دار الافتاء

دنوکانورنګ اوسريښ پرطهارت اغېزه کوي که نه؟

دنوکانورنګ اوسريښ پرطهارت اغېزه کوي که نه؟

محترم مفتي صاحب ځيني ښځې دښکلالپاره پرخپلونوکانويوډول رنګ کاروي چي ځانګړی صورت لري اوهغه دومره ټينګ وي چي ليري کول يې اسانه کارنه وي اولاندي اوبه نه پرېږدي،،پوښتنه داده چي که کوم چاداسي څه کارولي وي نواودس اوغسل يې سهی کيږي که نه؟که جواب راکړئ ډېره مهرباني به مووي.

له الله رب العزت نه درته اجرعظيم غواړو.

والسلام. په درنښت

خالداحمد

الجواب حامداًومصليا:

سريښ،دنوکانورنګ(پالش) اودښځوداستعمال ټول هغه څه چي بېخ يې سختيږي او اوبه اثرنه پرکوي،استعمال يې نه ده روا؛ځکه چي دا دشرعي فرائضو د ادکولومخنيوی کوي،ترڅوچي پاک نه کړل شي اواثريې ورک نه شي،نه يې اودس اونه يې غسل کيږي،خدای مکړه که پدې وخت کي څوک مړشي نودجنازې لمونځ يې هم نه صحيح کيږي ځکه چي دجنازې دپاره پاکي(طهارت)شرط دی.

(ردالمحتار1154 وعامة الکتب)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x