دار الافتاء

په اوداسه کي دسردمسحې سمه طريقه څنګه ده؟

په اوداسه کي دسردمسحې سمه طريقه څنګه ده؟

محترم مفتي صاحب که په لنډ ډول داوداسه فرضونه اوداداکولوطريقه په ځانګړي ډول دسرمسحه کول راته وليکئ،له الله رب العزت نه درته اجرعظيم غواړو.

والسلام. په درنښت

خالداحمد

الجواب حامداًومصليا:

په اوداسه کښي څلورفرضونه دي:

(1) دسردوېښتانو دراختلوله ځايه بيادزنې ترلاني پوري،اوله يوه غوږه بياتربله غوږه پوري دمخ پرېمنځل . دزنې اومرۍ په منځ کي برخه دمخ څخه نه ګڼل کيږي،په بعضي کتابونوکي دېته هم دمخ برخه ويل شوې،هغه صحيح نه ده.

(2) دواړه لاسونه سره له څنګلوپرېمنځل .

(3) لږترلږه دسرڅلورمه برخه مسحه کو.

اودټول سرمسحه کول سنت دی. طريقه يې داده چي دواړه ورغوي دټولوګوتوسره دسرپرمخکينۍ برخه کښيږدئ بيابه يې ترڅټ پوري کش کړئ اوبيادواړه لاسونه دمخ خواته راکش کړئ،بيادغوږومسحه وکړئ.

يادونه :بعضي خلګ څټ ته دلاسونودوړلوپه وخت کي ورغوی،دشهادت اوبټه(پنډه)ګوتې بېلې نيسي(يعني مسحه نه پکوي،)په ځيني کتابوکي همداسي ليکل شوي دي،خودايومرجوح قول دئ،صحيح اوراجح قول داده چي مخکي مو يادونه وکړه.

(4)دواړې پښې سره له پنډيوپرېمنځل.

په هغه اندامونوکښي چي پرېمنځل يې فرض دی په هغوکښي که ديووېښته په اندازه ځای هم وچ پاته شي.لکه دنوکانولاندي اوړه،ياترلويونوکانولاندي برخه،ياتنګه ګوتمۍ اوياتنګ بنګړي اوداسي نور،نوپه دې صورتونوکي اودس نه صحيح کيږي.(عامة الکتب).

” ويجب إيصال الماء إلی الذقن قبل نبات اللحية وماتحت الذقن لايجب إيصال الماء إليه. “ (خلاصة الفتاوی:121. ومثله فی جامع الرموز:124. والسعاية:146 وحاشية الهداية:2591 وغيرها)

” وأمامجافاة السباحتين مطلقا ليمسح بهماالطنين والکفين في الأبارليرجع بهماعلی الفودين فلاأصل فی السنة لأن الإستعمال لايثبت قبل الإنفصال. “(فتح القدير:112 رد المحتار:1121).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x