې يې ښوودلې چې دی هم پر دې نظر دی او د پېښې عیني شاهد دی او په بایسکل کې چاودېدونکي توکي ده پخپلو سترګو لیدلي دي.

ورسره جوخت دا څو ورځې په غزني کې د عسکرو له لوري د پیل شویو عملیاتو په اړه همدې سرچينې تل سرچپه خبرونه ورکول، تر څو خلک مجبور شول او دعسکرو له لوري د عامو وژل شویو وګړو په غبرګون کې يې د ولایت مخې ته لاریون وکړ، خو بیا هم په غزني کې د پژواک مفتون غوږ ونه ګراوه.

په ډېرو سیمو کې خبریالانو ته د دولت له لوري کورونه ورکړل شوي، په پوهنې ریاستونو کې ورته قراردادونه ورکړل شوي او نږدې له هر دولتي ارګانه منظم میاشتنی معاش اخلي، ځکه خو پر حقایقو سترګې پټوي، خو بیا هم د خپلو بادارانو تر کنداغونو لاندې زګیروي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x