د نن سرلیکنه

د سولې پر کمبله د جګړې پریکړې !

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: شپږ میاشتې وړاندې د جمهور رئیس اشرف غني په مشرۍ د ګډ حکومت له منځته راتلو سره سم په هیواد کې د سولې خبرو زور اخیستی.

په دې ادعائي خبرو کې له دومره مبالغې څخه کار اخیستل کیږي چې ښاغلی اشرف غني د خپل هر رسمي او غیر رسمي مجلس پیل د سولې په نوم پیل او د سولې مذاکرات ، د سولې پروسه او په هیواد کې د سولې ټینګښت خپل اساسي لومړیتوب ګڼي.

په دې کې هیڅ شک نشته چې سوله د افغانانو لپاره همدغومره مهمه ده اوباید ټول افغانان د سولې د ټنګښت په لاره کې خپل ټول توان په کار واچوي .

خو خبره د ولسمشر تر ویلو اوکړنو پوري ده چې دسولې د تحقق په اړه يي متضاد کردار غوره کړی.

نوموړی په خبرو کې د سولې پر ټینګښت تظاهر کوي خو په عمل کې بیا د جګړې بلولو اور ته لمن وهي ، پر دې هر څوک پوهیږي چې جګړه یو علت دی او هیڅ علت بي معلوله نه وي ، که مونږ غواړو چې علت له منځه یوسو نو لومړی باید د معلول پر له منځه وړلو غور وکړو.

په افغانستان کې جګړه ښکاره عوامل لري د دغو عواملو د شتون ترڅنګ د سولې خبرې اوبه په ډانګ بیلول دي ، ولسمشر اشرف غني په داسې حال کې د سولې خبرې کوي چې په عملي لحاظ یې د خپل ویشلي حکومت د لومړۍ ورځې پیل د جګړې په ګرمولو ، اوږدولو، ټینګولو او پراخولو باندې کړی.

نوموړي د سولې د راتلو لپاره یو نمایشي ګام هم نه دي پورته کړی ، خو د جګړې د تودولو لپاره يي له امریکانو سره په اصطلاح امنیتي تړون لاسلیک کړ، د خپل ولس پرخلاف يي د شپې لخوا ځنډول شوي عملیات بیرته شروع او امریکایانو ته یې له افغانستان څخه د هغوی د پر شاکیدونکو ځواکونو د بیرته پاتي کیدو درخواست وکړ.

له تیري کوونکو امریکایانو سره د هغوی د ګټو د تضمین لپاره د امنیتي تړون لاسلیکول، د ولسي وګړو پرخلاف د شپې مهال عملیات بیا پیلول او د خارجي یرغلګرو پر پاتي کیدو ټینګار کول په افغانستان کې د جګړې له اساسي عواملو څخه دي.

د ګډ حکومت د مشر لخوا پر دغو خطر ناکو عواملو باندې د ټینګار ترڅنګ د سولې خبرې کول په حقیقت کې د سولې پر مفهوم ریشخند وهل دي.

ښاغلی اشرف غني د یوه احساساتي کرتر په حیث تر عمل پر احساساتو ډیر حساب کوي ، نو موړي د مارچ د میاشتې تر پیل یوه اونۍ وړاندې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدو کتو وروسته احساساتي طوفان داسې اخیستی وه چې د افغانستان ۳۶ کلنه جګړه یې په دې یوې غونډې سره پایته رسیدلې بلله ، خو نن چې د مارچ ۳۰ ورځ ده د امنیتي تړون لاسلیکوونکی لوری (امریکا) او دهغوی ۹۸۰۰ پاتي کیدونکي عسکر د نوي کال لپاره د افغانانو د وژلو ، وینو بهولو او جګړې اوږدولو لپاره نوي جګړه ییز پلانونه طرح کوي .

چې دا هرڅه د اشرف غني په غوښتنه تر سره کیږي او دغه ډول غوښتنې د سولې پر کمبلې د جګړې له خبرو پرته بله هیڅ توجیه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x