افغانستان

د پرونۍ چاودنې دوه ټپيان د ولسمشر له لاسه مړه شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): هېڅ افغان له بل افغانه کم نه دی او هېڅ افغان له بل افغانه زيات نه دی. دا د ګډ حکومت د اول مشر اشرف غني هغه شعار دی، چې د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال يې تکراراو، مګر تېره ورځ، چې دکابل اتمې حوزې اړوند شاه شهيد کې د و لسي جرګې پر وکيل ګل پاچا مجيدي چاودنه وشوه، دوه تنه په کې ووژل شول او د ګل پاچا مجيدي په ګډون اوه ولسي وګړي په کې ټپيان شول.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني يوازې د ولسي جرګې د وکيل پوښتنې لپاره وزير اکبر خان روغتون ته ورغی، چې د نوموړي د ناروغ پوښتنې له امله وزير اکبر خان ته غځېدلې لارې او واټونه د درې ساعتونو لپاره بند وو.

د احمدالله او فيصل په نوم د دوو ټپي ماشومانو کورنۍ او دوستان وايي، چې احمدالله او فيصل د ولسمشر غني له لاسه شهيدان شول، ځکه چې دوی د خپلو ټپيانو لپاره وينې پسې تللي وو، مګر د اشرف غني له امله پر دوی لارې او واټونه د درې ساعتونو لپاره بند وو او درې ساعته وروسته، چې دوی روغتون ته راوسېدل، نو دواړو ماشومانو ساه ورکړې وه.

د احمدالله مور چيغې وهي او وايي، چې مېړه يې مخکې په يوه چاودنه کې وژل شوی و او ديارلس کلن زوی يې تېره ورځ په هغه چاودنه کې ټپي شو، چې د ولسي جرګې وکيل ګل پاچا مجيدي يې هدف و، مګر د ولسمشر غني له لاسه يې زوی شهيد شو، ځکه چې نوموړی يوازې د وکيل پوښتنې ته ورغلی و او د دوی د کوچنيانو پوښتنه يې ونه کړه او اضافي يې لا لارې بندې کړې وې، چې له امله يې د دې زوی ته وينه ونه رسېده او روغتون کې يې د وينې د کمښت له امله ساه ورکړه.

د فيصل په نوم د يو بل شهيد پلار ذبيح الله، چې دواړه سترګې او يو لاس يې پخوا له لاسه ورکړي، چيغې او ساندې کولې، چې حکومت مالدارانو، زور واکو او وکيلانو ته ارزښت ورکوي او غريب وګړي خپل ولس نه بولي.

د روح الله په نوم د فيصل ماما رسنيو ته وويل، چې ولسمشر د وکيل صیب پوښنې ته راغلی و او له امله يې ټولې لارې او واټونه بند وو او دوی ونه شو کولای، چې خپلو ټپيانو ته وينه ورسوي او وايي، چې خوريی يې د ولسمشر له لاسه شهيد شو.

د فيصل او احمدالله کورنۍ وايي، چې حکومت بايد د جګړې اور مړ کړي او د جګړې ټول لاملونه له منځه يوسي، تر څو هېواد کې دايمي سوله او ارامي راشي.

فيصل او احمدالله خو له دنيا لاړل، مګر مېندو ته يې د دوی د جدايي دايمي غم او درد پاتې شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x