دیني، سیرت او تاریخ

عجــــــــــــــــــــــــــــــــــيبه خبره

ajeebموږ ته زر ۱۰۰۰ روپۍ دجمات يابل دخير په کار کي مصرفول خورا ډېر مال اوبې ګټي مصرف ښکاري.

مګر

کله يې چې په بازار کي په لهو او لعب مصرفوو نو ډېر کم مال اوپه ځای مصرف يې ګڼو.

عجيب

 

دکوم وزير يا باچا دربار ته حاضرېدل او ورسره ليده کاته دځان خوش نصيبي او ستراعزاز تصور کوو او په دربار کي يې زمونږ د ادب او احترام مثال نه ليدل کېږي.

مګر

دالله جل جلاله په وړاندي يوازي حاضري راباندي خورا درنه وي، اوپه دربار کي يې زمونږ د سستي اوناغېړي هيڅ مثل نه وي.

عجيب

په جمات کي دوه ساعته ناستی راته ډېره اوږده موده ښکاري.

مګر

همدغه دوه ساعته راته په بازار او کوڅو کي يا د فلمونو د کتلو په مهال راته ډېر کم وخت ښکاري.

عجيب

دالله جل جلاله په عبادت کي راته يو ساعت له حده زيات وخت ښکاري.

مګر

همدا يو ساعت راته انټرنټ ته دکيناستو يا د تلويزيون د کتلو په مهال خورا کم وخت ښکاري.

عجيب

دقرآن کريم دوه صحفې تلاوت راته خورا مشکل وي.

مګر

ددې برعکس ناولونه لوستل راته ډېر اسان وي.

عجيب

دسمعي اوبصري ميډيا دخبرو په تصديق کي هيڅ زنډ نه کوو.

مګر

په هغه څه کي چې قرآن اوحديث يې راته وايي په شک اوشبه کي شو.

عجيب

دحيرانۍ ځای دی چې بې له چون او چرا د مغرب دتهذيب رنګ اخلو او طريقې يې خپلوو.

مګر

دخپل خواږه نبي عليه السلام طريقه ( سنت ) خپلول راته ناخوښه غوندي وي.

عجيب

د دعاء په مهال راته هره خبره نه يادېږي.

مګر

له ملګرو سره دګپي شپي په مهال راته د دنيا خبري يادي وي، حتی ملګري موپه خبرو کي د وار له نه ورکولو ګيله من وي.

عجيب

د هري بې ګټي ناستي او مجمع په لومړي صف کي راته تر بل هر صف زيات خلک ښکاري.

مګر

په جمات کي دلومړي صف رغبت خورا کم وينو، اوپه وروستي صف کي زيات خلک په نظر راځي.

عجيب

دقرآن کريم دوه آياتونه يادول راته له حده زيات سخت ښکاري.

مګر

سندري اوبې ګټي شعرونه بې له سوچ اوفکر څخه يادوو.

نو اې دخدای جل جلاله بنده اومکلف انسانه ! زمونږلارښود صلی الله عليه وسلم فرمايي :-

جنت په ناخوښه څيزونو پوښل شوی او د وزخ په نفس خوښونکو څيزونو پوښلی دی. ( مسلم )

اوبل ځای کي فرمايي :-

د دنيا خواږه د آخرت ترخه دي او د دنيا ترخه د آخرت خواږه دي. ( احمد او حاکم )

او الله جل جلاله په خپل مبارک کتاب کي فرمايي :-

فَأَمَّا مَن طَغَى

بيا نو چا چې سرکشي کړي وي.

وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا

او د نيايي ژوند يې غوره بللی وي.

فَإِنَّ الْجَحِيمَ هِيَ الْمَأْوَى

يقينا دوزخ به يې استوګنځی وي.

وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى

اوڅوک چې دخپل رب په مخ کي له درېدلونه ډار شوی وي اوځان يې له هوسونو ساتلی وي.

فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى

نوبې شکه جنت يې استوګنځی دی.

وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ الله

اوپه خپل هوس اونفسي خواهشاتو پسي مه ځه چې دالله جل جلاله له لاري به دي واړوي.

نن د عمل ورځ ده دحساب نه ده، او سبا به دحساب ورځ وي دعمل نه.

اورېدلي موله خلکو

محبت يوداسی څيز دی

پټول يې خورا ګران دي

دا په سترګو کي ځلکيږي

دا په مخ له ورايه ښکاري

حتی زړونه ژړوي

مګر

که دغه ټول رښتيا وي

نو زمونږه له خپل رب

سره څنګه محبت دی

نه مو سترګو کي ځلا کړي

نه مو مخ کي معلومېږي

نه لهجه کي راته ښکاري

نه يې زړونه ازمايلي

نه يې شپې را ژړولي

دغه څنګه محبت دی

احمد ګل ریان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x