د امريکا يرغل ولې اوږد شو؟ (۳)

لطف الله خيرخوا

سياسي حل وفصل :

تېر جهاد کې له مجاهدينو ډېر نړۍ د روسانو په ماتولو ټينګار کاوه. څه مجاهدين جدي وو او څه چانسونه داسې برابر شول، چې روسان مات شول او خبره نږدې يو طرفه شوه. اوسني جهاد کې خبره بل ډول ده. څومره چې مجاهدين د امريکا ماتولو ته لېواله دي، هومره نړۍ ټينګار کوي، چې پاتې شي او نظام يې ثبات پيدا کړي، معنا دا ده، چې ضمني چانسونه نه شته. يوازې او يوازې جهادي لوری په ټوله معنا مکلف دی، چې د دښمن د ماتې اسباب ولټوي.

د روانې جګړې په اړه يوه خبره پام غواړي. خبره دا ده، چې پر موږ يرغل شوی، موږ چا پسې نه يو تللي، اوس نو همغه چا ته بويه چې جګړه يې پيل کړې، جګړه ودروي، ګنې پر موږ قتال فرض دی او تر هر بريده ځو. اوس که نړۍ له جګړې څخه نه په شا کيږي، نو موږ ته تر هغوی ډېر جديت او قاطعيت په کار دی. يو له دې اړخه چې موږ بايد خپل کار وکړو او دوهم له دې، چې “قتال” د جديت او قاطعيت نوم دی، بې له دې ځانګړتياو قتال خپل رنګ تتوي او کمزوری قتال مطلوبه نتيجه نه ورکوي.

موږ دا شک نه کوو، چې ګوندې جهادي لوری جدي نه دی، مګر دا يقيني ده، چې د قتال جريان کې سياسي پروسو ځينې ستونزې پېښې کړي. مثلا د جديت او قاطعيت پر بنسټ، چې د دښمن د ماتولو کومې لارې چارې خپلول په کار وي، موږ نه دي خپلې کړي. همدې سياسي پروسو جهادي لوری دې ته اړ کړ، چې د دې خاص حالت خاص احکام مراعات نه کړي.

مثلا نړۍ پر موږ راټوله ده او په يو وار مو وهي، خو زموږ سياست د دې پر ځای، چې د مقاطعې جدي تاثيرات وکاروي، په همدې ظالمې نړۍ غږونه کوي او د خپل مظلوميت پوښتنه په دوی کوي. له تېرو څو کلونو موږ په رسمي پيغامونو او اعلاميو کې لولو، چې :” موږ له نړۍ غوښتنه کوو…موږ له ملګرو ملتونو غواړو…”. هېښوونکې ده، چې دا کومه نړۍ ده؟ او کوم ملګري ملتونه دي؟ همغه، چې موږ پسې راټوله ده؟ همغه ملتونه، چې موږ پسې راغلي؟ که بله نړۍ هم شته، چې سوله غواړي؟ همدلته سړی پوهيږي، چې جهادي لوري نه د قاطعيت لار خطا ده.

دا خبره دې څوک نه کوي، چې موږ ټولې نړۍ سره جګړه نه شو کولی؛ ځکه چې همدا اوس ټولې نړۍ سره نښتي يو، که ټينګار مو وکړ، ماتيږي ان شاءالله. د امريکا د ماتې په رابطه دلته يوه بله خبره هم پام غواړي، چې يوازې د امريکا د وتو ارمان، پر ځای ارمان نه دی، بلکې د امريکا د ماتې ارمان ستر او پر ځای ارمان دی او همدا بايد د روان “قتال” پايله وي؛ مګر دا ارمان به هله پوره کيږي، چې موږ په تمامه معنا جدي او قاطع اوسو. دا ارمان د قرآنکريم دې اصل سره هم اړخ لګوي : {والذين إِذَا أَصَابَهُمُ البغي هُمْ يَنتَصِرُونَ} کله چې ورباندې(پر مؤمنانو) ظلم وشي، ځان ګټي. ځان ګټل د انتقام په معنا دي او انتقام هله اخستل کيږي، چې امريکا ماته او ټوټې ټوټې وځي، ځکه موږ يې همداسې ځپلي او ټوټې کړي يو. که د سياسي جوړ جاړي ترڅ کې د امريکا وتل تضمين شي، نو د الله جل جلاله د مؤمنو بنده ګانو دا صفت به مو نه وي ګټلی : {والذين إِذَا أَصَابَهُمُ البغي هُمْ يَنتَصِرُونَ}.

د انتقام په اړه د سيرة النبي يوه وړه پېښه ذهن ته راځي. د هجرت په اتم کال، چې کله د قريشو حليفې قبيلې “بنو بکر” د مسلمانانو پر حليفې قبيلې “بنو خزاعة”تېری وکړ او خلک يې ترې ووژل. بنو خزاعة له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ځان ګټنې(انتقام) غوښتنه وکړه، هغه ورسره وعده وکړه، چې تاسې به ګټل کېږئ. همدا پېښه د حديبيې د تړون د نقض سبب شو. قريش پوه شول، چې موږ تېری وکړ. ابو سفيان ډېره خواري وکړه، چې د مذاکراتو له لارې خبره هواره کړي، خو په ډېره جدي او قاطعه توګه د هغه هر وړانديز مسلمانانو رد کړ، ځکه چې بې له عسکري فتحِ ځان نه ګټل کېده او د فتحِ په درشل کې مذاکره او سوله سل په سله د يرغلګر دښمن تلې ته تيږه غورځول وو، همغه و، چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم په ډېر جدي او قاطع قتالي موقف د نړۍ د تاريخ د ستر او عظيم الشان فاتح په توګه مکې ته ننووت!

د جهادي لوري د سياسي پروسې بل منفي اغېز، چې د قتال د جديت خلاف دی، له امت سره په نا سيده ژبه پرېکون دی. په لوی لاس کوښښ کيږي، چې دا جهاد “افغانی” وښوول شي. جهاد “اسلامي” عمل دی او د اسلام افاقيت ته په کتو بايد په افاقي ذهنيت کار وشي. علاماتي محدوديتونه بايد نړېدلي وي، په ځانګړې توګه په نظرياتي ليکو کې بايد دا افاقيت خاص مراعات شي او بيخي له پامه ونه غورځول شي.

که هر څوک جهاد ته قومي رنګ ورکول غواړي، خطا او د اسلام منافي کار کوي. قرآن رښتيا وايي، چې دا يهود او نصارا به مو تر هغې نه پرېږدي، چې تر څو مو له خپل دينه وانه ړوي. تاسې وګورئ، دا سياف يې له دومره بې دينۍ سره هم معاف نه کړ او داسې لوڅ لپړ يې له صحنې لرې کړ، لکه ستن چې له اوبو وباسې. دوی نږه کفر غواړي او په ډېر او بيخي ډېر تت رنګ کې اسلام هم نه مني. موږ خو دا تصور هم نه شو کولی، چې ګوندې جهادي لوری دې کفر ته له کوم واړه ارزښته تېر شي، چې نه تېرېږي، کفر يې نه مني، چې نه يې مني، نو ولې موږ له خپلو فکري اصولو ورته تېرېږو؟

په زغرده د نړېوال جهاد ملاتړ په کار دی، دا اسلامي غوښتنه هم ده او همدا د جهادي لوري د نړېوال محبوبيت راز هم دی. که د ملاتړ اعلان يې مصلحت نه وي، نو د نه ملاتړ او پرېکون تظاهر يې کوم مصلحت دی او څه مشروعيت لري؟ بيا خو اقلا چوپتيا په کار ده، که څه هم مناسبه نه ده. دا اوس چې ځينې خلک د”دولة الاسلام” اړوند دلايل وايي، په همدې ځای ګوته ږدي، چې ګوندې په زغرده د “امت” مسائلو ته توجه کوي او کفر سره په ډېر جدي او قاطعانه انداز چلن کوي. موږ وليدل، چې د نړېوال جهاد اتلان له ډېرو تېز پَرو سره د دې ځای د جهادي لوري په سر چنې وهي، مګر دوی بيا د خپل دې سياست پايله کې له همدې اتلانو سيده او نا سيده بېزاري اعلانوي!!

ګورئ، يو د اولوياتو او ترجيحاتو پر بنسټ د لارې انتخاب دی او يو دا دی، چې يو څوک چورلټ د خپلو عقَدي ارونو پر ضد دريځ نيسي؛ دواړه فرق لري.
اصل خبره دا ده، چې د يرغل پای ته رسېدو حل په سياست کې نه شته او که وي هم، جزوي حل به وي او جزوي حل هيڅ نتيجه نه ورکوي، بلکې سياست به هغه وخت پيليږي، چې قتال مطلوبه نتيجه ورکړي. تر هغې، چې د قاطع قتال له لارې د “افساد” بېخکني ونه شي او همدغسې لکه دوی چې وکړل؛ د دکفري نظام پر ځای اسلامي نظام قايم نه شي، ګډوله او نيمه حل هيڅ لار نه ده. د همدې نيمه حلونو په لټه کې د جهادي لوري لږې بوديجې ته ډېرو مصارفو خوله وازه کړې، چې په لوی لاس د قتال د کمزوري کولو په معنا دی. که جهادي لوری په جدي او قاطعانه ډول خپله بوديجه په قتال مصرف نه کړي، شونې ده جګړه همداسې دوام وکړي.

موخه دا نه ده، چې ګوندې د نظام د نورو اړخونو اهميت کم کړو، بلکې وخت نه لرو او بايد هر کار په خپل وخت سر ته ورسيږي. دا جګړه ييز حالت دی او جګړې ته بايد له هر څه زياته توجه وشي، ځکه چې د جهادي لوري شتون او وجود په جګړه دی. که دا جګړه لږه سسته شي، ګورو به، چې څوک يې په اذان روژه هم ماته نه کړي.

له قتال سره سره د نورو مصارفو د مؤثريت په اړه داسې هم کېدی شي، چې دا هر څه قتال سره اوږه په اوږه په مخ لاړ شي. دعوت وارشاد، تعليم وتربيه، جلب وجذب، ملکي تلفاتو کمېسيون….دا هر څه بايد د سنګري مجاهد کار لا اغېزمن کړي او هغه سره سم په ميدان ودريږي، نه دا چې دهغه نا سم کار سم نه کړی شي، بلکې ښه يې هم ورخراب کړي. مثلا د ملکي تلفاتو کمېسيون د حقوق بشر(!) د راپور پر بنسټ د ډېرو سرکشانو په رابطه له مجاهدينو تحقيقات کوي، ترټي يې، اما همدا کمېسيون بيا د هغه شهادتونو په رابطه هيڅ هم نه وايي، چې همدغه سر کشان په کې اصل عاملين وي! همدغسې قتال خپل مؤثريت له لاسه ورکوي او د بهرني يرغل د اوږدېدو لامل کيږي.
نور بيا…

avatar
8 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حق جو
میلمه

خیرخوا صاحب ښې خبرې کړې، په ایډیال او عادي حالت کې دغه ډول مشورې باید عملي شي، خو خیرخوا صاحب باید دې ته هم متوجه واوسي چې طالبانو په ډیره سختو ظروفو کې خپله مبارزه او حداقل خپله اسلامي اوجهادي وجهه راژوندۍ ساتلې، داسې ظروف چي اخواني عباقره په کې پوچ او د القاعدې نوابغ په کې غیرمؤثر وختل طالبان دي ژوندي و چې په خپل محدود ذهن یي لا هم له حالاتو سره ډغره وهلې تر یوه حده یي خپل اولس خوشال ساتلی ، د عام اسلامي امت زړه یي له ځان سره ساتلی،خپل ګڼ شمیر دښمنان یي په… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

خیرخواه صیب تاسو ته سلامونه او احترام خداوند متعال مو په ګوتو او قلم برکت کښېږده خبرې مو په تیوری کې ښې او له ګټې خالي نه دي. محترمو نن سبا نړیوال اسلامي اخوت نشته طالبان او په ټوله کې افغانان نباید د چا په دې تش شعار وغولیژي، بلکه د ځان د بقا او وجود پخاطر باید د طواغیتو د پارولو پر ځای د هغوی له مستقیم شر څخه ځان په امان کړي. تاسو ماته له نړیوال جهادي بهیر څخه متاثر ښکاری په داسې حال کې چې نړایوال جهادي بهیر په اصل کې له مونږ او تاسو خوارانو څخه… نور لوستل »

انصار
میلمه
انصار

سبحان الله، قسم په الله چه د قران او سنت همدغه تقضا ده لکه ستاسی چه وړاندی کړی ده ، که چیری الله د نه کړی، جهادی لوری لژ تنازل و کړی او د پوره بصیرت نه کار وانخلی نو انجام به یی داسی وی لکه د کابل د مجاهدینو(شر او فساد). نوټ: د محترم طالبانو ،حکمتیار صاب او معتصم اغا ځخه هیله کوم چه د غه لیکنو لړی په بیا بیا ولولی، او په قسم سره وایم چا چه د قران او سنت خلاف کړی الله شرمولی دی ، او بیا خصوصا جهادی لوری خو بیخی د احتیاط څخه… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

خیرخواصاحب ډیرښه اظهاردی کړی لاښه موفقیت درته غواړم خوزماپه نظر که دامارت مشران یوڅونورو شیانوته متوجه سی نوانشاءالله له دی مازدیګره څخه به روږه ماتی ته ژر ورسیژو ۱-دخپل اقتصادتقویی ته متوجه سی اوزیاته برخه یی نظامی کاروته ورکړی ځکه جهاد اساس دی که خدای مکړه هغه نوی نوهیڅ ایداره به نوی همداشان که جهاد کمزوری سی درازی پیداکوی چه بیشماره مشکلات به له ځانه سره ولری۲-په جنګ کی باید ملګری له بیځایه پیر اوټک کوولو ځخه منع کړی دا له بیت المال سره لوی خیانت دی چه دثقیل مرمی نه رسیژی دی دکلاشنکوپ زربی وهی همداسی راکټ وغیره بیځایه… نور لوستل »

خيرخوا
میلمه

غوربندی وروره. د امت پر اوږو سپاره واکمنان رښتيا هم اخوت نه لري، نه بايد د دوی په شعارونو وغوليږو، اما چا چې له خپل پلرني کلي په سوونو کلومتره لرې راسره دلته په يوه سنګر کې ځان شهيد کړ او يوه هديره کې يې ځان راسره خاورو ته وسپاره څنګه يې هېرولی شو؟ د اخوت په نوم ترې چنده راوړی شو او ننګه يې طواغيت راپاروي؟ د اخوت معنا د ځان فنا نه ده، بلکې رښتينې بقاء تضمينوي. زه “جايز نشنلزم” نه شم ويلی، خو د “اولوياتو” اصل سړی ويلی شي، د فعلي شرايطو خبره کېدای شي، خو په… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

خیرخواه صیب تاسو ته مجددا سلامونه وایم قتال/مقاومت/جګړه مغرورو اشغالګرانو د افهام لپاره یوه تر ټولو وروستی او اغیزمنه طریقه/ژبه ده او افغانان باید تر هغې په همدې اصل ترکیز وکړي تر څو یرغلګر جهت د افغانانو د ازادیخواهی برحقه پیغام/غږ وفهموی. مونږ باید هیر نه کړو چې یرغلګرو په افغانستان کې یو موجود حکومت نسکور کړی ده، ایا هغه حکومت له نړی سره دښمني لرله/پالل ؟ نه له هیڅ هیواد سره یې د دښمنی خيال نه وو. نو پس زما هدف د یرغلګرو له مسوولانه وتلو څخه داده چې هغوی دې له وتلو سره سم هر څه هغه حکومت… نور لوستل »

حق جو
میلمه

که له نړیوالو مجاهدینو نه مطلب داعش وي بیا خو خیر خوا صاحب باید په خپله خبره له سره غوروکړي، داعش موږ ته مسلمان نه وایي نو موږ به ورسره په کوم چوکاټ اسلامي اخوت وکړو، داعش د خراسان لپاره د امیر ټاکلو په پیغام کې د امریکایانو سره تر جهاد وړاندې دلته له شرک او بدعاتو سره د جهاد غږ کړی، داعش ددابق مجلې په وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې عبدالروف خادم پخوا دیوبندیت په عقیده و خو بیا ورته الله حق روښانه کړ او د اهل السنة په عقیده شو ، مطلب داچې دوی عام حنفي طالبان اهل… نور لوستل »

خيرخوا
میلمه

غوربندي او حق جو صاحبانو! لومړی خو دا موضوع د ليکنې اساسي ټکی نه دی، اساسي ټکی “قاطعيت” دی، د اخوت خبره د سياسي پروسې د منفي اغېزو د مثال په توګه ليکل شوې. دوهمه دا ده، چې اخوت ډلو پورې نه دی، مسلمانا نو پورې دی او هغه رڼه خبره چې زه يې کول غواړم دا ده : چې موږ دا دی دوهم ځل د خلافت چانس له لاسه ورکوو. ولې په منفي رويو خلافت زموږ له کوره وځي؟ اساسي علت يې همدا دی، چې موږ خلک پر ځان راټول نه کړای شول. يعنې د دې ځای جهادي لوری… نور لوستل »