نظــر

د کنړ غلام محمده باډیل ته مه ځه!

لیکوال: حیات پیاوړی

هوکی! هغه د دې سندرې د اوریدلو پر مهال د خپل ولس او هیواد سره د مینې او وفادارۍ له امله هغه ته د شوو ګواښونو سره سره بیا هم باډیل ته لاړ او هيڅ ډول ګواښونو ته يې سر ټیټ نه کړ. اوس هم د هغه د وصیت سره سم او خپل ولس او هیواد سره د مینې او وفادارۍ له امله خپل اصلي ټاټوبې ته ورسول شو. زه د اروا ښاد غلام محمد صافي یادونه کوم، چا چې خپل روح په همدې نژدې وختونو کښې د ارواحو مالک لوی څښتن تعالی ته وسپاره.
انا لله و انا ایه راجعون ط

ارواښاد وکیل صاحب غلام محمد صافی د ۱۳۹۳ لمریز لیږدیز کال د حوت د میاشتې په ۱۴(د مارچ په پنځمه، ۲۰۱۵) نیټه د ور پیښې ناروغۍ له امله د څه د سل کلنۍ شاو خوا په عمر د هجرت په دیار، د امریکي د متحده ایالاتو په سانفرانسیسکو ایالت کښې خپل روح لوی څښتن تعالی ته وسپاره. کابل ته د هغه د جنازې د را رسیدلو پر مهال د هغه یو شمیر زیاتو مینه والو د هغه د جنازې او جنازې سره مل د هغه ارواښاد د کورنیو د غړو تود هر کلی وکړ. د هغه ارواښاد جنازه د ۱۳۹۳ لمریز لیږدیز کال د حوت د میاشتې په ۲۴ (د مارچ په پنځلسمه، ۲۰۱۵) نیټه په خپله پلرنۍ هدیره، د نرنګ ولسوالۍ په باډيل کلي کښې په ډير درناوي او عزت سره د بې شمیره ګډونوالو په حضور خاورو ته وسپارل شو. د ده په جنازه کښې د ده د زرګونو خواخوږو او مینه والو سربیره چې زیاتره يې کلیوال او د ده شخصی دوستان او آشنایان وو، د کونړ د دولتي چارو واکو هم د ارواښاد ملي او ولسي شخصیت ته د درناوي په خاطر د ده په جنازه کښې ګدون وکړ. د اروا ښاد اولادونه او کورنۍ د ټولو هغو دوستانو چې د دوي د اروا ښاد پلار په جنازه او نورو مراسمو کښې يې ګډون کړی د زړه له کومې مننه کوي او کور ودانی ور ته وايي.
د یادونې وړ ده چې ده مرحوم د خپل ژوند تر وروستیو شپو او ورځو پورې ډیر وخت په خپل کلي او ولس کښې تیراوه او د خپل ولس سره له نژدې اوسیدو يې خوند اخسته. ما د هغه د نوي کار او د هغه لاس نوې نخښې او آثار د هغوی په کلي په خپلو سترګو ولیدل.

د هغه د کارنامو له جملې څخه یوه هم په خپله کلیواله او عنعنوي ټولنه کښې د هغه له خوا د نجونو د ښوونځي بنسټ کیښودل وو. د کلي د ښونځي لپاره خپله شخصي ځمکه وقف کړه او د دولت له مرستې پرته يې د خپلو کلیوالو او ځايي خلکو په مرسته او حشري کارونو له لارې د ښوونځي خونې آبادې کړي.
په ۱۲ او ۱۳ دوره کښې د خپل ملي شخصیت، اخلاقو، په قوم مینتوب او ولسي ملاتړ له برکته د افغانستان د ولسي جرګې منتخب وکیل و ټاکل شو (دا مهال ټاکنیزې حوزې د ولسوالیو په بڼه ویشل شوی وې، او دوی د کنړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ استازیتوب کاوه چې د هغه مهال څو علاقدارۍ هم د څوکۍ ولسوالۍ په تشکیل کښې شاملې وې). په دیارلسمه دوره کښې يې د ولسي جرګي غړيتوب تر لاسه کولو په هیله د مبارزې او سیالیو کولو پر مهال د ده تیاره فکره سیاسي سیالانو کوښښ و کړ چې هغه و ګواښي تر څو د ده د مثبتې ټاکنیزې سیالی مخه و نیسي، نو سیالانو يې دا شعر چې لا تر اوسه هم د هنرمندانو او هم عامه خلکو په ژبه زمزمه کیږي ووایه. هغه سندره داسې وه:
سافیو ډیر وژلې دینه د کنړ غلام محمده ***** باډیل ته مه ځه
د ده پلویانو بیا د مخالفینو پر وړاندې دا سندره وویله:
د کنړ غلام محمده باډیل ته راشه ***** پکښې ډیر و کړه سیالونه
دوی د ولس په ملاتړ خپلې ټاکنیزې مبارزې ته دوام ورکړ او د خپلو ولسي پلویانو په مرسته خپلې سیمې ته ولاړ او د همدې دورې ټاکنې يې د دوهم ځل لپاره بیا هم وګټلې:
ارواښاد وکیل صاحب د ملي احساس څښتن وه، او ملي خاینین يې نه خوښیدل. له همدې امله يې په ولسي جرګه کښې د ځینو ملي خاینینو لکه دبیلګې په توګه د ببرک کار مل سره په ملي مسایلو شخړې را تلې.
د تعلیم او ښوونې روزنې سره د هغه بې کچې مینه د هغه په ژبه د لاندنیو کلیمو څخه څرګندیږي: کله چې په هیواد کښې د ثور کودتايي رژیم حاکم شو او ملت او ولس د نورو اقشارو تر څنګ يې په ملي او قومي مشرانو هم ډول ډول فشارونه را وستل، نو کله چې د اروا ښاد وکیل صاحب د کورنۍ د غړو د نیولو او بندي کولو ناکامه هڅه تر سره شوه نو هغه هم د خپلې کورنۍ سره یو ځای پاکستان ته کډه کولو ته اړ شو. د ده یوه ځوی ډاکټر فرید صافی ما ته داسې کیسه وکړه:  کله چې مونږ د خپل کور پریښودو ته اړ او د ډیورنډ کرښې سر ته چې د یوه غره په څوکه قرار لري، و رسیدو نو زمونږ اروا ښاد پلار خپلو ځمکو او جایدادونو ته له اشارې وروسته مونږ ته داسې وویل:
ما د دې پر ځای چې خپل اولادونه په خپلو کروندو کښې په کار بوخت کړم، خپله ځمکه مې نورو بزګرانو ته ور کړه چې هغوي پکښې کار و کړي او خپله برخه اجوره تر لاسه کړي. که چیرې ما خپله ځمکه کښې خپل اولادونه په کار بوخت کړي وای نو هغه برخه حاصل چې زما له جایداد څخه د کلي بزګرانو وړه نو هغه به ما ته په کور ګټه پا ته شوی وای. خو ما داسې و نه کړل او دې ګټې ته مې ځکه ارزښت ور نه کړ، چې ما غوښتل په خپلو اولادونو تعلیم و کړم. د دې تر څنګ مې خپل نور کلیوال هم تعلیم ته و هڅول. دا ځکه چې د تعلیم پانګه ماته د ځمکې او جایداد له سرمايې څخه ګټوره او تل پاته ښکاریده. تاسې نن د سر په سترګو ولیدل چې زمونږ ټوله ځمکه له مونږ څخه شاته پاته شوه او مونږ ونه شو کولای هغه له ځانه سره و لیږدوو خو تعلیم هغه پانګه ده چې هیڅوک او هیڅکله هغه له تاسې نه شي اخستلای او تاسې سره د ټول ژوند لپاره د ژوند ملګرې ده او ستاسې د دردونو دوا او ستونزو د حل یواځینۍ وسیله به وي. هوکی هغه رښتیا ویلي وو.

د کډوالۍ پر مهال افغان کمشنرۍ متنفذو افغانانو ته د نقدي امتیاز په بڼه یو څه مرسته کیدله. د وکیل صاحب امتیاز له نور څخه د خپل امتیاز د درې برابره کموالي په اړه پوښتنه وکړه  نو هغه ته د پاکستاني چارواکو له لورې و ویل شول چې دا نور کسان چې له ده څخه زیات امتیاز تر لاسه کوي، هغوی لا له پخوا څخه د دوی سره اړیکې درلودې. له دې نیټې وروسته هغه د دغه امتیاز د اخستلو او تر لاسه کولو څخه لاس په سر شو، ځکه هغه داسې امتیاز تر لاسه کول ځانله عار او ملي خیانت ګاڼه.

د ولس د خدمتګارانو او وفادارو ملي او قومي مشرانو اروا دې ښاده او د لارې لارویان دې يې لا ډیر شي.

پیاوړی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپي

انالله وانا اليه راجعون. زه هم بياځلي دارواښادوكيل صيب غلام محمدخان دمړيني له كبله الله ج ته د سوال لاسونه لپه كوم چي هډهډيي دجنت فردوس سمسورگلان وگرزوي اوكورنئ ته يي ورله دزړه صبراوزعم وركړي اود دي سره جوخت وكولاي شي چي دهغي د استعمار،جهالت اوغلامي ضدكړونو ته پراختيا اوغزوني وركړي . داچي پياوري صيب يي په هكله دكميشنري ديوي په زړه پوري قصي يادونه كړي ول زه به په لږغوړورزيات كړم چي ماته دارواښادقدرت الله خان حدادنه رارسيدلي ده چي دهغه دسترگوليدلي حال دي ويل يي يوه ورځ دراشن اخيستولپاره افغان كميشنري ته ورغلم چي هلته ارواښادوكيل صيب هم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x