نړۍ

واشنګټن پوسټ: د لويديځ له لوري د ديکتاتورانو ملاتړ د ترهګرۍ ستر لامل دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): نړۍ کې د تاوتريخوالي، کورنيو جګړو او ستونزو تر ټولو ستر لامل د غرب له لوري د ديکتاتورانو ملاتړ او همکاري ده.

واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې عربي نړۍ کې د تاوتريخوالي او کورنيو شخړو ستر لامل دا دی، چې غربي هېوادونو د خپلو ګټو لپاره د ديکتاتورانو ملاتړ کړی او روڼ مثال يې يمن او مصر کې د غربیانو له لوري د ديکتاتورانو ملاتړ او همکاري ده.

د نيوزويک مجلې پخواني مدير واشنګټن پوسټ ته په خپله مقاله کې ليکلي، چې امريکا هېڅکله له تاريخه عبرت نه اخلي او داسې ښکاري، چې امريکايي چارواکي عربي نړۍ کې خپلې تېروتنې بيا تکراروي او دا ځل مصر کې د پوځي کودتا په مټ د راغلي ولسمشر عبدالفتاح السيسي تر شا ولاړ دي, دا سړی له پخواني ديکتاتور حسني مبارک څخه هم زيات سخت زړی او ظالم انسان دی او دغه سيسي تر اوسه سلګونو سوله ييز مظاهره چيان وژلي او لسګونو زره يې په زندانونو کې اچولي، چې ډېری يې د سياسي مخالفينو له ډلې څخه دي.

د واشنګټن پوسټ په وينا د امريکا پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش د عربي ديکتاتورانو ملاتړ خطرناک کار باله او ويل يې، چې سربېره پر دې، چې دغه ديکتاتوران سيکولران دي او اسراييلو سره هم ښې اړيکې غواړي، مګر خپلو خلکو ته چې ازادي نه شي ورکولای، نو له دوی څخه د امنيت تمه هم بې ځايه ده.

د مقالې په پای کې راغلي، چې دغه ديکتاتوران په خپله خوښه او د خپل واک د ژغورلو لپاره په خپلو خلکو او مخالفينو ظلمونه کوي، مګر د عربي نړۍ ولسونه ځکه له امريکا کرکه کوي، چې د دغو ديکتاتورانو ملاتړ همدا امريکايي چارواکي کوي.

«عربې ولس ځکه موږ ته د کرکې په سترګه ګوري، چې موږ د دغو ديکتارتورانو قوي ايتلافيان او ملاتړي يو او موږ بايد په دې خبره ځان پوه کړو، چې دا واکمنان د خپلو هېوادونو مخالفينو سره په زندانونو او جوماتونو کې کوم ناوړه چلند کوي.»

نړۍ کې، چې خلک د ترهګرۍ په نوم جګړې لپاره شپه ورځ منډې ترړې وهي او تر اوسه يې د ميليونو انسانانو وينې تويې کړې, ميليونه ښځې يې کونډې او ميليونونو ماشومان يې يتيمان کړل، مګر د نړۍ چارواکي او پلويان يې د ترهګرۍ د لامل د له منځه وړلو هڅې نه کوي او نه دا څېړي، چې دا خلک ولې ټوپک ته لاس کوي.

د ملګرو ملتونو په منشور او همدارنګه د اسلام له نظره يو ملت د خپل دين، ناموس، خاورې او عزت د ژغورلو لپاره د هر ډول مقاومت قانوني حق لري او تر څو چې د دغه مقاومت لامل له منځه نه وي تللی، نړۍ کې به جګړې همداسې روانې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x