افغانستان

هلمند ـ ذوالفقار عملیات: یوازې سنګین کې سلګونه کورونه نړېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د دولت له لوري د تېر کال د دلوې په شپږویشتمه د هلمند په سنګین، نادعلي، مارجه او ځینو نورو ولسوالیو کې د ذوالفقار په نوم عملیات پیل شول، چې تر نږدې یوه نیم میاشت يې دوام وکړ.

د سیمې خلک وايي چې په دې عملیاتو کې دولتي امنیتي ځواکونو یوازې د هلمند په سنګین ولسوالي کې تر زرو ډېر کورونه نړولي دي.

د دوی په خبره دولتي عملیات لومړی د مالند له بازاره پیل شول، چې نږدې ۲۰۰ دوکانونه پکې د طالبانو د بم جوړولو فابریکو په نوم ونړول او وروسته يې عام باغونه او کورونه په بلډوزرو وران کړل.

د سیمې د مخورو له قوله دولتي عسکرو ورته ويلي چې ستاسې باغونه او کورونه د طالبانو سنګرونه او تاسې ټول د طالبانو همکاران یاست، دولتي سرچینو هم د عملیاتو په پیل کې تایید کړه چې دوی د طالبانو د بم جوړولو او پوډرو فابریکې نړولې دي.

د عملیاتو په اوږدو کې د بې بې سې خبریال هم له یادې سیمې راپور ور کړ او دې سرچینې د زیانمن شویو کورونو او باغونه انځورونه هم خپاره کړل.

طالبانو په تازه څرګندونو کې د دولت دغه کړنې غندلې دي او ويلي يې دي چې دوی به د دې زیان غچ اخلي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دوی یوازې په سنګیني کې «۱۵۰۰» هغه کورونه ثبت کړي چې بشپړ یا هم یو څه زیانمن شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي: «اسلامي امارت چې همیشه د خپل مظلوم او مستضعف ملت ترڅنګ دریدلی د ډارن او بي رحمه دښمن دغه غیر اسلامي غیرانساني او غیر افغاني عمل په کلکو ټکوغندي او د غمجنو کورنیو سره خپله خواخوږي شریکوي او اعلان کوي چي موږ به ددغه ظالمانه کړنو بدل د بي رحمه دښمن څخه ضرور واخلو.»

طالبانو په خبرپاڼه کې هغه د زیانمن شویو کلیو لړلیک خپور کړی او په رسنیو يې غږ کړی، چې «د اسلامي امارت له ویاند سره له تماس وروسته سیمي ته راشي، ترڅو دغه جنایت په خپلو سترګو وویني او په دې اړه ژوندي شواهد ترلاسه کړي.»

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د لوګر په څرخ او د غزني په ده یک او اندړو ولسوالیو کې هم عام وګړو د دولت له لوري د پیل شویو عملیاتو له امله شکایتونه وکړل او ويې ویل چې  د دې عملیاتو تر ټولو ډېر تاوان عامو خلکو ته رسېږي.

د غزني د اندړو ولسوالي سلګونو اوسېدونکو تېره ورځ د غزني په مرکز کې د ولایت مقام مخکې لاریون وکړی او له دولته يې وغوښتل چې د دوی په لس ورځنیو عملیاتو کې د لسګونو ولسي وګړو د شهادت له امله د دوی غږ واوري او د ولسي وګړو قاتلین محاکمه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوفان طوطاخیل

الله تعالي دي نور دا دعین غین ګوډاګیان اودهغوی چمچه پاکان په خپل فضل تباه اوبربادکړي ، دوی نه شرم لري نه حیا لري اونه په اسلامیت او افغانیت پوهیږي اونه ورته درناوی لري

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x